هاروکي موراکامي جاپانی لیکوال دی. هغه د ۱۹۴۹ز کال د جنورۍ په ۱۲مه په جاپان کې زېږېدلی دی. د هغه کتابونه په جاپان او ټوله نړۍ کې خپل مینه وال لري. دی تر ډېره کیسې او ناولونه لیکي، خو ځانګړی سبک لري چې همدې سبک دی په نړیواله کچه مشهور کړی دی. دی د نړۍ د هغو لیکوالانو په کتار کې دی چې کتابونه او ناولونه یې ډېر مینه وال او لوستونکي لري. د معلوماتو له مخې، اثار یې د نړۍ په ۵۰ ژبو ژباړل شوي دي. له جاپان بهر او په جاپان کې یې د کتابونو میلیونونه نسخې پلورل شوې دي.
د ده اثار تر ډېره د ژورو خیالونو ټولګه ده او د فانتیزي سبک مخکښ لیکوال دی. فانتیزي سبک په دې مانا چې له واقعي ژوند ور هاخوا تر ډېره خیالي او ماورايي ژوند پکې انځور شوی وي. له همدې امله یې د نړیوالو ادبیاتو د فانتیزي سبک جایزه هم ګټلې ده. ده د داستاني ادبیاتو د فرانک اوکانر نړیواله جایزه، د کافکا نړیواله او اورشلیم جایزې هم ګټلې دي. هغه خورا مشهور اثار لري چې وروسته ورباندې خبرې کوو. مخکې مو وویل چې موراکامي جاپانی لیکوال دی، خو کله چې مشهورېږي، نو جاپان د هغه اثار د غیر جاپاني د خپرولو په تور ځپي او نیوکه ورباندې کوي. دوی باوري دي چې د موراکامي پر اثارو د ریموند چندلر، کرت وونه ګات او ریچارد براتیګان اغېز لیدل کېږي.
د ده داستانونه تر ډېره د باور برخلیک، سور ریالیستي باورونه او د یوازېتوب او بېګانګۍ رنګ له ځانه سره لري. استیون پول ګارډین ورځپاڼې ته ويلي چې موراکامي د خپلو لاس ته راوړنو او اثارو له امله د نړۍ په لویو او سترو لیکوالانو کې درېږي.
موراکامي د ۱۹۴۹ز کال د جنورۍ په ۱۲مه د جاپان په کیوتو ښار کې زېږېدلی دی. دی د۲۰ پېړۍ په منځ کې داسې مهال زېږېدلی چې نړۍ له جګړو راوتلې وه او د ودې پر لور روانه وه. د نړۍ ډېری هېوادونه په تېره غربي هېوادونه د ودې په حال کې وو. دی د خپلې کورنۍ یوازېنی اولاد دی. پلار یې د بودايي کشیش زوی و او مور یې هم د یوه سوداګر لور وه. مور یې د اوزاکا اوسېدونکې وه، مور او پلار دواړو یې د جاپاني ادبیاتو تدریس کاوه. دوی د جاپاني ادبیاتو په اړه مطالعه لرله او په دې برخه کې یې د تدریس چارې پر مخ وړلې.
سږ کال، تېر کال یا راتلونکی کال فرق نه کوي، خو هر کال د امریکا او برېټانیا د ډېرو پلورل شوو کتابونو لېست تغیر کوي. په دې کتار کې تل څو د مینې او انساني ژوند داستانونه په لومړي سر کې وي. په دې منځ کې څو نفره لا هم شته چې د دغو کتابونو جدول بدلوي. یو پکې موراکامي دی. هر دوه یا درې کاله وروسته راپیدا شي او د امریکا او برېټانیا د ډېرو پلورل شوو کتابونو کتارونه بدل کړي. داسې یو کس دی چې تر دېرش کلنۍ پورې یې یوه کرښه هم نه وه کښلې. داسې یو کس چې کتابونه یې له یوازېتوب، وسوسو او ځان وژنې ډک دي.
موراکامي تر دېرش کلنۍ پورې یوه کرښه هم نه وه کښلې. د توکیو په کوکونبونجي کې یې له خپلې مېرمنې سره ژوند کاوه، خو ژوند یې هله په بل مخ واوښت چې په دېرش کلنۍ کې جینګو سټیډیوم ته د جینګو لوبې د کتو لپاره لاړ. دی وایي، د ۱۹۷۷۸ز کال د اپرېل لومړۍ نېته د غرمې یوه نیمه بجه وه، په جینګو سټیډیوم کې وم، هلته څوکۍ نه وې، یوازې شین اسمان و او پر شنه چمن لوبه روانه وه. ما لوبو ته کتل او ځینې صحنې مې په ذهن کې خورا ښکلې جوړولې. په همدې سره پوه شوم چې کولی شم ښه کیسه لیکوال شم. زما اوس هم هغه پراخ او ښکلی اسمان په یاد دی. د نوو رسېدلو چمنونو احساس او د لرګي د ضربې غږ مې لا هم په غوږونو کې دی.
موراکامي په لیکوالۍ کې لکه د یوه اشپز په څېر چلند کوي. له بېځایه ځان ښودلو ډډه کوي. دی د مېز شا ته کېني او د شیانو د رنګ رنګ ښودلو پر ځای اجازه ورکوي، خواړه لکه څنګه چې دي، هسې ښکاره شي. دی خپل خواړه خام او پاخه دواړه په ښکاره د مشتري مخې ته ږدي. دا د موراکامي د نثر مهمه ځانګړنه ده. موراکامي د کوبه په بندري ښار کې رالوی شوی دی. دا سیمه له بهرنیو سوداګرو او بېړۍ چلوونکو ډکه وه. سیلانیان هم په دې سیمه کې هسک او ټيټ کېدل. د ده کورنۍ څه ناڅه بې وزله وه. د ده پیسې د ټولو هغو کتابونو لپاره کافي نه وې چې ده یې د اخیستو هوډ درلود. بله چاره یې نه لرله، نو زاړه کتابونه یا دویم لاس کتابونه به یې اخیستل او لوستل به یې. له همدې امله یې لومړنۍ اړیکه له انګلیسي ادبیاتو سره پیدا شوه؛ ځکه د سوداګرو، سیلانیانو او بېړۍ چلوونکو دویم لاس یا کارول شوي کتابونه به یې پېرل. دا تر ډېره ساده انګلیسي او د عامو خلکو د خوښې وړ ناولونه وو.
موراکامي په ۱۹۶۸ز کال کې د واسدا د نمایشي هنرونو پوهنتون ته بریالی شو. په ۱۹۷۱ز کال کې یې له خپلې مېرمنې یوکو سره واده وکړ. د مېرمنې دنده یې دا وه چې له ۱۹۷۴تر ۱۹۸۱ز کاله پورې یې د ریکارډ شوې موسیقي پلورنځی درلود. موراکامي د قهوې پلورلو یو ځای ځایګی درلود او بیا یې له مېرمنې سره په ګډه یو پلورنځی جوړ کړ. دوی دواړو خپل کارځای اداره کاوه او په دې توګه یې ژوند پر مخ بېولو.
موراکامي د منډې له سپورت سره ډېره مینه لرله. سره له دې چې د منډو یا ځغاستې د رسمي ټیمونو غړی و، خو تر ۳۳ کلنۍ پورې یې په هېڅ یوه سیالۍ کې ګډون ونه کړ. د ۱۱۹۶ز کال د جون په ۲۳مه یې په یوه داسې سیالۍ کې ګډون وکړ چې په هغه کې یې باید سل کیلومتره ځغاسته کړې وای. ده له دې سپورت سره مینه لرله او په ځینو کتابونو کې یې دا مینه راڅرګنده شوې هم ده.
موراکامي په لومړیو دوو- دریو ناولونو د نقادانو او ادبپوهانو پام ځان ته را واړاوه. ان په همدې لومړي پړاو کې یې جایزه هم وګټله، خو دا هر څه د ناروې ځنګل نومي کتاب په مقابل کې هېڅ وو. له همدې کتاب سره د موراکامي د بې پایه بریا لومړی فصل پیل شو. دا کتاب د چاپ په همغه لومړیو وختونو کې یوازې په جاپان کې لس میلیونه ټوکه وپلورل شو. د دغه کتاب غبرګون دې ځای ته ورسېد چې موراکامي ته یې د شهرت تر څنګ خطرونه هم پېښ کړل. هغه د شهرت په اوج کې اړ شو چې له جاپان ووځي.
موراکامي د جاپاني لوستونکو د جذب لپاره دا کتاب لیکلی دی. دوی د سور یالیستي سبک له ناولونو سره علاقه نه لري، خو د ناروې ځنګل بیا په همدې سبک لیکل شوی دی او ده غوښتي چې د جاپایانو پام ځان ته را واړوي. کتاب په کاملاً واقعي ګرایانه فضا کې لیکل شوی او لوستونکی یې له هر څه خوند اخلي. کتاب د یوې ځوانې جوړې په اړه لیکل شوی دی. دوی د خپل یوه ملګري تر وژل کېدو وروسته په وسوسه او د وژل کېدو په وهم کې ژوند کوي. د دغه کتاب تر خپرېدو وروسته موراکامي د جاپانیانو رګ پیدا کوي. دوی یې په ارامه او احتیاط له ځان سره خیالي دنیا ته بوتلل. داسې یوه دنیا چې غیر واقعي، غیر منطقي ده او د تشرېح وړ نه ده. بیا یې کافکا په ساحل کې د کوکي مرغه پېښې او نورو کتابونو خپله بریا تعقیب کړه.
سکورو تازاکي او د زیارت کلونه یې نوی اثر دی. د موراکامي د نورو اثارو په پرتله د دغه اثر داستان ساده او ډېر روان دی. د سوکورو څلور ملګري څو کاله وړاندې له کوم دلیل پرته له ده سره اړیکه پرې کوي. ده ته هېڅ توجه نه کوي. اوس شپاړس کاله وروسته دی پرېکړه کوي چې خپل هر یو ملګری پیدا کړي. دی غواړي له دوی وپوښتي چې ولې او په څه دلیل یې دی یوازې پرېښود. د دغه ناول داستان د همدې پلټنې پر پېښو راڅرخي. د موراکامي د داستانونو عمده موضوع همدا وېرې دي. له یوازیتوب وېره، له دې وېره چې څوک دې درک نه شي کړی او له دې وېره چې هر څوک دې همداسې په خپل حال پرېږدي او لاړ شي. دا ټول د موراکامي د داستانونو بنسټ دی اصلي موضوع او هدف یې همدلته دی.
موراکامي په ۱۹۸۱ز کال کې خپل بار او د قهوې پلورنځی پلوري او لیکوالۍ ته مخه کوي. په ۱۹۸۲ز کال کې د وحشي مېږي ناول خپروي. په همدې کال کې دغه اثر د نوما ادبي جایزه اخلي. د ۱۹۸۴ز کال په اکتوبر کې فوجیتساوا ښار ته راځي. په ۱۹۸۵ز کال کې سنداګایا ته راځي. په ۱۹۸۵ز کال کې د عجایبو وطن او د نړۍ پای کتابونه خپروي. له همدې سره د جونیچي ادبي جایزه هم ګټي. د ناروې ځنګل اثر یې نو موراکامي د شهرت اوج ته رسوي. دا کتاب په۱۹۸۷ کال کې خپروي. په ۱۹۹۱ز کال کې یې پرنستون ته کډه وکړه او په پرنیستون پوهنتون کې یې په تدریس پيل وکړ. په ۱۹۹۶ز کال کې یې د یومیوري جایزه وګټله او په ۱۹۹۷ز کال کې یې زېرزمیني ناول خپور کړ. په ۲۰۰۱ ز کال کې بېرته جاپان ته راوګرځيد.
موراکامي په نړۍ کې ستر او مشهور لیکوال دی. هغه په ۲۰۱۸ ز کال کې له دوو نورو لیکوالانو سره د نوبل جایزې ته هم نوماند شو. دا په نړۍ کې د ادبیاتو په برخه کې یوه ستره جایزه ده چې هر کال لسګونه لیکوالان د نوماندۍ غوښتنه ورته کوي، خو له دې ډلې یو کس دغه جایزه ګټي. په نوبل بنسټ کې د ګډوډیو له امله بیا په ۲۰۱۸ز کال کې د نوبل ادبیاتو جایزه له نیوکو سره مخ شوه او ټاکل شوې وه چې په ۲۰۱۹ ز کال کې دغه جایزه یوه نړیوال لیکوال ته ورکړل شي.