هر کال تمباکو نږدې ۶ میلیونه کسان وژني. نوې څېړنه ښيي چې د سرطان له ناروغۍ پرته سګرېټ د انسان بدن له د ننه ورستوي؛ هډوکي سولوي، ماغزه او سترګې خرابوي او د ماشوم په پیدا کولو کې د ښځو او نارینهوو وړتیا کمزورې کوي. ایا پوهېدی چې د سګرېټ بوی او دود پر ماشومانو څه منفي اغېز لري؟ نوې څېړنې ثابتوي، سګرېټ چې څومره په مستقیم ډول پر څکوونکي منفي اغېز لري، تر دې زیاتې غیر مستقیمې اغېزې هم لري. ډاکټره زهرا ابراهیمي وایي، دویم لاس دود هغه دود ته ویل کېږي چې له سګرېټ څکوونې پرته يې نور خلک تنفس کوي. نوموړې وایي، دویم لاس دود لږ تر لږه ۲۵۰ ډوله کیمیاوي مواد لري چې پنځوس هغه یې د سرطان لامل کېږي. ډاکټره زهرا همدا راز وایي، د سږو، پزې، سینې او د رحم دانې د هغو سرطانونو له ډلې دي چې د سګرېټ د دویم لاس له دود څخه پیدا کېږي. زهرا زیاتوي، په ماشومانو کې د تنفسي ناروغیو، د سږو تعفون، ستوني او غوږ ټولو ناروغیو اصلي لامل د سګرېټ دویم لاس دود دی چې تنفس کېږي. نوموړې وایي، په سګرېټو او قیلون کې شته نیکوتین د وینې د لوړ فشار، د زړه د ضربان د تېزېدو او په وینه کې د شکرې د زیاتوالي لامل کېږي.