د مصر پخوانی ولسمشر حسني مبارک د ۹۱ کالو په عمر په قاهره کې په روغتون کې ومړ. مبارک په ۲۰۱۱ ز کال کې د مصر په لر او بر کې د څه باندې دوو اونیو لاریونونو په پایله کې له واکه ګوښه شو او د هېواد چارې یې پوځي شورا ته وسپارلې. دی نږدې ۳۰ کاله د مصر ولسمشر و. محمد حسني مبارک په روغتون کې له جراحي عملیاتو وروسته خپل ژوند بایللی دی. هغه په دې وروستیو کې په یوه نظامي روغتون کې بستري شوی و. د روان کال په جنورۍ میاشت کې په وروستیو کې ښاغلی مبارک د جراحي عملیاتو لپاره په روغتون کې بستري شو.
حسني مبارک د نیل سیند په دلتا کې نړۍ ته راغلی دی. هغه په یوه بې وزله کورنۍ کې رالوی شوی او زده کړې یې کړې دي. مبارک د ښوونځي تر خلاصېدو وروسته د مصر له پوځي اکاډمۍ سره یو ځای شو. په ۱۹۴۹ز کال کې پوځ ته لاړ، بیا یې په ۱۹۵۰ز کال کې پوځ پرېښود او هوايي ځواک ته لاړ. هلته یې د پرمختللو پوځي الوتکو د کارونې روزنه ولیده او په دې برخه کې یې پوره مهارتونه خپل کړل. د ۱۹۶۶ او ۱۹۶۹ز کلونو تر منځ یې په هوايي ځواک کې ځانګړی ځای خپل کړ. هغه د هوايي ځواک مهم مدیر ټاکل شوی و او په ډېرو جګړو کې یې خپل مهارتونه ثابت کړل. وروسته د وخت ولسمشر انور سادات دی د هوايي ځواک د عمومي قومندان په توګه وګوماره. په دې موده کې حسني مبارک خپل مهارت او وړتیا وښوده. دی په هوایي ځواک کې یو پیاوړی مدیر او وتلی قومندان شو. د ۱۹۷۳ز کال په اکټوبر کې یې د اسراییلو پر ضد د مصر په جګړه کې خپله وړتیا نوره هم ثابته کړه. په ۱۹۷۴ز کال کې د انور سادات او حکومت له لوري هغه د هوايي ځواک مارشالۍ رتبې ته ورسېد. د ۱۹۷۵ز کال په اپرېل کې د وخت ولسمشر انور سادات حسني مبارک د خپل مرستیال په توګه وګوماره. په دې توګه نو مبارک له هوايي ځواکه د ولسمشر تر مرستیالۍ ورسېد. په دې موده کې انور سادات غوښتل چې د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې جوړې کړي او په ټولو سیمه ییزو بحثونو او غونډو کې حسني مبارک مهم رول درلود او د ټولو مذاکراتو برخه وال و.
د ۱۹۸۱ز کال د اکټوبر په شپږمه په مصر کې د انورالسادات حکومت د اسراییلو پر وړاندې د خپلې بریا کلیزه نمانځله چې پر سادات برید وشو او هغه ترور شو. له همدې وروسته حسني مبارک چې د سادات مرستیال و، د حکومت واګې په لاس کې واخیسته او د مصر ولسمشر شو. مبارک تر ډېره د سادات پر تګلاره روان و. ده غوښتل چې د انور سادات په څېر له عربي هېوادونو سره ښې اړیکې ولري او د مذاکراتو له لارې له خپلو ګاونډیانو سره اړیکې پیاوړې کړي. ده له اسراییلو سره د مصر د سولې مسئله هم ډېره مخ ته یوړه او په دې برخه کې یې فعاله ونډه اخیسته، تر دې چې د مصر او اسراییلو ترمنځ په کمپ ډېویډ کې تړون وشو او دواړو هېوادونو د ښو اړیکو د لرلو ژمنه وکړه. مصر یوه مرستندویه او مالي ملاتړي هېواد ته اړتیا لرله، له همدې امله حسني مبارک له امریکا سره هم د ښو اړیکو د جوړولو هڅه وکړه او په دې لړ کې یې له دغه هېواد سره ښې اړیکې پیدا کړې چې بیا یې د واشنګټن په همکارۍ له اسراییلو سره د سولې خبرې پایلې ته ورسولې. په ۱۹۸۷ز کال کې ټول پوښتنې ته ورته ټاکنې په مصر کې وشوې او په دې ټاکنو کې مبارک د شپږو کلونو لپاره د مصر ولسمشر وټاکل شو.
په ۱۹۹۳ز کال کې حسني مبارک بیا ځلې د مصر د ولسمشر په توګه وګومارل شو، خو دا دوره یې له سختو ګواښونو او کړکېچونو سره مخ وه. په کور د ننه د وسله والو ملېشو او مخالفو ګوندونو تحرکاتو سختې ستونزې جوړې کړې وې. حسني مبارک دا کار نه مانه، دی به یوازینی کاندید و چې په ټاکنو کې یې برخه اخیسته او له خلکو به هم یوازې نظر پوښتنه کېده. له بلې خوا یې د ځینو اسلامي بنسټ پاله ډلو پر وړاندې پراخ عملیات پيل کړل. په تېره د هغه ډلې پر وړاندې یې عملیات شدید کړل چې پر بهرنیو سیلانیانو به یې بریدونه کول. دغه ډلې په ۱۹۹۷ز کال په مصر کې په یوه سیاحتي سیمه کې پر بهرنیو سیلانیانو د برید پر مهال ۶۰ سیلانیان ووژل. په دې وخت کې په مصر کې د سیاحت صنعت مخ پر غوړېدو و، خو دې پېښې یې سخته ملا ماته کړه او دغه مهمه عایداتي منبع له ګواښ سره مخ شوه.
د ۱۹۸۱ ز کال د اکټوبر په ۶مه نېټه مصر د اسراييلو پر ضد د ۱۹۷۳ ز کال خپل جنګ بری لمانځه. ولسمشر انور السادات له جګ پوړيو دولتي چارواکو او بهرنيو مېلمنو سره د يو پوځي پرېډ کتلو مراسمو ته ورغلی و. د پرېډ څو تنو سرتېريو چې له (الجماعة الاسلاميه) ډلې سره يې تړاو درلود، پر ولسمشر انور السادات بريد وکړ، چې ورسره د بري لمانځنې دغه مراسم مصر ته په ماتم واوښتل. د سادات د مرګ اعلان په هماغه ورځې د وخت مرستيال ولسمشر حسني مبارک وکړ. خو څه د پاسه يوه اونۍ وروسته د اکټوبر په ۱۴مه د مصر پارلمان حسني مبارک چې په ۱۹۷۵ ز کال کې سادات خپل مرستیال ټاکلی و، د دغه هېواد ولسمشر وټاکه.
دی چې په يو خورا سخت وخت کې واک ته ورسېد، ډېرو د دې اټکل نه کاوه چې چارې دې کنټرول کړای شي او دومره اوږده موده دې په واک کې پاتې شي. د مصر په قانون کې بايد حکومت د ازادو ټاکنو له مخې واک ته ورسېږي، خو هغه رايه اچونه چې د حسني مبارک د واکمنۍ په مهال شوې، نظرپوښتنه بلل کېده او تل د مبارک په ګټه شوې دي. ولسمشر مبارک له ۱۹۸۱ ز کال راهيسې د خپلې واکمنۍ په اړه درې ځله دغه ډول (نظر پوښتنې ) تر سره کړې دي. په ۲۰۰۵ ز کال کې چې دی د خپل عمر ۷۷ کلنۍ ته رسېدلی و، د مصر په ولسمشریزو ټاکنو کې پنځم ځل هم پر خپله څوکۍ پاتې شو.
خو دا ځل د يو نوي ټاکنیز سیسټم له مخې لومړۍ ټاکنې وې چې څو کانديدانو په کې سره سيالي کولی شوه. په مخکينيو پړاوونو کې به مصريانو يوازې يوه کانديد ته د (هو) يا (نه) رايه ورکوله چې د پارلمان له خوا به پېژندل کېده.
که څه هم د دغې ډول تګلارې خپلولو په نړيوال دريځ کې د څرګندېدو لار ورته پرانيسته، خو په کور د ننه د توندلارو اسلامي ډلو له خوا د زورزياتي له ګواښ سره مخامخ و. په ۲۰۰۵ ز کال کې چې په افريقايي سرمشريزه کې د ګډون لپاره اديسه بابا ته تللی و، د وژنې هڅه يې وشوه. له اديسه بابا نه په راستنېدو ولسمشر مبارک په قاهره کې خبريالانو ته وويل، هغوی چې ترهګرو ته پنا ورکوي، بيه به يې ګرانه ورته پرېوزي. په ۱۹۹۰یمو ز کلونوکې په مصر کې د توندلاريو ډلو وسله وال فعاليتونه زيات شول. د پوليسو پر مرکزونو او هم په لرغونيو ځايونو کې پر بهرنيو سيلانيانو مرګوني بريدونه وشول. تر ټولو خطرناک بريد د ۱۹۹۷ ز کال په نومبر کې و، چې وسله والو په کې د مصر په جنوب د الاقصر په حتشپسوت معبد کې پر سيلانيانو ډزې وکړې او څه د پاسه شپېته بهرنيان يې ووژل.
ولسمشر مبارک د ازاد اقتصاد پلوی و، حکومت يې د اقتصادي اصلاحاتو ژمنې کولې. خو مصر بيا هم د بېکارۍ له زياتوالي او هم د ژوند ټيټې کچې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. د ولسمشر په توګه په خپله پنځمه دوره کې محمد حسني مبارک په کور د ننه د سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو لپاره له مخ په زياتېدونکي فشار سره مخامخ شو. دې فشارونو هغه وخت زور واخیست چې په ۲۰۱۰ ز کال کې پارلماني ټاکنې وشوې او په پایله ې یې د ده ګوند (ملي ګوند) له نوي سلنه زیاتې څوکۍ خپلې کړې.
له دې وروسته ډراماټیک بدلونونه رامنځ ته شول او د ۲۰۱۱ ز کال د جنورۍ میاشتې په ۲۵مه د مصر په لر او بر کې پراخ لاریونونه پيل شول. درې ورځې وروسته یانې د جنورۍ په ۲۸مه لاریونونه خپل اوج ته ورسېدل او دا ورځ چې د جمعې ورځ وه (د غوسې جمعه) ونومول شوه. د دې ورځې په پایله کې پر ګرځېدو بندیز ولګول شو او پوځ ته د هېواد امنیت وسپارل شو.
د همدې ورځې په ماښام ولسمشر مبارک ټلوېزیوني وینا وکړه او حکومت یې منحل کړ. یوه ورځ وروسته یې هغې غوښتنې ته غاړه کېښوده چې د دریو لسیزو واکمنۍ پر مهال یې نه منله، دا غوښتنه د مرستیال ولسمشر ټاکل و. مبارک د استخباراتو مشر تورن جنرال عمر سلیمان د خپل مرستیال په توګه وټاکه او نوی حکومت یې رامنځ ته کړ.
دې هر څه لاریون کوونکي آرام نه کړل، خو ولسمشر یې غوښتنې هم نه منلې. پايله کې د فبرورۍ په ۱۱مه مرستیال ولسمشر اعلان وکړ چې حسني مبارک له واکه ګوښه شو او د هېواد چارې یې پوځي شورا ته وسپارلې. دوې میاشتې وروسته د لاریون کوونکو د وژنې او د ملي شتمنیو پر لوټ تورن شو او د ده دوو زامنو او د کورنیو چارو وزیر حبیب العادلي د ده د شپږو نږدې کسانو د محاکمې بهیر پیل شو.
حسن مبارک د ۲۰۱۱ز کال د فبرورۍ په ۱۱مه تر سختو اعتراضونو وروسته اړ شو چې له خپلې دندې استعفا ورکړي. هغه واک نظامي شورا ته وسپاره او دی پخپله د سینا ټاپوزمې ته لاړ. د همدې میاشتې په ۲۸مه د مصر سترې محکمې او د مصر لویې څارنوالۍ حسني مبارک او د هغه کورنۍ ممنوع الخروج اعلان کړل. د کورنۍ شتمني یې کنګل کړه او د دوی د محاکمې لپاره یې مقدماتي فعالیتونه پيل کړل.
د ۲۰۱۱ز کال د اګسټ په درېیمه د حسني مبارک او د هغه د کورنۍ لومړنۍ محاکمه وه. دغه محاکمه د پولیسو په یوه مرکز کې جوړه شوې وه. حسني مبارک ناروغ و او په امبولانس کې محاکمې ته حاضر کړل شو. په محاکمه کې یې شپږو سوو کسانو حضور درلود. دی تورن و چې د اوږدو لاریونونو په لړ کې یې لاریون کوونکي وژلي دي او قوانین یې مات کړي. همدا راز په مالي فساد هم تورن و چې ده او زامنو یې دغه تورونه رد کړل. د همدې میاشتې په پنځلسمه کې دویمه محاکمه وشوه. په دې کې دا تور هم ور زیات شوی و چې پر اسراییلو یې تېل پلورلي دي او په دې قرار داد کې یې رشوت اخیستی دی. مبارک بیا هم تورونه رد کړل. د جون په دویمه یې درېیمه محاکمه دایره شوه او د خلکو د وژنې له امله په دایمي بند محکوم شو. د ده د وخت د کورنیو چارو وزیر هم په دایمي حبس محکوم شو. زامنو یې بیا د فساد په قضیه کې برأت واخیست.
پر حسني مبارک او ملګرو یې شته تورونه په زرګونو پاڼو کې چاپ شول. پر ده تر ټولو لوی تور دا و چې لاریون کوونکي یې وژلي. دوی یې چوپ کړي دي. دوی یې ګواښلي چې باید له خپلو غوښتنو تېر شي. پر واک یې ځان ساتلی و او واک یې انحصار کړی و. خو له دې ټولو سره سره محکمې په ۲۰۱۳ز کال کې پر خپله پرېکړه بیاکتنه وکړه. ټول حکمونه یې باطل اعلان کړل. د تورونو د نوې محاکمې غوښتنه یې وکړه. د ۲۰۱۳ز کال په اپرېل کې قاضي د حسني مبارک د پنځلس ورځني بند حکم وکړ. خو بلې محکمې بیا په پلازمینه قاهره کې ده ته برأت ورکړ. بالاخره د ۲۰۱۳ کال په اګسټ کې یې خپلو ټولو تورونو برأت واخیست. له دې سره حسن مبارک له زندانه ازاد شو.