خپل تېر وخت ته پام وکړئ، له ډېرو داسې کارونو سره مخ شوي ياست چې تر سره کول یې ستاسې له وسه پورته خبره وه، په مخ کې مو خنډونه پیدا شول، زیانونه درته واوښتل، سختۍ درباندې تېرې شوې، د معایناتو پایلې مو ښې نه وې او دا هرڅه ستاسې لپاره ډېر سخت وو، هېڅ د خلاصون لار مو نه لیده، خو خدای پاک هرڅه درته اسانه کړل او لار یې درته پیدا کړه. خدای پاک توانایي درکړه چې له دې هرڅه سره مبارزه وکړی. کله مو چې د یوازیتوب احساس وکړ او ملګري ته مو اړتیا پیدا شوه، ښه ملګری یې درکړ.
پرمختګ مو وکړ او ښه فرصتونه یې درته برابر کړل. تاسې اوس له هغه ځایه څو ګامه وړاندې یاست چې موخه مو درته ټاکلې وه. دا هرڅه په خپل سر ونه شول، بلکې د خدای په اراده او خوښه تر سره شوي دي. تاسې په ستونزو کې را ګیر شوي وی، ماتې مو خوړلې او ناهیلي شوي وی، خو خدای پاک تاسې له دې هرڅه په داسې یوه لار را و ایستی چې تاسې هغه نه شوای لیدلی. اوس کولای شی له ځان سره ووایی:
زه دې ځای ته په یوازې ځان نه یم رسېدلی، دا زما د زحمتونو پایله نه وه، بلکې دې ځای ته یوازې د خدای پاک په مرسته رسېدلی یم.