یو کتاب مې مطالعه کاوه «خوشاله خلک پر څه پوهېږي». دا کتاب ډن بېکر لیکلی دی. هغه یو ارواپوه او په کنیون رنچ چینل کې د غوره ژوند د خپرونې مدیر دی. په دې کتاب کې د ښکلي او بریالي ژوند په اړه ډېرې په زړه پورې جملې دي. د کتاب لیکوال چې کله ځوان و، نوی زیږېدلی زوی یې وفات شو. دې پېښې نوموړی ډېر خواشینی کړ او په ناهیلۍ کې ډوب شو. هغه په خپل کتاب کې لیکي چې ده له ستونزو او کړاوونو څخه زده کړي دي چې: «هرڅومره چې یوه پېښه او درد لوی وي، په همغه اندازه انسان ته ژور او له مانا ډک درس ورکوي». هغه موضوعات چې زموږ زړه ماتوي، کېدای شي په حقیقت کې همدا موضوعات وي چې زموږ د زړونو په پرانیستلو کې لویه برخه اخلي. کولای شو چې له درد او غم څخه ګټه واخلو. (البته که وغواړو چې درس ترې واخلو.) د ژوند لویه ستونزه کولای شي چې تر ټولو لویې موخې ته د رسېدو موقعیت راته په ګوته کړي. هغه موضوعات چې زموږ زړه ماتوي، کېدای شي په حقیقت کې هغه وي چې زموږ د زړونو په پرانیستلو کې لویه برخه اخلي.