د ورځې په اوږدو کې ډېر کله موږ د هغه څه په اړه فکر کوو چې کېدای شي را منځ ته نه شي. د بېلګې په توګه، د راتلونکې په اړه، له وخته مخکې د پیسو خلاصېدل او داسې نور. ډېر کارونه د وخت په تېرېدو سره خپله حل کېږي، نو لازمه نه ده چې له وخت وړاندې خپل وخت او انرژي پرې مصرف کړو. ښه ده چې پر ځای یې دغه انرژي په یوه داسې څه ولګوو، چې وکولای شو په یو ډول خپلې موخې ته نږدې شو. کېدای شي په ژوند کې له ډول ډول ستونزو سره مخ شی، په دې وخت کې مو چې لومړی فکر ذهن ته درځي، څه دی؟ تر ټولو ښه کار چې په دې وخت کې یې باید وکړی، هغه دا دی چې په مخ کې پراته کارونه او ستونزې مو ډلبندي کړئ. ځکه د هرې ستونزې حل ډېر کله خپله په ستونزه کې نغښتی وي.