میشل فوکو د نړۍ په کچه مشهور فرانسوی لیکوال، فیلسوف، تاریخ لیکوال، لرغونپوه او معاصر متفکر دی. دی په یوه شتمنه کورنۍ کې زیږېدلی دی. پلار یې پل فوکو نومېده، شتمن جراح و. په ۱۹۲۶ز کال کې د اکټوبر په ۱۵مه د فرانسې د سنت موار په پواتیه سیمه کې زیږېدلی دی. لومړی یې نوم پول و، خو وروسته یې میل فوکو نوم غوره کړ. دی د فکري نظامونو د تاریخ په مرکز کې د ځانګړې علمي څوکۍ خاوند و، همدا راز یې د فرانسې په دو فرانس کالج کې تدریس کړی دی. د نیویالک په ایالتي پوهنتون او د کالیفرنیا پوهنتون په برکلي کې یې استادي کړې ده. دی ځکه مشهور دی چې د ټولنې، سیاست او تاریخ په اړه یې مهم او انقلابي نظریات درلودل. دی د شلمې پېړۍ له مهمو متفکرانو ګڼل کېږي. فوکو همدا راز د پست مدرنېزم جریان له مخکښانو او رهبرانو ګڼل کېږي. وروسته یې له دې بهیر سره پرېکون وکړ، ده وویل چې په پست مدرنېزم بهیر کې نور کار نه لري، خو سره له دې هم دی د دې بهیر مخکښ او له رهبرانو ګڼل کېږي. دی بیا وایي چې د نیچه ملاتړی دی او د هغه پیروي کوي.
مخکې مو هم یادونه وکړه، چې فوکو په یوه شتمنه کورنۍ کې زیږېدلی و. د ځوانۍ عمر یې له سختو هسکو ټيټو ډک و. له رواني ستونزې سره مخ و، چې بیا یې د خپلې ځوانۍ ډېره برخه د رواني ارامتیا په یوه مرکز کې تېره کړه. هلته له لویې آلتوسر سره معرفي شو. آلتوسر دی وهڅاوه چې مارکسیست شي، خو فوکو پېچلی شخصیت درلود. اریبون هغه کس دی چې د فوکو ژوندلیک یې لیکلی دی. دی وایي، فوکو یو پېچلی شخصیت دی، د ده د ټولو اړخونو راسپړل اسانه کار نه دی او په اسانه یې تشریح سخته ده. د هغه پر اخلاقي چلندونو هم ډېری لیکوالانو او تحللګرانو نظریات لیکلي دي او د ده ځینې کړنې یې غندلې دي.
کلونه کېږي چې میشل فوکو له دې نړۍ تللی دی، خو لا هم د هغه نظریات ډېرو ته د اهمیت او ارزښت وړ دي. د فوکو بریا په دې کې ده چې د خپلو همعصرو پر خلاف یې نظرونه ورکړل او د دوی خبرې یې کټ مټ ورسره ونه منلې. د هغه نظریات فوق العاده جذابیت لري. د پوهې د څرنګوالي، قدرت، ټولنیز جوړښت او نورو ورته مسایلو په اړه د هغه نظریات او تحلیلونه لا هم تاریخي او مهم ګڼل کېږي. د ده نظریات لا هم د عقلانیت د پیاوړتیا او قوت لپاره مهم دي. ښايي ډېرو ته دا عجیبه وي، چې په تېرو لسیزو کې یوه ډله فیلسوفانو، د فلمي ستورو په څېر محبوبیت او شهرت ګټلی دی. د بېلګې په توګه، هایدګر تر دویمې نړیوالې جګړې مخکې یوازې په آلمان او ځینو نورو شاوخوا هېوادونو کې مشهور فیلسوف و، خو تر جګړې وروسته سره له دې چې له نازیانو سره یې فکري نږدېوالی درلود، ناڅاپه نړیوال شهرت ته ورسېد.
خو میشل فوکو هم د اویایمې لسیزې له دویمې نیمايي وروسته تر خپل مرګ پورې د نړۍ تر ټولو نوموتی فلسفي شخصیت و. هغه له دې وروسته د نړۍ په کچه مشهور و. د میشل فوکو فکر د اسلامي نړۍ په ځینو هېوادونو لکه ایران کې هم ښې ریښې وځغلولې. ده به تر ډېره د ایران د انقلاب پېښې لیکلې او له فلسفي بحثونو سره یې ګډولې. فوکو به تل کل سر ګرځېده. ده جذابه وینا کوله، مخاطبان یې ښه جذبولی شوای. پر ټولو یې اغېز کاوه. د میشل فوکو پیاوړې ژبې او منطقي بحث د هغه جذابیت دوه چنده کړی و. ښه به وي چې د فوکو د ژوند پر ځینو مسایلو رڼا واچوو؛ ځکه د دوو لسیزو په اوږدو کې د هغه نظریات ډېر وخت بدل شوي دي. فوکو ډېر کم ځان فیلسوف بولي، خو تر ډېره ځان ته د منتقد کلمه او لقب کاروي. فوکو په پست مدرنېزم کې د پیاوړو نظریاتو د موجودیت له امله ډېر مشهور شو. فوکو ویل، ژبه د نړۍ حقیقت نه بیانوي، بلکې د شخصي تجربو انعکاس دی. ده د انسان پېژندنې په مطالعاتو کې وویل، چې د ژبې د کارونې او قدرت تر منځ یو ډول تړاو موجود دی. په داسې توګه چې ژبه د قدرت لرونکو او امتیاز لرونکو لپاره د وسیلې په توګه کار ورکوي. په همدې توګه دوی کولی شي په ټولنه کې خپل ټولنیز او سیاسي موقف لوړ کړي او یا یې وساتي.
د فوکو په اړه ویل کېږي هغه چې په هر معیار وسنجول شي، د شلمې پېړۍ یو پیاوړی متفکر دی. د هغه نظریات تل په بېلابېلو مجلسونو کې د بحث موضوع وي. ده تر ډېره په ټولنه کې د واک یا قدرت په اړه تحقیقات او لیکنې کړې دي. ده په ټولنه کې د قدرت په اړه تحقیقات کړي دي، د دې مسئلې د اصلي جرړې په پیدا کولو پسې وتلی دی. د فوکو فکر په حقیقت کې په فرانسه کې د شپېتمې او اویایمې لسیزې د اشوبونو او ګډوډیو محصول دی. فوکو وایي، په ټولنه کې ټولې ټولنیزې اړیکې په حقیقت کې د قدرت اړیکې دي. دی وايي، قدر په دې مانا نه دی چې ته دې ارو مرو واکمن وي یا دې په واک کې پاتې شي؛ بلکې واک او قدرت د اړیکو د قوت سبب ګرځي.
فوکو د یوې ګډې وډې او له ناندریو ډکو زمانې انسان و. ده د ځوانۍ په وخت کې د فرانسې سړکونه او د پوهنتونونو مخې له لاریونونو او ناندریو ډکې وې. محصلینو به د سیاسي اقتدار پر وړاندې غبرګون ښوده او پر وړاندې به یې درېدل. د خلکو ژوند بدل شوی و. دوی ان غوښتل چې د کور د ننه او بهر چارې هم سره تقسیم کړي. دوی به ویل، دا باید معلومه وي چې د بهر کارونه او د کور کارونه څوک وکړي. پر همدې بنسټ د فوکو نظریاتو هم وده کوله او د ژوند په ټولو برخو کې یې د قدرت او انساني غوښتنو په اړه تحقیقاتو ته مخه کړه.
داسې یو تصور دی چې قدرت بل څه نه دی، یوازې هغه وړتیا ده چې د قدرت لرونکي یې لري، دوی هڅه کوي چې خپله اراده او پلانونه پر هغو عملي کړي چې قدرت نه لري، یا پر دوی هغه کارونه کوي چې کړلو ته یې زړه نه ښه کوي. فوکو پر دغه نظریه نقد کوي. دی وایي، قدرت تر ډېره یوې تګلارې ته ورته دی، د کارونو د تر سره کولو بڼه ده، نه هغه څه چې تاسې غواړی تر لاسه یې کړی. دا د اړیکو یو نظام دی چې په ټوله ټولنه کې له کورنۍ، ښوونځي، ادارې، نارینه، ښځينه او نورو ټولنیزو ډلو تر منځ خور دی. نو قدرت یوازې دا نه دی، چې د پولیسو او دولت په څېر یوازې د ځانګړو بنسټونو تر منځ موجود دی او دوی یې د نورو د ځپلو لپاره کاروي. مارکسیستانو د دوی خلاف نظر ورکاوه، ویل به یې چې باید له لوړې طبقې قدرت عملي شي او همداسې راشي.
له همدې امله فوکو په ځینو سیاسي فعالیتونو کې هم برخه اخیسته. ده د داسې لاریونونو په تنظیم کې هم لاس درلود، چې واک یې ځپلو او د با سلطه واکمنانو پر ضد یې اقدامات کول. ده پر ښځو د نارینه وو له سلطې سره مخالفت کاوه، د واکمنانو افراطي فعالیتونه یې نه خوښول او پر دې ډول بنسټونو او فعالیتونو یې بریدونه کول.
فوکو د تنبه او مراقبت په نامه کتاب کې نور بحثونه هم کوي. دی وایي، په ټولنه کې د اصلاحاتو لپاره سره له دې چې لکه د تېر په څېر مجازات نه عملي کېږي، خو بیا هم د نظارت یوه نوې بڼه د مجازاتو پر ځای کارول کېږي. دی د زندانونو په اړه لیکل کوي چې واکمنان د واک د ساتلو لپاره د تنبه یا مجازات کولو کوم قوانین کاروي. دی د هغه زندان مثال ورکوي چې لوړ برجونه لري او له دې برجونو د زندان ټولې کوټې څارل کېږي. له همدې امله وایي چې د مجازاتو بڼه نظارتي شوې ده، چې داخلي انضباط یې راوستی دی او دا پخپله د قدرت د اعمال یوه بڼه ده.
فوکو وایي، هره ټولنیزه رابطه د قدرت رابطه ده؛ خو د قدرت هره رابطه په دې مانا نه بولي، چې هرو مرو دې پر سلطه یا واکمنۍ ختمه شي. د ده په نظر، مډرن ټولنیز قدرت، د شبکه یي اړیکو پر بنسټ جوړ شوی نظام دی. په دې مانا چې کسان پخپله ځان د ځواکمنو په لومو کې ایساروي.
فوکو تر ډېره پر سیاست او ټولنیز نظام لیکنې کولې. هغه یو ازاد فکره انسان و او د دې ملاتړی و، چې د خلکو فکر ته باید درناوی وشي. هغه په همدې تړاو کتابونه لیکل او مقالې یې خپرولې. د ده مشهور اثار: د څېزونو نظم، د خبرو اترو نظام، مراقت او تنبه، د کلنیک پیدایښت، د لیونتوب تاریخ او د جنسیت تاریخ دي. ده نور کتابونه هم لیکلي دي چې تر ډېره بحثونو او خبرو اترو ته ورته دي، په هغه کې یې له چاپېریال او سیاسي چوکاټونو بحثونه او سوژې را اخیستې دي. د ۱۹۵۰ز کال په لومړیو کې فوکو د مشهور آلماني لیکوال فریدریش نیچه تر اغېز لاندې و، چې د ده پر فکر یې ډېر اغېز درلود.
د هغوی لپاره چې فکر کوي فلسفه باید د ابدي جوهر په لټه کې وي، د فوکو لیدلوری ورته اصلاً قانع کوونکی نه دی. خو هغه کسان چې په دې باور دي، چې هر فرد ابدي ښکاري، خو د بېلو نسلونو په چوکاټ او د بېلو جغرافیايي محدودو په منځ کې یې بدلون کړی دی، د هغوی لپاره د فوکو نظریات هم مهم دي. نوموړی وایي، انسانان ازاد ژوند کولی شي، خو د ازاد ژوند لپاره باید د قدرت پر ځای په ازادۍ پسې وي. د ده په خبره، یوازې ځواک نه دی چې انسان ازادولی شي؛ بلکې ډېر داسې څه شته چې انسان باید له هغه د ازادۍ لپاره ګټه واخلي. له همدې امله وایي چې انسان یوازې له ځواکه د تېښتې لپاره باید ازادي ونه وایي؛ بلکې په ډېرو ازادیو او ډېرو پرمختګونو پسې دې وي.
فوکو د انساني ژوند او د هغه د پیدایښت په اړه هم جالب نظریات لري. دی په دې باور دی چې د انسان نقش یا رول یې د خپل سرنوشت په ټاکلو کې کم دی او امکانات یې لږ په واک کې دي. دی وایي، علم د انسان په واک کې دی، ترې استفاده کولی شي، خو یوه ورځ به انسان لکه د سمندر د غاړې د اوبو ځک او ریګونه ورکېږي او محوه کېږي به. دې مسئلې هم پر میشل فوکو نیوکې ډېرې کړې. ډېرو ویل چې ده انسان پالنې ته شا کړې ده او یوازې خپل فکر ورته سم ښکاري. فوکو وایي، نننی انسان د علم زیږنده دی. په دې مانا چې د ده په خبره، علم انسان ته دا امکانات برابر کړل چې په اوسنۍ بڼه وي، که نه، انسان ځانګړی تعریف لري، تاریخ لري، وخت لري چې پوره شي او ختمېږي. دی په دې باور نه دی چې انسان دې ابدي وي، بلکې په دې باور دی چې ختمېږي او محوه کېږي.