د پينيل په نوم غدهPineal gland)) په اعصابو کې يوه وړه او کوچنۍ غده ده چې وزن يې تقريباً له ۱۰۰-۱۵۰ ملي ګرامه شاوخوا دی او اساسي دنده یې د خوب منظمول او د ملاتونينMelatonin)) هورمون ترشح کول دي. ملاتونین هغه هورمون دی چې د خوب په تنظیم او سموالي کې اساسي رول لري. د پينيل غده په تیاره کې ښه فعالیت کوي او په زیاته اندازه د ملاتونین هورمون تولیدوي. خو په روښنايۍ او د ورځې په اوږدو کې بیا د دې غدې فعالیت کمېږي او ډېر کم ملاتونین تولیدوي او یا یې هیڅ نه تولیدوي. کله چې شپه تیاره شي، د دې غدې فعالیت چټک کېږي او په زیاته پیمانه ملاتونین هورمون تولیدوي چې ورسره انسان د خوب احساس کوي. د پينيل له غدې څخه د خوب د هورمون ترشح د شپې له ۹ بجو پیلېږي او د سهار له ۲ تر ۴ بجو خپلې لوړې کچې ته رسیږي. دغه هورمون بیا د سهار له اوو بجو مخکې بیرته کمېږي.




































