د جین اسین لیکنې د دوو پېړیو په تېرېدو لا هم د نړۍ په تر ټولو ډېرو لوستل شوو او مشهورو اثارو کې راځي. لا هم لوستونکي لري، څېړنې ورباندې کېږي، نقدونه ورباندې روان دي او بالاخره ویلی شو چې د هغه پر اثارو بحثونه تر اوسه پای نه لري. ډېرو لیکوالانو جین استين له شکسپیر سره پرتله کړې ده، دا پخپله ښيي چې هغه څومره مهمه ده او په انګلیسي ادبیاتو کې څومره مهم ځای لري. استین په خپل ژوند کې شپږ ناولونه لیکلي دي. داسې اثار یې پنځولي چې لوستونکی ځان ته راکاږي، په ښکلا او صحنو کې ډوبېږي او له لوستلو خوند اخلي. استین داسې مهال ژوند کاوه چې د فرانسې او انګلستان تر منځ سړه جګړه روانه وه، خو دې جګړې د دغه مشهورې لیکوالې پر اثارو هېڅ راز اغېز نه دی لرلی. استین هېڅ وخت د جګړې په اړه، د خونړي وضعیت په اړه، د سیاسي حاکمیت او نورو ورته مسایلو په اړه څه نه دي لیکلي. په ژوند کې یې ډېرې سختۍ ولیدې. له ډېرو لوړو ژورو تېره شوه، هېڅ وخت یې واده ونه کړ او د عمر ډېره برخه یې د خپلې خور تر څنګ تېره کړه.
جین استین د ۱۷۷۵ز کال د ډسمبر په ۱۶مه د انګلستان په همشایر ښار کې زیږېدلې ده. نوموړې د خپلې کورنۍ اووم اولاد و. جین تر ځان مشران پنځه وروڼه او یوه خور لرل. د جین پلار جورج استین مذهبي کشیش و. پلار یې زیارکښ سړی و، سره له دې چې د دوی کورنۍ ډېره ګڼه وه، خو دی بریالی شوی و چې خپلې کورنۍ ته نسبتاً مناسب مالي وضعیت برابر کړي. دوی په ګډه ژوند کاوه، استین د همدې کورنۍ په چاپېریال کې لویېدله. دې له خلکو سره ډېره ناسته ولاړه نه لرله، پخپله یې هم د ځان په اړه ډېر څه نه دي لیکلي، څه چې شته دي لیکوالانو، شنونکو، څېړونکو او پوهانو یې د کتابونو له متنونو را ایستلي دی. تر ډېره یې شته معلومات له لیکونو را اخیستل شوي دي. جین خپلې خور ته لیکونه لېږل او دا لیکونه خوندي شوي دي. دوی دواړو په خپلو کې ډېرې ښې اړیکې لرلې او تل به یې یو بل ته لیکونه استول.
له یو بل سره د دواړو خویندو مینه د دوی له لیکونو ښکاري. دوی له یو بل سره ډېرې نږدې او صمیمي اړیکې لرلې دي. خور یې کاساندرا نومېده. دوی په همشایر کې ژوند کاوه، خو کله یې چې پلار ومړ، نو له دې ښار یې کډه وکړه او څو نورو ښارونو کې وګرځېدل. تر دې چې په پای کې په باث ښار کې هستوګن شول.له همدې امله په دغه ښار کې د جین استین په نامه اوس هم یوه لویه موسسه فعالیت کوي، هر کال په دې ښار کې د نوموړې په نوم مراسم جوړېږي، علمي کنفرانسونه جوړېږي، خلک پکې ګډون کوي او د نوموړې د اثارو تر څنګ، پر ډېرو نورو علمي او ادبي مسایلو بحثونه کوي.
استین له ډېر ماشومتوبه له لیکلو او لوستلو سره مینه لرله. ډېر وخت به یې په کور کې شته کتابونه او نور اثار لوستل. پلار یې د نوموړې پر دې استعداد پوه و. پر دې پوهېدلی و چې له لیکوالۍ سره مینه لري، نو ځکه یې د لیکلو ځانګړی بکس ورته ډالۍ کړی و، چې اوس هم د نوموړې په تاریخي کور کې د یوه تاریخي اثر په توګه ساتل شوی دی. دا بکس یې د پلار په سپارښتنه جوړ شوی و، پرانیستل کېدو، چرمي سطحه یې لرله، لیکل ورباندې کېدل، رنګو، قلمونو او پاڼو ته یې ځانګړي ځایونه لرل، استین به هم دا بکس هر ځای ته له ځان سره لېږدولو او ساتلو. له موسیقي ، له هنر، له ښکلا او له طبعیت سره یې مینه لرله.
جین استین د لیکوالۍ ځانګړی سبک لري. هغه په لیکلو کې له داسې طرز کار اخلي، چې نور ورته حیرانېږي، له ورایه ښکاري چې دا سبک د جین دی. هغه ځانګړې لیکنې کولې او انځورونه یې خورا ښایسته او زړه راښکونکي وو. د هغه لیکنې دومره جذابې دې چې لوستونکی د مرکزي کرکټرانو له حالت سره همغږی کوي. یا ان داسې هم کېږي چې ځان د کرکټر پر ځای بولي. هغه سره له دې چې په رومانتیکه توګه خپل کرکټران انځوروي، په ټولنه کې د اصلاح په موخه طنز هم کاروي. په کنایو او پيغورونو هڅه کوي چې ستونزې حل کړي. نوموړې هڅه کوي چې په ټولنه کې د ښځو ونډه ډېره کړي. د ناوړه دودونو پر وړاندې غږ اوچت کړي.
جین او خور یې چې ورو ورو لویېدې، کورنۍ یې پرېکړه وکړه چې پر دوی د کور تر څنګ، له کوره بهر هم زده کړې وکړي. په همدې لړ کې په ۱۷۸۳ز کال کې جین او کاسندرا اکسفورډ ته د زده کړو لپاره ولېږل شوې. هلته مېرمن آن کاوېلي د دوی استاده وه او له ځان سره یې ساوټهمپتون ته بوتلې. هلته دواړه خویندې ناروغې شوې او اړ شوې چې بېرته کور ته راستنې شي. ویل کېږي چې جین استین نږدې وه چې د دې ناروغۍ له امله مړه شي، خو وژغورل شوه. بیا یې د نجونو په یوه ښوونځي کې زده کړې پیل کړې. د ښوونځي په کریکولم کې فرانسوي ژبه، ځینې ادبي کتابونه، موسیقي، نڅا، ډرامه او نور هنري مضمونونه شامل وو. دلته تر څه زده کړو او تعلیم وروسته، استین او خور یې اړ شوې چې بېرته کور ته ستنې شي. لامل یې هم دا و چې دلته د دوی فیس لوړ و او دوی یې د پرې کولو وس نه درلود. نو جین او خور یې اړ شوې چې په کور کېني او هلته شته کتابونه او درسي مواد مطالعه کړي.
جین اسټین د ښوونځي تر پرېښودو وروسته په کور کې د خپلو وروڼو کتابونه لوستل. پلار یې هم دوی ته تدریس کاوه، په زده کړو کې یې مرستې ورسره کولې. په دې توګه نو د استین هنري ذوق د دوی په کور کې وپالل شو. پلار او وروڼو یې مرسته ورسره کوله.
استین له همدې ځایه لیکل او د لویو اثارو پنځول پیل کړل. څلورویشت کلنه وه چې د خپلو دوو مهمو اثارو د لیکلو لپاره یې طرحه جوړه کړه. د غرور او تعصب او د نورتانګر کلیسا اثارو لپاره یې طرحې جوړې کړې او لیکل یې پیل کړل. هغې څلور نور ناولونه هم ولیکل چې د ژوند پر مهال یې خپاره او چاپ شول. همدا راز یې دوه نور اثار دي چې استین د ناروغۍ له امله د هغو پر تکمیلولو بریالۍ نه شوه او مرګ یې دا اثار نیمګړي کړل. جین هم د نړۍ د سلګونو لیکوالانو په څېر د ژوند په وخت کې د چا په یاد نه وه. خو تر مرګ وروسته یې ډېرو پر اثارو او ژوند ساندې وویلې. کلونه وروسته یې خلک د اثارو پر ارزښت پوه شول. نقادان یې پر اثارو ورمات شول، لیکنې یې ورباندې وکړې، څېړنې پیل شوې او لیکنې یې خلکو ته د اهمیت وړ شوې. د ادبیاتو پوهان او څېړونکي پر دې پوه شول چې استین د نوو اثارو په پنځولو په انګلیسي ادبیاتو کې ډېر څه رامنځ ته کړي دي او انګلیسي ژبې ته یې ډېر څه ورکړي.
د برېتانیا حکومت اوس د جین استین فعالیتونو او کارونو ته د قدر په سترګه ګوري. درناوی ورته کوي او هر کال یې په ویاړ کنفرانسونه او نمانځغونډې جوړوي. دغه مراسم جین استین نومېږي او د برېتانیا د حکومت له لوري په رسمي توګه جوړېږي. د نوموړې ډېرې مجسمې په مهمو علمي مرکزونو او ښارونو کې جوړې شوې دي او برېتانویان د قدر په سترګه ورته ګوري. د برېتانیا دولت یې پر لس پونډي نوټ باندې انځور هم چاپ کړی دی. یو وخت کې پر دې مسئله اختلاف و، خو د خلکو له پرله پسې غوښتنو وروسته د برېتانیا شاهي کورنۍ اړ شوه چې د چارلز ډاروین پر ځای د لسو پوڼډو پر نوټ د جین استین انځور ولګوي. دا پرېکړه هم د جین تر مرګ کلونه وروسته وشوه. دا مسئله ښيي چې د جین فعالیتونو او اثارو پر انګلیسي ادبیاتو څومره اغېز لرلی دی او په انګلیسي فرهنګ کې د هغه د پنځونو ارزښت څومره ډېر دی.
د جستین شپږ چاپ شوي ناولونه دي چې په اړه یې لنډې خبرې کوو.
د عقل او احساس کتاب: دا د جین اسټین لومړنی چاپ شوی ناول دی. په دې ناول کې شخصیتونه یا کرکټر له ټوکو او ټکالو کمه استفاده کوي. دا ناول د دوو متفاوتو خویندو پر ژوند راڅرخي. یوه ډېر زغم لري، خو بله احساساتي او عصباني ده. یو کرکټر یې سره له دې چې بې تفاوته دی، خو له خپلې کورنۍ سره مینه لري. هڅه کوي، کورنۍ یې ښه وي او ارام ژوند ولري. په لنډه توګه ویلی شو چې په دې ناول کې د عقل او احساساتو کشمکش دی. د مینې کیسې، کورنۍ او د ژوند حقیقي اړخونه په داستاني او خوږه ژبه را اخیستل شوي او لیکل شوي دي.
کتاب غرور و تعصب: په دې ناول کې تر ډېره کرکټران شوخۍ کوي. کرکټران له بېلو موقعیتونو سره مخامخ کېږي. په دې ناول کې دا راوړل کېږي چې څنګه الیزابت په شته دودونو او سختیو کې په خپله مینه کې بریالۍ کېږي. څنګه خنډونه له منځه وړي. دا په حقیقت کې د ښځې له دیده د ستونزو او خنډونو د له منځه وړلو کیسه ده. په دې کې هم د ښځینه وو تر منځ ستونزې او پرتلې شته دي. غرور او تعصب په انګلیسي ادبیاتو کې د تر ټولو غوره ښځینه اثر ګڼل کېږي.
منسفیلد پارک کتاب: په دې کتاب کې د یوه خجالتي او عاجز بې جرئته ځوان کیسې راغلې دي. دا کرکټر تر ډېره صادق او پر سمه لار روان کرکټر دی. دا د استین تر ټولو غملړلی یا له خفګان ډک اثر ګڼل کېږي. خو سره له دې هم د طنز او ټوکو ځینې برخې لري. په دې کتاب کې د وفادارۍ، صداقت او اخلاص انځورونه شوې ده.
اېما کتاب: دا د استین تر ټولو مهم او پوخ اثر ګڼل کېږي. دا کتاب په لومړي سر کې په ټوکو او ټکالو پیلېږي. د جین د طنزي ژبې هنر او اوج په دې اثر کې لیدلی شو. دا کتاب د ډول ډول څېزونو او سبکونو له امله د ادبیاتو مینه والو ته ډېر خاص دی او مینه ورسره لري. دا په انګلستان کې د ښځینه وو پر احساساتو او عاطفي وضعیت باندې بحث کوي. د دوی حالت او رواني وضعیت یې انځور کړی دی.
مخکې مو هم وویل چې استین په ځوانۍ کې د ناول لیکل پيل کړل. هغه نه یوازې ناولونه لیکل، بلکې تر هغه وړاندې یې د خپلې کورنۍ د سرګرمۍ او خوشالۍ لپاره هم لیکنې کولې. د ژوند په وخت کې یې ډېرو کمو کسانو د دې په اړه معلومات لرل. هغه خپل څلورم ناول په ۴۱ کلنۍ کې چاپ کړ. دوه نور ناولونه یې تر مرګ وروسته چاپ شول. اووم او اتم ناول یې هېڅ وخت بشپړ نه شول. ویل کېږي چې هغه ناڅاپه ناروغه شوه او په ۴۱ کلنۍ کې مړه شوه، خو لا هم دا خبره دقیقه شوې نه ده. لا هم نه ده معلومه چې جین ولې مړه شوه او د مرګ اصلي لامل یې څه و؟ هغه د ۱۸۱۷ز کال د جون په ۱۸مه د شپږو مکملو ناولونو تر لیکلو وروسته له دې نړۍ لاړه. هغه لاړه خو په نړیوال ادب کې یې ځلانده نوم پرېښود، چې برېتانیا ته ویاړ بلل کېږي.