یکشنبه, مارچ 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

    فطرت: د پاکستان د برید له کبله تورخم کې ۳۰۰ میلیونه زیان اوښتی

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

  • نړۍ

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

    فطرت: د پاکستان د برید له کبله تورخم کې ۳۰۰ میلیونه زیان اوښتی

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

  • نړۍ

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

اریانا د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

حمیدالله حمیدي

جنوري 12, 2020
in پوهنتون
0 0

اریانا د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د لومړي ځل لپاره خپلې چارې په ۲۰۰۴  ز کال کې په پېښور ښار کې پیل کړې دي او د هغو افغان مهاجرینو لپاره یې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې وه، چې په پېښور کې یې د مهاجرت شپې او ورځې تېرولې. د لوړو زده کړو دې موسسې هغه وخت څلور پوهنځي (معالجوي طب، حقوق او سیاسي علوم، اقتصاد او انجنیري) درلودل. هغه وخت د دې موسسې په یادو پوهنځیو کې عملاً محصلین پر زده کړو بوخت وو.

د اریانا د لوړو زده کړو موسسې د کابل د څانګې مسووله استاده پوهنمل طاهره دانشمل وایي، کله یې چې موسسه افغانستان ته را نقل کړه، نو په ۲۰۰۹ ز کال کې یې افغان حکومت ته وسپارله چې محصلین یې بیا د پکتیا پوهنتون په چوکاټ کې جذب شول او یاده موسسه هم په دې پوهنتون کې مدغمه شوه. په ۱۳۸۶ لمریز کال کې اریانا د لوړو زده کړو موسسې له سره په جلال اباد ښار کې فعالیت پیل کړ او موسسه یې رسماً له لوړو زده کړو وزارت سره ثبت او راجسټر شوه. په جلال اباد ښار کې له فعالیت سره سم، دې موسسې څلور پوهنځي (معالجوي طب، اقتصاد، انجنیري او حقوق او سیاسي علوم) درلودل. په ۱۳۹۰ لمریز کال کې اریانا د لوړو زده کړو موسسې په کابل ښار کې هم څانګه پرانیسته، ذکر شوي څلور پوهنځي یې فعال کړل او محصلین یې ورته جذب کړل.

دا چې له دې وړاندې به خصوصي پوهنتونونو په کال کې دوه ځله د کانکور ازموینه اخیسته، نو د اریانا د لوړو زده کړو موسسې مسووله طاهره دانشمل وایي، چې د طب پوهنځي ډېری محصلین یې په دولتي ازموینه او هغه ازموینه کې چې د عامې روغتیا وزارت له خوا اخیستل کېږي، بریالي شوي دي. اغلې دانشمل وایي، چې د څلورو واړو پوهنځيو فارغ شوي محصلین یې اوسمهال په ځینو دولتي او غیر دولتي ادارو کې پر کار بوخت دي. دانشمل وایي، هر پوهنځی یې دوه دوه ډېپارټمنټونه لري، چې د نظري زده کړو تر څنګ یې د محصلینو لپاره د عملي زده کړو زمینه هم برابره کړې ده. دا چې په ټوله کې اریانا د لوړو زده کړو موسسه څومره محصلین لري، اغلې دانشمل یې په اړه بې خبري وښوده، خو وایي چې د محصلینو څلوېښت سلنه یې ښځینه دي.

د اریانا د لوړو زده کړو موسسې د کابل څانګې مسوولې که څه هم په څلورو پوهنځیو کې د تدریس کوونکو استادانو د کره شمېر په اړه څه ونه ویل، خو وایي چې ټول استادان یې د دوکتورا او ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې لري. اغلې دانشمل وایي، چې د لوړو زده کړو د نوي قانون له مخې، له دې وروسته په پوهنتونونو کې لېسانس کسان د استاد په توګه پر دنده نه شي ګومارل کېدای، نو همدې ټکي ته په پام سره دوی هم په ټولو پوهنځیو کې د دوکتورا او ماسټرۍ درلودونکي کسان چې تر څنګ یې د ښې تجربې درلودونکي هم دي، پر دندو ګومارلي دي.

د اریانا د لوړو زده کړو موسسې د کابل څانګې مسووله استاد پوهنمل طاهره دانشمل وایي، چې د لوړو زده کړو د نوې مقررې له مخې، د طب پوهنځي لپاره په کال کې تر سلو نویو محصلینو زیات کسان نه شي جذب کولی، خو په نورو پوهنځیو کې بیا محدودیت نشته. خو له دې سره سره اغلې دانشمل وایي، چې په ټوله کې یې د جذب کچه د تېرو کلونو په پرتله را ټیټه شوې ده، ځکه له یوې خوا په کابل ښار کې د خصوصي پوهنتونونو او لوړو  زده کړو  موسسو شمېر زیات شوی او له بلې خوا امنیتي او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې دي، چې په ټولو پوهنځیو کې یې د نویو محصلینو د جذب کچه را ټیټه شي.

اغلې دانشمل وایي، له لومړي سره یې چې کله د موسسې د بنسټ ډبره کېښوده، اصلي موخه یې د افغانستان خلکو ته په ځانګړې توګه ځوان نسل ته خدمت کول او هغوی ته د لوړو زده کړو د اسانتیاوو برابرول وو، نه د پیسو ګټل. نو له همدې کبله یې په فعالو څلورو پوهنځیو کې د محصلینو لپاره د پام وړ تخفیف ورکاوه او ان داسې محصلین هم وو چې وړیا یې په دې موسسه کې زده کړې کولې. خو اغلې دانشمل وایي، چې په دې وروستیو کې یې له یوې خوا موسسه له یو لړ اقتصادي ستونزو سره مخ شوې ده او له بلې خوا لوړو زده کړو وزارت په طب پوهنځي کې د محصلینو د جذب کچه راټیټه کړې ده او تر څنګ یې دولت ته لوړه مالیه ورکوي، نو د پخوا په څېر محصلینو ته تخفیف نه ورکوي. خو دانشمل وایي، له ځینو موسسو او ادارو سره د هوکړو له مخې یې ځینو محصلینو ته څلوېښت سلنه تخفیف په پام کې نیولی دی.

د لوړو زده کړو دغه موسسه د خپلو محصلینو او استادانو لپاره مجهز کتابتون لري، چې د پوهنځيو اړوند او نور اسلامي، اقتصادي، سیاسي او نور بېلابېل کتابونه پکې موجود دي. اغلې دانشمل وایي، په کتابتون کې یې د محصلینو د مطالعې لپاره هم ځای ځانګړی کړی دی، څو محصلین او استادان وکولای شي په دې ځای کې مطالعه وکړي. د فزیکي کتابتون تر څنګ، اریانا د لوړو زده کړو موسسه ډیجیټالي کتابتون هم لري چې محصلین یې کولای شي له دې کتابتون څخه هم د خپلې مطالعې او څېړنې لپاره ګټه واخلي. د کتابتون تر څنګ، دغه موسسه کمپیوټر لب هم لري، چې محصلین کولای شي له انټرنېټ څخه یې ګټه واخلي، په انلاین ډول کتابونه وپلټي او له نویو معلوماتو ځان خبر کړي.

د یادې موسسې د کابل څانګې مسووله وایي، چې په کور د ننه او بهر دواړو کې له پوهنتونونو سره ښې اړیکې لري. اغلې دانشمل وایي، په هندوستان کې له یوه پوهنتون سره د علمي اړیکو او هوکړو له مخې یې ځینې محصلین هلته د لا نورو لوړو زده کړو او سه تاج دورې پوره کولو لپاره استولي دي. دغه راز یاده موسسه غواړي چې په نږدې راتلونکي کې په قزاقستان کې هم له یوه پوهنتون سره د علمي اړیکې یوه هوکړه لاسلیک کړي.

د ترانسپورټ امکانات، په ټولو پوهنځیو کې د نظري زده کړو تر څنګ د عملي زده کړو د زمینې برابرول، د محصلینو د وړتیا لوړولو لپاره وخت ناوخت سیمنارونه او ورکشاپونه او دغه راز د مشورې مرکز هغه امکانات دي، چې اریانا د لوړو زده کړو موسسې د خپلو محصلینو په واک کې ورکړي دي.

د دې موسسې اداره د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه وایي، چې غواړي په لومړي سر کې د معیارونو تر پوره کولو وروسته، له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع وکړي، نور پوهنځي ایجاد کړي، د ماسټرۍ پروګرام پیل کړي، د پوهنتون لپاره خپله او معیاري ودانۍ ولري، استادان یې د لا ډېرو تجربو تر لاسه کولو لپاره بهرنیو هېوادونو ته واستوي، له بهرنیو پوهنتونونو سره د علمي اړیکو هوکړې لاسلیک کړي او په ټوله کې د سیمې په کچه یو معیاري پوهنتون و اوسي.

د اریانا د لوړو زده کړو موسسې اداره له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي، چې دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته په یوه سترګه وګوري او د متوازن پرمختګ زمینه ورته برابره کړي. د دې موسسې د کابل څانګې مسووله وایي، چې ډېره لوړه مالیه ورکوي، د پوهنتون لپاره یې ودانۍ په کرایه نیولې ده، د برېښنا لوړ بېل تحویلوي، نو دوی له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې په دې برخه کې د دوی ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او هغه امکانات چې دولتي پوهنتونونو د دې پوهنتونونو استادانو او محصلینو ته په واک کې ورکړي دي، د خصوصي پوهنتونونو په واک کې هم ورکړي.

 

 

Share11Tweet4Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

مارچ 8, 2026

امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

مارچ 8, 2026

هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

مارچ 8, 2026

فطرت: د پاکستان د برید له کبله تورخم کې ۳۰۰ میلیونه زیان اوښتی

مارچ 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In