امریکايي څېړونکو له یوې تازه دېرش کلنې څېړنې وروسته، ثابته کړې، هغه میندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو څخه ډېره موده خپلې شیدې ورکوي، له شکرې ناروغۍ ژغورل کېږي. د څېړونکو په باور، هغه میندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو تر یوه کاله تی ورکوي، د هغو په پرتله چې خپل ماشوم ته شپږ میاشتې شیدي ورکوي او یا طبيعي خواړه ورکوي، د شکرې خطرات یې نږدې نیم په نیمه را کمېږي. په «جاما» طبي ژورنال کې خپره شوې څېړنه کاږي، طبیعي شیدې ورکول نه یوازې ماشومانو ته ګټورې دي، بلکې د میندو لپاره هم ډېرې روغتیایي ګټې لري. امریکايي روغتیاپالان وايي، دا څېړنه یې په ۱۲۳۸ هغو مېرمنو کړې چې عمرونه یې د ۱۸ او ۳۰ کلونو په منځ کې وو او په پایله کې ثابته شوه چې د طبیعي شیدو یا تي ورکولو موده او د شکرې ناروغۍ د خطر کمېدلو تر منځ قوي اړیکه شته. تر دې وړاندې یوې بلې څېړنې ثابته کړې وه چې میندې کولای شي په طبیعي ډول ماشومانو ته په تي ورکولو، په بدني تمرینونو، د وزن په کمولو او د ژوند د بڼې په بدلولو سره په بدن کې د شکرې له ناروغۍ سره سره د سینو او رحم د سرطان مخه ونیسي.