سیمون دو بووار له نن څه باندې سل کاله مخکې په فرانسه کې دې نړۍ ته راغلې ده. هغه د شلمې پېړۍ تر ټولو مشهوره، روشنفکره او پیاوړې مېرمن وه. هغې نه یوازې په ادبیاتو، بلکې په فلسفه، ټولنیزو مبارزو او د ښځو د حقونو په تامین کې ځانګړی نوم درلود. دو بووار داسې مهال په خپله ټولنه او فرانسه کې فعالیت او مبارزه پيل کړه، چې د ښځو لپاره ژوند سخت و. دا په اروپا او فرانسه کې لومړنۍ ښځه ګڼل کېږي چې د ښځو د زده کړو لپاره یې مبارزې وکړې او دغه راز یې خپلې زده کړې تر هغې کچې پورې ورسولې چې هغه مهال به نورو نارینه وو رسولې. نوموړې نه غوښتل چې په دې توګه ځان له نارینه وو سره برابر کړي، په دې مانا چې ځان ته یې نارینه هویت نه غوښت او نه یې هم غوښتل نارینه تر ځان ټيټ وبولي، خو هدف یې دا و چې ټول انسانان باید تر خپلې وسې ځان ورسوي. تر خپلې وسې زده کړې وکړي او هر څوک باید ځان ته یو مشخص او ځانګړی شخصیت ولري. له همدې وروسته د هغه نیمه پېړۍ فعالیتونه د دې لپاره وو چې ښځې باید په ټولنه کې ځانګړی هویت ولري، مستقلې وي او د زور زیاتي پر مهال له خپلو حقوقو دفاع وکړی شي.
سیمون دو بووار په ۱۹۰۸ز کال کې په یوه فرهنګپاله او متمدنه کورنۍ کې دې نړۍ ته راغله. کورنۍ یې بافرهنګه وه، خو سختګیره هم وه. له اته کلنۍ یې له کتاب او کتابلوستنې سره بې درېغه مینه وه. ادبیاتو له دې سره مرسته وکړه چې د ډال په څېر د هغه مهال ستونزې وزغمي او مقابله ورسره وکړي. په ټولنه کې شته وضعیت او ستونزې د دې سبب کېدې چې د انسان ژوند ګډوډ کړي، خو د بووار لپاره کتابونه د مبارزې ښه سنګرونه وو.
له ۱۹۲۵ز کال وروسته یې په پوهنتون کې زده کړې پيل کړې. په لومړي سر کې یې ریاضي پيل کړه، خو وروسته یې د فلسفې لوست ته مخه کړه. دا چې ډېر زیار یې یوست، مطالعه یې کوله او ځان یې رساوه، نو له دې برخې په لومړۍ درجه فارغه شوه. له فارغېدو سره سم یې په ښوونځي کې معلمي پيل کړه.
په ۱۹۲۹ز کال کې په درسي ټولګیو او ادبي محفلونو کې له ژان پل سارتر سره اشنا شوه او د عمر تر پایه یې له یو بل سره نږدې علمي او ادبي اړیکې لرلې. دوی په ګډه په ادبي نړۍ کې فعالیتونه تر سره کول او په ټولنیزه برخه کې هم خورا فعال وو.
په ۱۹۳۱ز کال کې سارتر هغه ته د واده وړاندیز وکړ، خو سیمون په دې باور وه چې واده کول د بورژوازي حکومتونو غیر موجه دخالت دی. نوموړې ویل، حکومتونه په دې توګه غواړي د خلکو په شخصي ژوند کې دخالت وکړي، دوی له لویو کارونو را وګرځوي او همدا وو چې د نوموړي غوښتنه یې رد کړه.
سیمون دو بووار د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال هم په فرانسه کې وه. هغه مهال چې پاریس د نازیانو پوځونو اشغال کړ، سیمون په سوربن پوهنتون کې استادي کوله. خو په ۱۹۴۳ز کال کې د نازیانو له فرامینو او قوانینو د دوبووار ازادې او ښکاره نافرمانۍ دې ته زمینه برابره کړه، چې هغه له دندې لرې کړل شي. هغه چې کله له دندې لرې شوه، نو لیکوالۍ او ناول لیکلو ته یې مخه کړه. لومړنی ناول یې میهمان نومېده. همدې له کاره لرې کولو نوموړې ته د دې ناول د لیکلو فرصت برابر کړ. نوموړې په همدې توګه نوی ژوند او کار پیل کړ او په دې توګه یې خپل پرمختګ او فعالیتونو ته ادامه ورکوله.
په ۱۹۴۵ز کال کې یې د جګړې تر پای ته رسېدو لږ وروسته، (د نورو وینې) ناول خپور کړ. دا کتاب تر ډېره سیاسي اثر بلل کېده. په دې ناول کې اصلي هدف د زور او زیاتي پر وړاندې مبارزه او د تېري دفع کول وو. په دې ناول کې د جګړې د وخت کشمکشونه، بحرانونه، ټولنیز کړکېچونه او نور مسایل ځای پر ځای شوي وو. همدا راز په ناول کې د افرادو او سیاسي اړیکو یا حاکم فکري چاپېریال اغېز هم راغلی و او د داستان په ژبه بحثونه ورباندې شوي وو.
تر جګړې وروسته کلونو کې په فرانسه کې د کتاب، لیکوالۍ او انتشاراتو بازار ګرم شو. نشریې، مجلې او اخبارونه چاپ شول. سارتر هم د یوې نشریې په جوړولو لاس پورې کړ. سیمون له نوموړي سره د همدې نشریې په چاپ او نشر کې همکاري پيل کړه. دوی په دې نشریه کې تر ټولو نوي ادبي او فلسفي بحثونه خپرول. د سیمون دوبووار لومړنۍ ادبي مقالې او فلسفي بحثونه په همدې نشریه کې خپاره شول. دې مسئلې نه یوازې د نشریې مینه وال ډېر کړي وو، بلکې د دې سبب هم شوه چې سیمون لا ډېر څه ولیکي او لا ډېره مطالعه وکړي. سیمون په دې وخت کې له مشهورو فیلسوفانو لکه سارتر، مرلوپونتي او آلبرکامو سره ناسته ولاړه لرله. دوی د هغه وخت تکړه لیکوالان وو، سارتر د نوبل جایزه وګټله، کامو د نوبل جایزې ته نوماند شو، خو د هغه له اخیستلو یې ډډه وکړه.
سیمون دو بووار وایي، انسان په هر ډول شرایطو کې له خپلو حقونو د دفاع وړتیا لري. د نوموړې په خبره، انسان په هر حال کې کولی شي خپله ازادي تر لاسه او وساتي. هغه وایي، ازادي یو واک او اختیار دی، خو د دغه واک او اختیار د تر لاسه کولو لپاره باید بیه پرې کړئ. هغه پخپله د دې لیدلوري ښه مثال وه. ټول عمر یې په خپلواکه توګه ژوند وکړ، باشهامته او پیاوړې وه. هغه ثابته کړه چې تل د مسوولیتونو اخیستلو لپاره تیاره ده او هغه څه چې انتخابوي، د ترلاسه کولو لپاره یې مبارزه کوي.
په ۱۹۴۶ز کال کې یې د (ټول مړه کېږي) ناول خپور کړ. دې اثر د نوموړې ادبي باور اوهویت نور هم پیاوړی کړ. دغه ناول د بشري ژوند عام مسایل رانغاړل. ډېر پېچلي انساني مسایل یې مطرح کړي وو. د انسانانو د ژوند پر نیمګړتیاوو او پیاوړتیاوو یې په دې اثر کې خبرې کړې دي. همدا راز یې ډېرو ستونزو او مسایلو ته حللارې هم پیدا کړې دي چې له همدې امله د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ډېر مینه وال لري.
په ۱۹۴۹ز کال کې یې (دویم جنس) نومی کتاب خپور کړ. سیمون په لومړي سر کې د ټولو انسانانو لپاره لیکل کول او د اصالت پالنې مفکوره یې لرله، خو ناڅاپي په دې کتاب کې د ښځینه وو ملاتړې راڅرګنده شوه او فیمنیستي نظریات یې په اثارو کې راڅرګند شول. له همدې وروسته سیمون د فیمنیستي نظریاتو د ډګر په لومړۍ کرښه کې ولاړه وه. دغه کتاب ډېر جنجالونه او ناندرۍ را ولاړې کړې. له ښي او چپ لوري پر کتاب او لیکوالۍ د نیوکو بریدونه وو او نقدونه ورباندې وشول. خو له دې ټولو سره سره کتاب ډېر مینه وال او لوستونکي هم لرل. کتاب په ټولنه کې نفوذ وکړ او تر ننه پورې د فیمنیستي خوځښت د ملاتړو او سرلارو لپاره مهم اثر ګڼل کېږي. سره له دې چې سیمون د فیمنیستي نظریاتو له امله تر نیوکو لاندې راغله، کتاب یې هم ولیکه، خو څه موده وروسته یې له دې خوځښت سره هم خپله فاصله ساتله.
په ۱۹۵۴ز کال کې د الجزایر جګړه ونښته. سیمون دو بووار د فرانسې د نورو روشنفکرانو تر څنګ، د دې جګړې ستره منتقده وه. نوموړې د جګړې جدي مخالفت کاوه او پر پای ته رسېدو یې ټینګار کاوه. په همدې کال کې د ګنکورو معتبره جایزه د نوموړې (ماندرنیان) ناول ته ورکړل شوه. په دې کتاب کې یې د سیاسیونو او روشنفکرانو د ژوند ژور مسایل بیان کړي دي. هغه په دقیقه توګه د فرانسې د هغه وخت ټولنې ته کتلي دي، د دوی ذهني کشمکشونه یې رااخیستي دي، د دوی ګډوډۍ او اخلاقي مسایل یې هم څېړلي دي.
په ۱۹۵۸ز کال کې یې د خاطراتو یوه مجموعه چاپ شوه. دا خاطرات څلور جلده وو. سیمون دوبووار د خپلو خاطراتو په لومړي چاپ کې د خپل ماشومتوب کیسه کوي. دا چې څنګه د خپلې کورنۍ په چاپېریال کې لویېده او له ژونده یې خوند اخیست. ژوند یې له ارامۍ او سوکالۍ ډک و، خو د فردیت او استقلال لپاره یې فعالیتونه او خیالونه لرل. همدا راز د کورنۍ دا وضعیت یې هم ښه انځور کړی چې څنګه یې د نوموړې د ځینو فکرونو پر ضد اقدام کاوه او غوښتل یې چې هغه ډېر مستقلانه چلند ونه کړي او د کورنۍ دود ته درناوی ولري. د خاطراتو په نورو ټوکونو کې یې بیا وایي چې څنګه یې فکر وده وکړه او وروسته خپاره شول. په دې اثارو کې د خپلو ټولنیزو او فکري تعهداتو په اړه بحثونه کوي. همدا راز د یوې لیکوالې په اړه د خپل موقعیت او مسوولیت یادونه هم کوي. له سارتر سره یې پر اړیکو غږېدلې ده. په څلورم ټوک کې یې بیا د ۱۹۶۰ز کلونو پر پېښو او کشمکشونو خبرې کړې دي.
سیمون دو بووار په ۱۹۶۰ز کال کې له یوه بهیر سره یو ځای شوه چې دوی له جمیله بوپاشا سره ولاړ وو. دا یوه ځوانه الجزایرۍ ښځه وه چې د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره یې مبارزه کوله او وروسته په الجزایر کې د فرانسوي ځواکونو له لوري ونیول شوه. نوموړې شکنجه شوه او دې شکنجې سخت غبرګونونه وپارول چې وروسته د سترو خوځښتونه سبب شول.
په ۱۹۶۳ز کال کې یې مور مړه شوه. هغه یې د مور د مرګ تر اغېز لاندې وه. سخت یې زړه خپه و او پر رواني وضعیت یې ډېر ناوړه اغېز وکړ. د عمر په وروستیو کې یې مور سخته په تکلیف وه او ستونزې یې وګاللې. له همدې امله یې د (ارام مرګ) په نامه کتاب ولیکه. په ۱۹۶۷ز کال کې یې یوه داستاني مجموعه چاپ کړه. په هغه کې یې د ښځو د هغه مهال حالت ښودلی و. د هغو ښځو داستانونه وو چې له خپلو حقونو او هویت یې دفاع کوله. بیا یې له راسل نړیوالې محکمې ملاتړ وکړ. په دې محکمه کې په ویتنام کې د امریکا جنګي جنایتونه څېړل کېدل. په ۱۹۷۰ز کال کې یې د زړتوب کتاب خپور کړ. په دې کتاب کې د انسان عمر د وروستیو وختونو فلسفي علایق څرګند شوي دي. په ۱۹۸۰ز کال کې سارتر ومړ او د هغه تر مړینې لږ وروسته دوبووار د (مخه ښې مراسم) کتاب خپور کړ.
سیمون دو بووار له لسیزو مبارزو او مدني فعالیتونو وروسته د ۱۹۸۶ز کال د اپرېل په ۱۴مه په پاریس کې مړه شوه. تر مرګ وروسته په مون پارناس هدیره کې د سارتر څنګ ته خاورو ته وسپارل شوه. تر مرګ وروسته یې د خاطرو او مینه لیکونو څو مجموعې هم چاپ شوې. هغه لسګونه مقالې لیکلې دي، کتابونه یې چاپ شوي دي او لا یې هم دویم جنس نومی کتاب په نړۍ کې د بحثونو او ناندریو جوګه دی. نوموړې د ښځو د حقونو لپاره اوږدې مبارزې کړې دي او لا هم د فیمنیستي جریانونو او غورځنګونو لپاره سرلارې او الګو ده.