پستې د سترګو کمزورتیا، د کولمو درد، سرطان، شکر، د زړه حملې او وزن په کنټرول کې له تاسو سره مرسته کوي. دا چې پسته په خپل ترکیب کې رژیمي فایبر لري، نو ځکه کولی شي چې د خوړو په وسیله ستاسو کولمې نرمې کړي او ارام فعالیت پیل کړي. د پستې مغز په خپل ترکیب کې د کاروتنويېد په نوم مواد لري چې د زیکسانتین او لوټین په نامه پېژندل کېږي. کاروتنويېد هغه ماده ده چې سربېره پر دې چې ستاسو د نورو ناروغیو د ګواښ کچه ښکته کوي، د سترګو له کمزورۍ او له سرطاني ناروغیو هم مخنیوی کوي. وروستۍ څېړنې ښیي، که په دوامداره توګه له پستې څخه ګټه واخلی، نو که عمر مو زیات هم شي، نو سترګې به مو نه کمزورې کېږي. پسته د شکرې ناروغۍ په اداره کولو کې رغنده لوبوي؛ ځکه چې په دې کې د (ګلېکېشن) په نوم مواد شتون لري چې ستاسو د بدن قندونه مناسب حالت ته راوستلی شي. دا چې پسته د غني انټي اکسیډانټونو سرچینه ده، نو د وینې کلسټرول او هغې ته ورته مضر حرکات چې په بدن کې ترسره کېږي، د هغې مخنیوی کوي.