یکشنبه, مې 11, 2025
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د فاع وزارت: پر افغانستان د هند د توغندیز برید اوازې ناسمې دي

    بامیانو کې د یو شمېر پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

    کندوز کې سلګونه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

    چین او پاکستان له سرپرست حکومت سره ګډه غونډه کوي

  • نړۍ

    د امریکا او ایران ترمنځ څلورم پړاو خبرې سبا په عمان کې پیلیږي

    پاکستان د هند پر ځینو سیمو بریدونه رد کړي دي

    شمالي کوریا نن د لنډ واټن ویشتونکي څو توغندي ازمویلي

    سره سمندرګي کې د امریکا یوه جنګي الوتکه لوېدلې ده

    د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د هند شارژدافیر احضار کړ

    رویټرز: امریکا پر حوثیانو بمبارۍ دروي

    هند: د پاکستاني لوري په ډزو کې درې ملکي هندیان وژل شوي

    بلوچستان ایالت؛ وسله‌والو د برید پرمهال ۵ پولیس له ځان سره تښتولي

    پنجاب کې د تندر پرېوتو له امله څلور تنه مړه شوي

  • دریځ

    د جګړې پر ځای تفاهم؛ د سیمې د ثبات لپاره د هند او پاکستان د سولې اړتیا

    د پانګونې فرصتونو پراخوالی؛ د بېکارۍ د حل او اقتصادي ثبات یوازینۍ لاره

    نور د پردیو هېوادونو رحم ته هیله مه کوئ، د خپل وطن غېږ درته خلاصه ده

    امریکا ولې د چین پر وړاندې د سوداګرۍ جګړه نه شي ګټلی؟

    افغان کډوالو په زور ایستل؛ یوه بوږنوونکې تراژیدي او نړیواله بې‌پروايي

    د تعرفو له لارې د امریکا یواړخیز سیاست او پر نړیوال اقتصاد یې ناوړه اغېزې

    د نړیوالو مرستو کمیدو سره، له داخلي فرصتونو باید غوره استفاده وشي

    د غزې د مظلوم ولس د وینې بهېدو لړۍ؛ نړیواله چوپتیا د شرم وړ ده!

    د غزې د مظلوم ولس د وینې بهېدو لړۍ؛ نړیواله چوپتیا د شرم وړ ده!

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    نوی علمي اثر «نړيوال قانون» چاپ شو

    د حضرت عباده بن صامت رضي الله عنه ژوند اثر چاپ شو

    د “کډوالي” کتاب مخکتنه وشوه

    د افغانستان پنځه زره کلن تاریخ هېنداره کتاب خپور شو

    کډوالي کتاب چاپ شو

    “هنرستان” کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د فاع وزارت: پر افغانستان د هند د توغندیز برید اوازې ناسمې دي

    بامیانو کې د یو شمېر پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

    کندوز کې سلګونه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

    چین او پاکستان له سرپرست حکومت سره ګډه غونډه کوي

  • نړۍ

    د امریکا او ایران ترمنځ څلورم پړاو خبرې سبا په عمان کې پیلیږي

    پاکستان د هند پر ځینو سیمو بریدونه رد کړي دي

    شمالي کوریا نن د لنډ واټن ویشتونکي څو توغندي ازمویلي

    سره سمندرګي کې د امریکا یوه جنګي الوتکه لوېدلې ده

    د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د هند شارژدافیر احضار کړ

    رویټرز: امریکا پر حوثیانو بمبارۍ دروي

    هند: د پاکستاني لوري په ډزو کې درې ملکي هندیان وژل شوي

    بلوچستان ایالت؛ وسله‌والو د برید پرمهال ۵ پولیس له ځان سره تښتولي

    پنجاب کې د تندر پرېوتو له امله څلور تنه مړه شوي

  • دریځ

    د جګړې پر ځای تفاهم؛ د سیمې د ثبات لپاره د هند او پاکستان د سولې اړتیا

    د پانګونې فرصتونو پراخوالی؛ د بېکارۍ د حل او اقتصادي ثبات یوازینۍ لاره

    نور د پردیو هېوادونو رحم ته هیله مه کوئ، د خپل وطن غېږ درته خلاصه ده

    امریکا ولې د چین پر وړاندې د سوداګرۍ جګړه نه شي ګټلی؟

    افغان کډوالو په زور ایستل؛ یوه بوږنوونکې تراژیدي او نړیواله بې‌پروايي

    د تعرفو له لارې د امریکا یواړخیز سیاست او پر نړیوال اقتصاد یې ناوړه اغېزې

    د نړیوالو مرستو کمیدو سره، له داخلي فرصتونو باید غوره استفاده وشي

    د غزې د مظلوم ولس د وینې بهېدو لړۍ؛ نړیواله چوپتیا د شرم وړ ده!

    د غزې د مظلوم ولس د وینې بهېدو لړۍ؛ نړیواله چوپتیا د شرم وړ ده!

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    نوی علمي اثر «نړيوال قانون» چاپ شو

    د حضرت عباده بن صامت رضي الله عنه ژوند اثر چاپ شو

    د “کډوالي” کتاب مخکتنه وشوه

    د افغانستان پنځه زره کلن تاریخ هېنداره کتاب خپور شو

    کډوالي کتاب چاپ شو

    “هنرستان” کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي څېره

قاسم سلیماني

شفیق امیرزی

جنوري 7, 2020
in څېره
0 0

قاسم سلیماني له ۱۹۹۸ ز کال راهیسې له ایرانه بهر د پټو عملیاتو څانګې یا قدس ځواکونو مشر او په کور او بهر د ایران تر ټولو مشهور جنګي قومندان و. د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه‌يي تېر کال نوموړي ته تر ټولو ستر پوځي نښان ذوالفقار ورکړ. خامنه‌يي قاسم سلیماني (ژوندی شهید) باله او تېر کال یې د نښان ور کولو پر مهال دوعا کړې وه، چې قاسم سلیماني دې ډېر کلونه وروسته شهید شي. د ایران مذهبي مشر اوس ویلي، چې سخت غچ به یې واخلي او زیاته کړې یې ده چې د قاسم سلیماني لار به دوام لري. له مرګ سره یې جوخت په ایران کې دری ورځې ملي ماتم اعلان شوی دی او سخت لاریونونه هم راوتلي دي.

قاسم سلیماني په ۱۳۳۵ لمریز کال کې د قنات ملک په یوه غرني کلي کې زیږېدلی دی. دغه کلی د کرمان په رابر سیمه کې پروت دی. هغه د معمارۍ پر کار بوخت و. د ځوانۍ په لومړیو کلونو کې یې د کرمان ښار د اوبو له څانګې سره کار پیل کړ. د ۱۳۵۷ لمریز کال تر انقلاب وروسته چې کله سپاه پاسداران جوړه شو، دی هم ورسره یو ځای شو. دی د افتخاري سپاه ډلې غړی و. د عراق او ایرن د جګړې په پيل کې یې یو ټولی جوړ کړی و، چې د کرمان رزمي کسان پکې راټول شوي وو، بیا له زرهي ټولي سره یو ځای شو چې دا ډله بیا بیا د ثارالله پر ۴۱ ډلې باندې بدله شوه. ده د دې ډلې د جوړېدو له پیله بیا تر ۱۳۷۶ لمریز کاله د سپاه په جګړو کې مهم رول درلود او هلته یې ځان ته مهم شهرت وګاټه.

په ۱۳۶۷ لمریز کال کې چې کله د عراق- ایران جګړه پای ته ورسېده، نو سلیماني هم بېرته کرمان ته راستون شو. دی هلته بیا د نشه يي توکو له قاچاق وړونکو سره پر جګړه بوخت شو. دغه جګړې تر ډېره په پولو او ګوښه سیمو کې رامنځ ته کېدې. نوموړي د قدس ځواکونو د مشر په توګه تر ټاکل کېدو پورې دغه دنده مخ ته وړله. ایراني رسنۍ وایي چې سلیماني د سیمې په جګړو کې مهم رول درلود. هغه په لبنان کې حزب الله ډله پیاوړې کړه. د ایرانیانو په خبره، اسراييل یې پر شا وتمبول. د افغانستان په جګړه کې هم ښکېل و. د عراق په سیاسي فضا کې یې مهم رول درلود.

امریکايي رسنۍ وايي، له سوریې یا لبنان قاسم سلیماني بغداد ته تللی و چې هوايي ډګر کې یې پر موټر برید وشو. قدس ځواکونه د عراق او ایران د جګړې له لومړیو له ایرانه بهر عراق او لبنان کې د عملیاتو لپاره جوړ شول او وروسته د سپاه پر یوه مهمه برخه بدل شول، چې اوس ان د سپاه قدس په نوم هم یادېږي. ډېر نړیوال سیاسي او پوځي پوهان باوري دي چې قدس ځواکونه په سیمه کې د بدر ملېشو په ګډون، عراق کې حشد الشعبي، د لبنان د حزب الله پوځي څانګې، غزه کې اسلامي جهاد یا حماس او یمن کې د حوثیانو نېغ پوځي ملاتړ کوي او روزي یې. ۶۳ کلن تورن جنرال قاسم سلیماني هم هغه مهال ډېر مشهور شو، چې په عراق، بیا سوریه او د منځني ختیځ په نورو هېوادونو کې د قدس ځواکونو رول په بهرنیو رسنیو کې راپورته شو.

په عراق کې د داعش پیدا کېدو او په سوریه کې د کورنۍ جګړې له  پیلېدو سره قدس ځواکونه دې هېوادونو کې ډېر ښکېل شول او ان ایران خپله منلې چې قدس ځواکونو د سوریې په جګړه کې د بشارالاسد ته ژمنو ځواکونو لارښوونه او ملاتړ کړی او دلته یې زرګونه شیعه وسله وال تمویل کړي، همدارنګه یې په عراق کې د داعش د له منځه وړلو لپاره شیعه ملېشې سمبال کړې دي.

ملاتړو او مخالفانو یې د سیوري قومندان، نړیوال جنرال، د قومندان اروا، مرموز قومندان، د دښمن خپسکه، جنرال حاج قاسم او څو نور نومونه ور کړل. د ایران له اسلامي انقلاب راهیسې تر ټولو ستر نښان ذوالفقار یوازې سلیماني ته ور کړل شوی دی. سره له دې چې قاسم ډېر انځورونه نه خپرول، خو ځینې مهال یې د جګړې په کرښه کې انځورونه خپرېدل چې ان ځینې د عراق د شیعه ملېشو له مشرانو سره هم دي. د نوموړي په ستایلو کې په پارسي او عربي کې سندرې ویل شوې. نوم یې انيمېشن نړۍ او کمپیوټري لوبو ته هم رسېدلی؛ “د فارس خلیج جګړه” انیمېشن کې اتل دی چې د امریکايي بېړۍ د له منځه وړلو امر کوي. د ایران ډېرو مشهورو سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو د قاسم سلیماني د انځورونو خپرولو یا ستایلو سره د نوموړي په لا مشهورتیا کې مرسته کړې ده.

نوموړی په سیمه کې د ایران د مذهبي مشر ایت الله خامنه‌يي قومندان بلل کېده او یوازې خامنه‌يي ته ځواب ویونکی و. د قاسم سلیماني پلویانو له سمونپالو او سمونغواړو نیولې تر ډېرو ځوانانو نوموړی ملي قهرمان باله، چې له ایرانه بهر یې د خپل هېواد د دفاع جبهې مشري کوله، څو ایران ارام وي. خو مخالفانو یې د سیمې په تېره عراق، یمن او سوریه کې د ډېرې بې ثباتۍ مسوول او د شیعه ملېشو اصلي ملاتړی باله چې د ټولې سیمې امنیت یې ګواښمن کړی دی.

قاسم سلیماني د ۱۳۳۶ لمریز کال د کرمان ولایت رابر کلي کې وزیږېد. خپله لومړنۍ دنده یې د انقلاب په لومړیو میاشتو کې د کرمان ولایت د اوبو په اداره کې پیل کړه. وروسته د سپاه مامور شو، خپله یې ویل، یوازې د ۱۵ ورځو لپاره له سپاه سره مامور شوی و، خو د جګړې تر جبهو ورسېد. د عراق او ایران د جګړې لومړیو کې یې د کرمان د جنګي ځواکونو کنډک جوړ کړ، چې وروسته پر زغره واله لېوا بدل شو او بیا پر ۴۱ ثارالله فرقه بدل شو. په ۱۳۶۱ لمریز کال کې د دې فرقې له جوړېدو تر ۱۳۷۶ لمریز کال پورې قدس ځواکونو ته تر تګ پورې د ثارالله مشر و، چې په جګړه او د سپاه ډېرو عملیاتو کې یې مهم رول درلود.

قاسم سلیماني په ایران کې یو وتلی نظامي و او تر ډېره امریکا ادعا کوي چې د دوی پر تاسیساتو او په سیمه کې پر امریکايي ځواکونو په بریدونو کې ښکېل دی او د ده په لارښوونه تر سره شوي. امریکا تازه ادعا کړې چې پر سلیماني تقریباً د څه باندې ۶۰۰ امریکايي عسکرو د وژل کېدو پړه ده. رسنۍ وایي چې بوش او اوباما د سلیماني د وژلو امر نه ورکاوه، خو ټرمپ دا کار وکړ. دغه راز دا راپورونه هم خپاره شوي چې سلیماني له امریکا سره د صدام حسین په وژلو او پیدا کولو کې مستقیمه همکاري لرله. د بهرنیو رسنیو راپورونه وایي چې سلیماني له امریکايي چارواکو او استخباراتو سره پر وخت، دقیق او هر اړخیز معلومات شریکول، څو دوی وکړی شي صدام حسین پیدا کړي. له همدې امله یې ځينې رسنۍ د امریکا پخوانی همکار بولي.

د قاسم سلیماني وژل کېدل د امریکا او ایران تر منځ ژور کشمکش ته اشاره کوي. دغه پېښه ښایي په سیمه کې د پام وړ پایلې ولري او د پراخو ناندریو سبب شي، له همدې امله ځينې افغان سیاسیون د امریکا دغه کار د جګړې اوږدولو لپاره یوه پلمه بولي. ایران هم ګواښ کړی چې خپل غچ به اخلي، نو واضح خبره ده چې سیمې ته کشمکشونه را روان دي. که دواړه له یو بل د غچ اخیستو پرېکړه کوي، نو په سیمه کې ناندرۍ پراخېږي او پر افغان سوله او جګړه مستقیم اغېز لرلی شي. رسنۍ پر دې باور دي چې د امریکا تګلاره د ایران او عراق په اړه په اوس وخت کې له جدي ازمېښت سره مخ ده. په منځني ختيځ کې د امریکا یو پخوانی څارونکی او د چارو همغږی کوونکی فلېپ ګوردون وایي، د سلیماني وژل کېدو ایران او امریکا د جګړې کرښې ته رسولي دي.

مخکې مو هم وویل چې د قدس سپاه له ایرانه بهر عملیات تنظیمول، چې دې چارې د امریکا غوسه پارولې وه. سلیماني د تهران سیمه ییز متحدین پياوړي کول او هغه ډلې د ده له مستقیم ملاتړه برخمنې وې، چې د امریکا ضد او یا هم د امریکا د متحدینو ضد فعالیتونه تر سره کوي. د امریکا له نظره سلیماني داسې کس و، چې لاس یې د امریکايي عسکرو پر وینو ککړ و. خو هغه په ایران کې یوه محبوبه څېره وه چې د ایران د ګټو لپاره یې کار کاوه. ده ټول هغه اقدامات رهبري کول، چې د امریکا له بندیزونو او فشارونو د خلاصون لپاره طرحه کېدل او هڅه یې دا وه چې ایران له روان سخت وضعیت څخه بریالی راووځي.

امریکا پر دې باور ده چې ایران د دوی پر مرکزونو او اډو په توغندیزو بریدونو کې ښکېل دی. په دغو توغندیزو بریدونو کې چې څو ورځې مخکې په عراق کې وشول، د امریکا یو قراردادي ووژل شو. همدا راز په فارس خلیج کې هم ایران د تېلو د ټاکنرونو پر ضد هممهاله عملیات وکړل او څو لویې تېل وړونکې بېړۍ یې وګرځولې. همدا راز امریکا وایي چې ایران د سعودي عربستان یوه الوتکه وېشتلې او همدا راز د تېلو پر یوه ستر چاڼځای په برید کې ښکېل دی. د همدې ټولو پېښو په غبرګون کې امریکا په عراق کې پر هغو ملېشه وسله والو هوايي بریدونه وکړل، چې د ایران له ملاتړه برخمن دي. د دغو بریدونو په غبرګون کې په بغداد کې د امریکا پر ضد پراخ لاریونونه وشول او د دغه هېواد سفارت په امریکا کې محاصره کړل شو. امریکا ډېر ژر ۷۵۰ عسکر د خپلو ډيپلوماټانو د ساتلو لپاره هلته واستول.

له دې سره هممهاله د امریکا د دفاع وزارت وویل چې قاسم سلیماني نه یوازې پخوا د امریکايي ځواکونو پر ضد بریدونه کړي او پکې ښکېل دی، بلکې اوس په بغداد کې د روان وضعیت مستقیمه لارښوونه کوي. په همدې سره امریکايي پوځیانو او د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ امر کړی، چې په بغداد کې هوايي ډګر ته څېرمه دې سلیماني په نښه کړل شي. ټرمپ د سلیماني وژل کېدل د جګړو د پای ته رسولو لپاره یوه هڅه بولي. د ده په خبره، سلیماني باید کلونه مخکې وژل شوی وی، خو اوس هم لا وخت دی او د دې لپاره ووژل شو چې جګړه پای ته ورسيږي. خو په سیمه کې رسنۍ او سیاسي فعالان بیا دا د یوې نوې جګړې پیل بولي. ځکه هغه په ایران کې یو مشهور شخصیت و او د دغه هېواد وګړو ورته درناوی درلود.

په سیمه کې هم دې پېښې غبرګونونه پارولي دي. د افغانستان ځينو سیاسیونو د امریکا دغه کار غندلی دی او هغه یې د جګړو د پيل او پراختیا لپاره یوه هڅه بللې ده، خو افغان حکومت بیا محتاطانه چلند کړی دی او وايي، هیله لري چې د ایران او امریکا تر منځ ټول کشمکشونه د خبرو له لارې حل شي. پاکستان هم د سولې او احتیاط غوښتنه کړې ده. سعودي عربستان پر دواړو لورو د زغم غږ کړی دی. روسیه بیا وایي چې امریکا د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل تر سره کړی دی او دوی په دې سختو شرایطو کې له ایران سره خپله همدردي څرګندوي. هندي رسنیو هم ویلي چې تر سلیماني بیا پاکستاني جنرالان ډېر د وژل کېدو مستحق دي، ځکه دوی کلونه په افغانستان کې جګړه مخ ته وړې، د ترهګرو ملاتړي دي، له دوی استفاده کوي او دغو ډلو ته د روزنې او تجهیز زمینه برابروي.

ShareTweetShare

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

چین او روسیه نړۍ ته ځانګړي مسؤلیتونه لري

مې 10, 2025

د برازيل ولسمشر لويز اناچیو لولا دا سيلوا به له چين څخه لیدنه وکړي

مې 10, 2025

بېجینګ: هند او پاکستان د سولې او ثبات ته لومړیتوب ورکړي او زغم د وساتي

مې 10, 2025

شي جين پينګ د سلواک له صدراعظم روبېرټ فيکو سره وکتل

مې 10, 2025
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In