ستاسو د ژوند ښه والی ستاسو د اړیکو له ښه والي سره تړلی دی. دغه راز ستاسو اړیکې ستاسو د کار له مشرانو سره، ستاسو اړیکې له هغو شرکتونو سره چې تاسو ته جامې او نور توکي چمتو کوي، ستاسو اړیکې له هغه چا سره چې مینه ورسره لری او ستاسو اړیکې له خپل ځان سره، دا ټول ډېر مهم دي. که ښې اړیکې ولری، هغه ده چې ښه ژوند به لری. لومړنی کس چې سلام اچوي، هغه تاسې خپله اوسئ. یوه نوي ځای ته د ننوتو پر وخت مو باید د نورو د درناوي په خاطر دغه جمله پر خوله وي؛ تاسې مهرباني وکړئ! دا جرئت غواړي، ځکه د نورو منل یو څه سخت دي. پر شونډو موسکا مو عادت وګرځوئ. خلکو ته په خپلو نومونو غږ وکړئ، دا د دې مانا لري چې تاسو هغوی ته ارزښت ورکوی. له خلکو سره د خبرو پر مهال د هغوی سترګو ته وګورئ. د خلکو ستاینه وکړئ، خو په صداقت او سپېڅلي نیت سره. د خلکو صفت کول وړیا دي، کوم لګښت نه لري. هېڅکله د مقابل لوري د تعریف او ستایلو موکه له لاسه مه ورکوئ، هغه که په کور او یا هم په کارځای کې وي. دا کړنه د مقابل لوري په وجود کې غوره حس را ژوندی کوي او دا حس بېرته تاسو ته لېږدوي.