قابوس بن سعید چې په عمان کې واک ته ورسېد، نو ایله په دغه وران، وروسته پاتې او له پښو لوېدلي هېواد کې د پرمختګ او نوښت ساه وچلېده. له همدې امله سلطان قابوس په عمان او ټوله سیمه کې له درناوي برخمن دی. هغه په خپلو پلانونو او پرمختګ غوښتونکو افکارو پر دې بریالی شو، چې وروسته پاتې عمان د پرمختګ او ودې لارې ته برابر کړي. سلطان قابوس بن سعید بن تیمور البوسعیدي د ۱۹۴۰ز کال په نومبر کې په صلاله کې زیږېدلی دی. په عربي کې یې رسمي لقب جلالة السلطان المعظم قابوس بن سعید آل سعید دی. ده په عربي هېوادونو کې تر ټولو ډېره پادشاهي کړې ده او په ټولو عربي پادشاهانو کې دی محبوب کس و او ولس یې درناوی ورته درلود. منځلاری سړی و او سیاست یې له ټولو سره دوستي له هېچا سره دښمني و. په دې مانا چې له هېچا سره یې د دښمنۍ او تقابل سیاست نه درلود، خو له ټولو سره یې د ښو اړیکو سیاست خپل کړی و.
په عمان کې د بوسعید کورنۍ سلطنت په ۱۷۴۱ز کال کې رامنځ ته شو. مام احمد بن سعید د عمانیانو په منځ کې له ځانګړي ځای او احترامه برخمن و. لامل یې هم دا و چې دی له اوږدو کشمکشونو په عمان کې د امنیت په تامین بریالی شو. ده وکړی شوی چې کشمکشونه ختم کړي او دغه هېواد د بې نظمیو له دامه خلاص کړي. قابوس د اباضي فرقې و. دا کورنۍ په سنتي لحاظ په عمان کې واکمنه وه. قابوس د خپلو زده کړو لومړنۍ مرحلې او ماشومتوب په خپل اصلي ښار صلاله کې تېر کړل. په شپاړس کلنۍ کې د خپل پلار په لارښوونه انګلستان ته ولېږل شو. ده دوه کال په سلطنتي ښوونځي کې زده کړې وکړې. وروسته د یوه کال لپاره د برېټانیا په ځمکني پوځ کې پر کار بوخت و. بیا یې د آلمان په پوځ کې دنده واخیسته او د غربي المان د پوځ غړی و.
د سلطان قابوس د خصوصي زده کړو دوره په یوه کال کې بشپړه شوه او په ۱۹۴۶ز کال کې بېرته عمان ته لاړ. سلطان قابوس چې کله خپل هېواد ته راوګرځېد، نو له ځان سره یې د انګلستان او المان ذهني انځور هم درلود. دلته یې د خپل هېواد وضعیت وځوراوه او دا هڅه یې کوله چې اصلاحات او وده راولي. سلطان قابوس له موسیقي سره مینه لرله، غوښتل یې کلاسیکه موسیقي وده وکړي او وپالل شي. د دې تر څنګ یې د مډرنې نړۍ ډېر پرمختګونه خوښېدل، خو په عمان ډوله دودیز هېواد کې د هغه افکارو بازار نه درلود او حکومت یې د پلي کولو اجازه نه ورکوله.
سلطان قابوس د عصري زده کړو تر څنګ چې کله خپل هېواد ته را وګرځېد، نو وضعیت ته په کتو یې د اسلامي احکامو او اسلامي شریعت په زده کړه او مطالعه لاس پورې کړ. د عمان د تاریخ لوست ته یې مخه کړه او په دغه هېواد کې یې پخوانۍ سیاسي اړو دوړ او سیاسي وضعیت و ارزاوه. ده له یوې خوا نوي افکار لرل، خو له بلې خوا ده ته د پرمختګ زمینه نه وه برابره، ځکه پلار یې دودپالی و او د نوو مسایلو مخالفت یې کاوه، له همدې امله یې دا پرېکړه وکړه چې د خپل پلار پر ضد کودتاه وکړي.
سلطان قابوس بریالی شو چې په ۱۹۷۰ز کال کې د یوې ارامه او له وینې تویېدنې پرته د کودتاه پر مټ ځان واک ته ورسوي. ده د کودتاه پر مهال دېرش کاله عمر دلود. دغه مهال عمان یو منزوي، بېوزله او یوازې پاتې عربي هېواد و. دا د سلطان قابوس لپاره د ستونزو د پای په مانا نه وه، بلکې له کودتاه سره هممهاله نوې ستونزې پیدا شوې. ده نه یوازې دا چې موافقین لرل، مخالفین یې هم لرل. ځکه عمان په تاریخي لحاظ یو دودپالی هېواد دی، نوي څه خلکو ته د منلو نه وو، اصلاحات یې نه غوښتل او د خپل پلار پر وړاندې د سلطان قابوس کودتاه دوی ته ناروا او سپک عمل ښکارېده.
له ۱۹۶۲ز کال وروسته چپي وسله والو د پخواني شوروي اتحاد او چین په ملاتړ د سلطان قابوس پر ضد تحرکات پيل کړل. دوی د عمان په ختيځ کې د ظفار په نامه یوه وسله واله جبهه جوړه کړه او په ښکاره توګه یې شعار دا و، چې د سلطان قابوس حکومت ړنګوي. دې جګړې کلونه دوام وکړ او لسګونه کسان پکې ووژل شول. هغه مهال په ایران کې پهلوي کورنۍ واکمنه وه. محمد رضاشاه پهلوي هم د کمونېزم ضد سړی و او نه یې غوښتل چې په سیمه کې د شوروي له ملاتړه برخمن کسان واک ته ورسېږي. په همدې موخه یې پوځي قطعې د سلطان قابوس مرستې ته ور ولېږلې. په ۱۹۷۵ز کال کې دغه جګړه پای ته ورسېده او د سلطان قابوس مخالفانو ماتې وخوړه. له همدې ورځې وروسته د ایران او عمان تر منځ اړیکې ښې وې او ډېری عربان بیا وايي چې سلطان قابوس هسې د ایرانیانو پر مټ په واک کې پاتې شوی دی. خو په هغه وخت کې د ایران ګټو هم دا تقاضا کوله چې د سلطان قابوس حکومت وساتي او کمونېزم ته د ریښې غځولو موکه ور نه کړي.
سلطان قابوس د سلطان سعید بن تیمور او شاهزادهګۍ مزون المشعني یوازینی زوی و. قابوس په ۱۹۷۶ز کال کې د خپل کاکا له لور سره واده وکړ، خو دا اړیکه تر ډېره ونه پالل شوه او دواړه له یو بل بېل شول. سطان قابوس له دې وروسته بیا واده ونه کړ. له همدې امله هېڅ اولاد هم نه لري چې دې مسئلې د عمان په شاهي نظام کې ستونزې هم جوړې کړې. ځکه ده ځایناستی نه درلود چې تر مړینې وروسته یې واک ته ورسېږي. د قابوس تر مړینې وروسته په عمان کې د واک د لېږد مسئله پېچلې شوه.
سلطان قابوس د پرمختګ او مډرنې نړۍ ارمانجن و. ده دا هیله لرله چې عمان هم لکه د نړۍ نور هېوادونه امن وي، پرمختللی وي او له نړیوالو سره ښې اړیکې ولري. مخکې مو هم وویل چې عمان یو منزوي هېواد و، هېچا ورسره راکړه ورکړه او راشه ورشه نه لرل. سلطان قابوس خپل امکانات و ارزول، خپله وړتیا یې و ارزوله او د همدې پر بنسټ یې د خپل هېواد لپاره سیاسي او اقتصادي لیدلوری جوړ کړ. هغه په خپله ۴۵ کلنه واکمنۍ کې د عمان له نفتي ذخیرو او منابعو په استفادې دغه هېواد ته اوږدمهاله اقتصادي لیدلوری وټاکه. ده له همدې ټکي په استفادې د فارس خلیج کې دغه پراته هېواد ته د پرمختګ لار جوړه کړه. د ژوند معیارونه او سټنډرډونه یې پکې لوړ کړل، اقتصاد یې پیاوړی کړ، سیلانيتوب یا سیاحت یې پر صنعت بدل کړ او پر دغه هېواد یې د خلکو لار راماته کړه. د ټولنیزې اصلاح لپاره یې مټې بډ وهلې، اقتصادي ودې ته یې بنسټیز ګامونه اوچت کړل، د فرهنګي ساتنې لپاره یې کار وکړ، د تعلیم تربیې په برخه کې یې مهم پلانونه عملي کړل، چې همدا اقدامات بیا وروسته د عمان د رنسانس په نامه یاد شول. مخکې مو هم یادونه وکړه، چې ده په یوه محافظه کاره او دودیزه ټولنه کې د مډرنې نړۍ فعالیتونه تر سره کول، نو ځکه یې کارونو ته په درنه سترګه کتل کېږي.
سلطان قابوس یوازې خپل هېواد ته د ننه متوجه نه و، بلکې د سیمې او نړۍ وضعیت یې هم ارزاوه او د دې اړتیا یې درک کوله چې د خپل هېواد لپاره یوه ثابته سیاسي تګلاره جوړه کړي. دی بریالی شو چې عمان له یوه منزوي هېواده په سیمه کې پر یوه سوله ییز او مهم لوبغاړي بدل کړي. د سیمې د هېوادونو په سیاسي معادلاتو کې وروسته عمان ځانګړی ځای خپل کړ او په لویو مسایلو کې به یې د منځګړي دنده تر سره کوله او نن هم په همدې موقف کې دی. د دې منځګړیتوب تر ټولو مهمه پایله د ایران او نړۍ د قدرتونو تر منځ د اټومي هوکړې رامنځ ته کېدل وو. عمان لومړنی هېواد و چې د اټومي هوکړې پر سر یې د بحث او خبرو وړاندیز وکړ او د لومړي ځل لپاره د امریکا او ایران تر منځ د پټو خبرو کوربه و. همدا خبرې د دې لامل شوې چې وروسته د امریکا او د نړۍ ځواکمنو هېوادونو تر منځ اټومي هوکړه رامنځ ته شي، چې بیا وروسته د ټرمپ له لوري لغوه شوه. ایران هم عمان ته په درنه سترګه کتل او لا هم دغه هېواد ته درناوی لري. د ایران مذهبي مشر به د عمان پادشا ته د سیمې د محترم کس خطاب کاوه. ده هڅه کوله چې له ایران سره د سیمې د هېوادونو ستونزې راکمې کړي او همدا راز د فارس خلیج د نورو هېوادونو تر منځ د کشمکشونو لړۍ پای ته ورسوي. سلطان قابوس له هېڅ هېواد سره د اړیکو پرېکولو پلوی نه و.
سلطان قابوس په سیمه کې د یوه سوله ییز شخصیت او همدا راز منځګړي حیثیت درلود. د یمن په مسئله کې یې ډېره هڅه دا وه چې هر څه د خبرو له لارې حل شي. هغه د ښکېلو لورو تر منځ په ځلونو د مصالحې او مذاکراتو وړاندیز وکړ. په دې برخه کې یې عملي هڅې هم وکړې. د سلطان قابوس په هڅو څو ځله د یمني یاغیانو او عرب چارواکو تر منځ پټې خبرې هم وشوې. د همدې خبرو په لړ کې په یمن کې اوس پنځه کلنه جګړه یو څه ارامه شوې ده او نښتې کمې شوې دي.
سلطان قابوس دا ځان ته یو هدف ټاکلی و، چې په نړیواله کچه به د عمان د دوستانه اړیکو کړۍ پراخوي. ان له اسراییلو سره یې هم ښې اړیکې پاللې. په ۲۰۱۸ز کال کې په یوه ناڅاپي سفر د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو عمان ته لاړ. دا په تېرو دوو لسیزو کې عمان ته د لومړني اسراییلي چارواکي سفر و. په دې توګه یې غوښتل چې په سیمه کې هېڅ مخالف ونه لري؛ ځکه عمان له سختو مرحلو تېر شوی و، نو اوس د دې وخت و چې دغه هېواد په اقتصادي او مثبتو سیالیو کې د نړیوالو سیال شوی وای.
د سلطان قابوس حکومت یوازې د خلکو له ملاتړه برخمن نه و، بلکې مخالفین یې هم لرل. په ۲۰۱۱ز کال کې د عرب پسرلي په نوم لاریونونه په عمان کې هم پيل شول. سلګونو کسانو په لاریونونو کې برخه اخیسته او د کار زیاتېدو، د معاشونو د زیاتېدو او اصلاحاتو غوښتنه یې کوله. دغه لاریونونه دری میاشتې اوږده شول، له دې وروسته سلطان قابوس په کابینه کې اصلاحات راوستل او څو څوکۍ یې نورې په مشورتي مجمع کې ور زیاتې کړې. نوموړي د عمان وګړو ته اجازه ورکړه، چې د ښاري شوراګانو لپاره ټاکنې وکړي او د خپلې خوښې کس واک ته ورسوي. د دې تر څنګ د بشري حقونو مدافع بنسټونه بیا وایي چې د سلطان قابوس حکومت د بیان ازادۍ او دغه راز د بشري حقونو فعالین ځپلي دي. دوی پر ده دا نیوکه هم کوي چې د رسنیو فعالین یې محکوم کړي دي او هغه یې ځپلي چې د ده پر ضد یې څرګندونې کړې دي.
سلطان قابوس له کلونو راهیسې د سرطان له ناروغۍ کړې ده. نږدې یو کال کېده چې د رسنیو له مخې لرې و. د ۲۰۱۹ز کال په ډسمبر کې بلژیک ته د درملنې لپاره لاړ او د تېرې شنبې په ورځ په مسقط کې ومړ. سلطان قابوس د ځان او هېواد لپاره ډېر څه وګټل. هغه د سیمې د شتمنو پادشاهانو په کتار کې راتلو. د نوموړي د مړینې په مناسبت په عمان کې دری ورځې ملي ماتم اعلان شوی و.