که غواړی په مخ کې پراته خنډونه له منځه یوسی او که غواړی خپلو بالقوه وړتیاوو ته ورسېږی، نو په تېر کې د خپلو بریاوو او هغو مرستو په اړه فکر وکړئ چې خدای پاک درسره کړې دي. په دې سره مو پر خدای پاک ایمان او باور لا پياوړی کېږي او تر څنګ یې د دې حس درته پیدا کېږي چې خدای پاک به په راتلونکي کې هم درسره ورته مرسته وکړي. هغه وخت مو در په یاد کړئ چې وروسته له ډېرو وختونو خدای پاک د بچي څښتن کړی، هغه څه چې ډاکټرانو یې تمه در شکولې وه. د هغې دندې په اړه فکر وکړئ چې یو وخت مو ارمان و او اوس عملاً په هغه بست کار کوی. څه ډول یې له بدو پېښو وساتلی او له ښو ښو خلکو سره یې مخ کړی. کېدای شي تاسې فکر وکړی چې په ستونزو کې را ګیر یاستی، خو خدای پاک ورته لاره لیدلې وي. خدای پاک درته وسیله جوړوي چې یو څوک درسره ښه وکړي، خدای پاک دومره لوی ذات دی چې غم مو په خوښۍ بدلوي. په وجود کې مو د خدای پاک د رحمتونو او مرستو در په یادولو حس پیاوړی کړئ. دا هغه غوره فکرونه دي چې په راتلونکي کې مو نورو بریاوو ته هیله من کوي.