املوک هغه مېوه ده چې د مني په فصل کې پخېږي. دغه مېوه چې نن سبا په بازار کې ښه ډېره پېدا کېږي، بې شمېره ګټې لري.
د تغذیې د برخې متخصص مرتضی صفوي د املوکو ګټې ته په اشارې وایي: املوک د ویټامین (اې، بي، سي) تر ټولو ښه سرچینه ده چې د زړه او سرطان له ناروغیو مو ژغوري.
نوموړی وایي، املوک په درماني ځانګړنو کې سرو (رومي) بانجانو ته ورته دي، په کې شته انتي اکسیدان یې د دې لامل کېږي، چې د زړه او سرطان ناروغۍ له منځه یوسي.
دا چې املوک د ویټامین سي او بتاکاروتن ښه سرچینه بلل کېږي، د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کوي او لوړ غذایي ارزښت لري.
املوک په ویټامین (اې، بي، سي) سربېره، کلسیم او فاسفورس هم لري. په املوکو کې شته قندي مواد د هغو کسانو لپاره چې د شکرې پر ناروغۍ اخته دي، کوم زیان نه لري.
په سل ګرامه یا یوه املوک کې له ۷۹ نیولې تر ۸۰ کالوري انرژي شته. په یوه املوک کې لږ تر لږه ۱۱ ملي ګرامه ویټامین سي شته. دغه راز املوک ۲۷۱۰ واحده تقریباً (۰٫۶۶۷ ملي ګرامه) ویټامین (اې) لري، چې د ورځې په اوږدو کې یوازې د یوه دانه املوکو خوړل د بدن د اړتیا وړ نیم ویټامین (اې) پوره کولی شي.