– سرچینه: دې انټرسېپټ
تېره اونۍ د افغانستان په لوېديځ کې د ایران له پولې د هرات پر لور له مهاجرو ډک بسونه را روان وو. له کرونا ځپلي او ناوړه اقتصادي حالت سره مخ ایران څخه یوازې تېره مارچ میاشت یو لک او څلوېښت زره افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي. د کډوالۍ چارو یو نړیوال کارپوه د افغان کډوالو دا جوپې د کرونا ویروس له کبله د مهاجرینو په تاریخ کې بې سارې بولي.
د ډېریو په بکسونو کې یوازې د اړتیا وړ سامانونه لکه، څادر، بوټونه، جاکټ او دې ته ورته د اړتیا نور وسایل وو، خو له دې ناخبر چې ښایي دا کالي او سامانونه به یې خپل هېواد او کورنیو ته د کرونا ویروس د لېږد وسیلې وي.
د بسونو دغه تمځای یوازې یوه خټینه خونه درلوده او بس! د قرنطین او ګرځبندیز له خبرداریو سره سره، بیا هم په ښار کې هوټلونه پرانیستي وو، د هوټلونو خاوندانو له مسافرو سره په ګډه افغاني شورواګانې او له ګازرو او ممیزو ډکې وریجې خوړلې. راغلي کډوال د خپلو سیمو موټرو ته په تمه وو چې خپلو کورونو ته ځانونه ورسوي، د لویې لارې پر سر یو سپین امبولانس تلو راتلو او د دغو کډوالو له ډلې به یې شکمن کسان په لوېدیځ کې د کرونا ویروس ځانګړې روغتون ته لېږدول.
په افغانستان کې تېر کال جګړې د بل هر څه په پرتله د ډېرو انسانانو ژوند واخیست، دوامداره جنګونو، پراخې لوږې، بېوزلۍ او کمزوري روغتیایي سیستم د کرونا ویروس لپاره له وړاندې په دغه هېواد کې د ناورین زمینه برابره کړې ده. روغتیایي کارپوهان وایي، چې په دغه هېواد کې به د روان ویروس پراختیا ستر بشري ناورین رامنځته کړي.
له ایرانه تازه راستانه شوي نارینه کډوال د هرات په اسلام قلعه کې خپل اصلي ولایت (فاریاب) ته له تلو وړاندې په دې سیمه کې دمه کوي، چې د اوږدو لارو د مسافرۍ خولې یې وچې شي. دلته نرسان په دوی کې د تودې تبې لرونکي کسان لټوي څو یې د درملنې او قرنطین په موخه روغتونونو ته واستوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د روان کال په فبروري میاشت کې په کابل کې افغان – جاپان روغتون له کرونا ویروس سره د مبارزۍ او درملنې اصلي مرکز ونوماوه.
خو یوه نوې او عجیبه ستونزه رامنځته شوې! د دغه روغتون دوه تنه کارکوونکي وایي، چې د یاد وزارت له لوري جوړ شوي د مېکروب ضد مواد (سني ټایزر) ټول جعلي دي او ان د الکول کچه پکې صفر ده. دغه کسان وایي چې په ټولو روغتونو کې له یادو موادو ګټه اخیستل کېږي، خو اوس تازه ثابته شوه چې دغه مواد اصلاً د مېکروب ضد ترکیبات نه لري. دغه مواد ان په سپینې تختې تویې شوی رنګ هم نه شي پاکولی، د انسان پر لاس کوچیني او خطرناک مېکروبونه او ویروس خو لا لرې خبره ده!
په افغانستان کې د سني ټایزر له جوړېدو وروسته د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا د تولید شوو سني ټایزرو د ګټې اخیستې لړۍ ودرول شوه او پرځای یې په کور دننه د تولید شويو موادو ګټه اخیستنه پیل شوه، هغه څه چې د روغتیا د نړیوال سازمان د ویاند له هرکلي سره هم مخ شول.
له بلې خوا د کرونا ویروس د کیټونو او الو کموالی هم د اندېښنې وړ دی، د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان ته د کرونا ویروس د ازموینې ۱۵۰۰ الې اړ کیټونه ورکړي، خو په ټول هېواد کې د دغه ویروس د نمونو د ازموینې لپاره یوازې دوه مرکزونه په دغو ماشینونو مجهز دي چې د کرونا ویروس پایلې تشخیصولی شي. په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت ستر سلاکار ډاکتر وحید مجروح وایي، چین او متحده عربي امارات افغانستان ته په لسګونو زره د کرونا ویروس د ازموینې کيټونه ورکوي. نوموړی دغه راز وایي، په پام کې لري چې په ټول هېواد کې د کروناویروس د تشخصي مرکزونو شمېر له دوو څخه دوولسو ته ورسوي.
په ورته وخت کې د اپرېل له دویمې بیا تر دې دمه د کرونا ویروس د تشخیص دغه دوه مرکزونه د مصنوعي اوکسجن یوازې دوولس ماشینونه لري. ډاکتر نصیر فرهنګ چې تازه له پوهنتون فارغ شوی او په روغتون کې کار کوي، وایي، چې د دغو ماشینونو له ډلې یې څلور د هرات په روغتون کې دي، خو تر تېرې اونۍ پورې یې له یوه څخه هم ګټه نه ده اخیستل شوې او ان لا تر اوسه نصب شوي هم نه دي.
فرهنګ وایي: «په ټول روغتون کې هېڅ داسې ډاکتر نه لرو چې د مصنوعي اوکسيجن په دغو ماشینونو پوه شي، دوی نه پوهېږي چې ناروغاتو ته دغه ماشین څه وخت او څنګه بسته کړي».
کرونا ویروس داسې مهال افغانستان ته مخه کړه، چې دغه هېواد په تر ټولو ناوړه شرایطو کې دی. د ۲۰۱۹ ز کال د ټاکنو دوه مخکښ نوماندان هر یو یې د ټاکنو د ګټلو ادعا کوي او له همدې کبله یې د لوړې دوه جلا مراسم هم ترسره کړل. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د مارچ په ۲۰ مه کابل ته د سفر پرمهال پر دې ونه توانېد چې ولسمشرغني او ډاکتر عبدالله عبدالله په خپلو کې سره جوړ کړي. له دې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرستې د کمولو اعلان وکړ. په ورته وخت کې په کور دننه روان سیاسي کړکېچ د افغانستان د نولس کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې لاسلیک کړی تړون هم له ګواښ سره مخ کړی دی.
هرات! هغه ښار چې نږدې نیم میلیون نفوس لري، تر ډېره له ایران سره سوداګریزه او فرهنګي راکړه ورکړه لري. دغه راز له دې بندر څخه هر کال په سلګونو زره کسان ایران ته د کار په موخه اوړي. له ایران سره د هرات دغو اړیکو یاد ښار د کرونا ویروس له کبله په تر ټولو خطرناک ځای بدل کړی دی، د ټول افغانستان په پرتله په دغه ښار کې د کرونا ویروس د مثبت پېښو شمېر ډېر دی. د عامې روغتیا وزارت یو لوړپوړی سلاکار وايي چې په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو له ۹۰ – ۹۵ سلنو پورې یې هغه کسان دي چې له ایرانه راغلي دي. هغه دغه راز وایي چې ښایي په ټول هېواد کې د کرونا ویروس اصلي پېښې د ثبت شویو هغو په پرتله څو برابره ډېرې وي.
بل خوا د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، چې دا مهال تر ۲.۴ میلیونو پورې افغان کډوال په ایران کې مېشت دي چې تر ډېره یې د کار په موخه دغه هېواد ته تللي دي. دغه سازمان وایي، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بېکارۍ د کچې په ډېرېدو سره ایران ته د کډوالو په لړۍ کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی. خو په ایران کې د کرونا ویروس او د دغه هېواد د ناوړه اقتصادي وضعیت له کبله ډېری افغانانو بېرته خپل هېواد ته د راتلو لار خپله کړې ده. د کډوالۍ د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، د روان کال له جنوري تر مارچ میاشتې هره ورځ په اوسط ډول زر تنه افغانان د نیمروز او هرات له لارې هېواد ته راځي.
۳۱ کلن ذبیح الله چې څو میاشتې یې په ایران کې کار کړی، تېره اونۍ په پښو له ایران څخه خپل هېواد ته راغلی دی. هغه په لاره کې د راتګ پرمهال د سختو پېښو د بیان لپاره ډېر څه لري، نوموړی وایي چې اوس بېرته خپل ولایت (فاریاب) ته روان دی او د خپلې مزدورۍ او کار لپاره هېڅ لاره نه لري: «مجبور یم په کور کې کرار وغځېږم».
په مارچ میاشت کې چې زرګونه کسان په ایران کې پر کرونا ویروس اخته شول، ورسره سم په دغه هېواد کې ډېری کارونه په ټپه ودرېدل او په ځينو ځایونو کې ان ګرځبندیز هم ولګېد، په دې سره له یولک ډېرو افغانانو بېرته خپل هېواد ته د راتلو په پار خپلې کډې وتړلې، دوی پوهېدل چې که هلته پر دې ناروغې اخته شي، ایراني حکومت به یې هېڅکله هم درملنه ونه کړي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د راپور له مخې، په مارچ میاشت کې په اوسط ډول افغانستان ته د کډوالو د بېرته راتګ شمېر هره ورځ تر ۱۵ سوو لوړ شو. په افغانستان کې د کرونا ویروس په برخه کې د کډوالۍ نړیوال سازمان استازی او سرپرست نېک بیشوپ وايي چې د کرونا ویروس له کبله د کډوالۍ په تاریخ کې دا شمېرې بې ساري دي.
پر دې سربېره، په لسګونو زره هغه کورنۍ چې نسبتاً ښه اقتصادي شرایط یې درلودل، د کرونا ویروس له کبله تر سختو فشارونو لاندې دي، اوس وېره دا ده چې د کډوالو راتګ او د افغاستان ناوړه روغتیايي وضعیت ښایي دغه هېواد له جګړې بدتر حالت ته بوځي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا (UN-OCHAA) مشرې لیندا ټام ویلي: «په افغانستان کې له کرونا ویروس وړاندې هم ډېری کسانو بشري مرستو ته جدي اړتیا درلوده. روان کال ۹.۴ میلیونه افغانان چې د دغه هېواد د نفوس څلورمه برخه جوړوي. بشري مرستو ته اړتیا لري».
له ګاونډيو هېوادونو سره د افغانستان پرانیستو پولو هم د دغه ویروس د پراختیا د مخنیوي فرصت ناممکن کړی. بل پلو وېره، ناسم معلومات، په افغانستان کې د کورنیو جوړښت(لویې کورنۍ) او له غونډو او ناستو نه مخنیوی، په یاد کې هېواد کې د ناورین د لا ډېروالي لامل کېدای شي. دغه راز په کور دننه نږدې څلور میلیونه بې ځایه شوي بیا د دغه ویروس د ښکار لپاره تر ټولو مناسب دي؛ ځکه دوی د ناوړه اقتصادي وضعیت له کبله د سپارښتنو په پلې کېدو کې پاتې راغلي دي.
د هرات په شهرک سبز کې نږدې لس زره کورنۍ ژوند کوي، دوی چې هره یوه کورنۍ یې نږدې یوه یوه خونه لري، په ۲۰۱۸ زکال کې د هېواد په شمال او بادغیس کې د جګړو او وچکالۍ له کبله دغه ښارګوټي ته د کډوالۍ لپاره اړ شول.
که څه هم تېره اونۍ پرله پسې څو ورځو بارانونو دوی په کورونو کې پاتې کېدو ته اړ کړي وو، خو د هوا په بدلېدو سره دوی یوځل بیا د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره ان پر خپل سر لوبې کولو ته هم تیار دي.
د دې سیمې اوسېدونکي وایي، تر دې وړاندې به خیریه ټولنو او بنسټونو له دوی سره مرسته کوله، خو کرونا ویروس اوس د دوی پام ځان ته ور اړولی او موږ ترې هېر شوي یو.
غلام سخي چې په دغه ښارګوټي کې یو کوچنی دوکان لري، وایي، چې ځینې غیر دولتي بنسټونه زموږ کمپونو ته راغلل، د کرونا ویروس د ګواښونو په تړاو یې موږ ته لارښوونې وکړې. هغه وایي: «دوی راغلل، راته ویي ویل چې تاسې باید د ځانونو د خوندیتوب لپاره هغه مېوې وخوری چې ویټامین سي لري، خو موږ ان ډوډۍ نه لرو».
د غونډۍ پر سر چې لاندې یې زرګونه خټين کورونه لیدل کېږي، د ماشومانو ۱۵۰ بستریز روغتون په دې سیمه کې د کرونا ویروس د درملنې د اصلي مرکز په نوم شوی. فرهنګ چې په دغه روغتون کې یې تازه دنده پیل کړې، وایي، چې تېره اونې چې په ټول هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو پېښو شمېر ۷۱ و، ۵۶ تنه یې په دغه روغتون کې بستر وو. تېره شپه یوه ۴۵ کلنه ښځه چې په دې ناروغۍ اخته وه، مړه شوه.
په هرات کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په پار له مصنوعي اوکسیجن د ګټې اخیستنې لپاره د روزل شویو کسانو نه شتون اوسنۍ ستونزه نه ده، په ۲۰۱۸ ز کال کې یو نړیوال روغتیایي متخصص د نوم نه ښودو په شرط له یوې بلې پېښې پرده پورته کوي. هغه وایي چې تر دې وړاندې هم په دغه روغتون کې دوې ورته دستګاوې وې چې د روغتیا د نړیوال سازمان لوی سټیکرونه هم پرې لګېدلي وو، خو د ظرفیت د نه شتون له کبله د دغه روغتون ډاکترانو هغه په پوښونو کې تاو کړې، ترڅو ناپاکې(؟) نه شي!!
د روغتیا د برخې دغه بهرنی کارکوونکی وایي: «په دې دومره موده کې هېچا ته له دغه ماشینونو د ګټې اخیستنې زده کړه نه ده ورکړل شوې». هغه وايي، یوازې د مصنوعي تنفس دا دستګاوې نه دي، بلکې په لسګونه نور برېښنایي وسایل او ماشینونه هم شته چې دوړې پرې پرتې دي. پر ځینو یې څوک نه پوهېږي او د ځینو نورو یې پرزې خرابې دي چې په افغانستان کې نه پیدا کېږي.
نوموړی وایي چې زما لپاره تر ټولو دردوونکې شېبې دا وې چې ځینو ناروغانو یوازې له دې کبله ساه ورکوله چې په څنګ کې یې پر اېښو ماشینونو څوک نه پوهېدل.
د روغتیا نړیوال سازمان ان په جون میاشت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ته د دغه ویروس له کبله د احتمالي تدابیرو په تړاو خبر ورکړی و. د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر محمد اصف کبیر وایي، کله چې د ایران په قُم کې د کرونا ویروس له مثبتو پېښو خبر شوو، موږ هم په هرات ولایت کې خپل تدابیر پیل کړل چې هغه مهال تر ډېره پر عامه پوهاوي راڅرخېدل.
نېک بیشوپ وایي، په هغو ټولنو کې چې تر ډېره زیانمې وي، د عامه پوهاوي پروګرامونه ډېر اړین دي. هغه وايي: « زده کړې، ټولنیزو او اقتصادي شرایطو ته په کتو، دا ډېره ستونزمنه ده چې خلک پر دې وپوهوې چې په کور کېني، په ځانګړې توګه هغه مهال چې پېښې مخ پر ډېرېدو وي، د مړو شمېر زیاتېږي او له بلې خوا د خلکو د اقتصادي شرایطو کړۍ هم راتنګېږي».
که څه هم افغان دولت د دغه ویروس د مخنیوي لپاره په خپلو اقداماتو کې جدي و او له همدې کبله یې په هرات کې په غونډو بندیز ولګاوه، دوکانونه یې وتړل چې ان لړۍ یې تر کابل پورې هم راورسېده، خو د دغه کار نورې ممکنه اغېزې هم له پامه نه شي غورځېدای. په لومړنیو اقداماتو کې د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدو رخصتېدو اعلان وکړ. سمه دغه کار به هم تر یوه وخته وشي، خو په یوه داسې هېواد کې چې ډېره برخه خلک یې له ورځني کار څخه ځان او کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کوي، دا ډېره ستونزمنه ده چې پر دوی دې وضع شوي محدودیتونه تر ډېره دوام وکړي.
په راتلونکو اونیو او میاشتو کې ښایي د چین، ایټالیا، اسپانیا او امریکا په څېر ښایي په افغانستان کې هم د کرونا د پېښو پر ډېرېدو به ټول روغتونونه د کرونا د درملنې پر روغتونونو بدل شي. خو کورني او بهرني متخصصین بیا په دې برخه کې د پرسونل او وسایلو کمښت د اندېښنې وړ بولي. په ورته وخت کې د افغان- جاپان روغتون (چې د کرونا ویروس د درملنې د مرکز دی) مسوول ډاکتر عتیق الله وایي، چې د پرسونل د کموالي له کبله یې ان ځینې کارکوونکي باید ۲۴ ساعته کار وکړي.
په افغانستان کې د بې پولې ډاکترانو ادارې مشر جولیان رایکمن وايي: «د افغانستان روغتیایي سیستم قطعاً یو کمزوری او ناکاره سیستم دی، دا لا تر اوسه عادي حالت دی چې خلک یې دومره وارخطا کړي، خو کله چې ویروس نور هم پراخېږي، ښایي وضعیت به ډېر ګواښوونکی وي».
بلخوا د روغتیا د برخې ځینې متخصصان بیا د روغتیا پر نړیوال سازمان سختې نیوکې کوي چې ګواکې دا سازمان تل داسې فکر کوي چې پیسې به د هر څه ځواب ووایي. په کابل کې د روغتیا د برخې یو بهرنی متخصص د نوم نه ښودو په شرط وایي، چې د کرونا ویروس د مخنیوي په پار د روغتیا د نړیوال سازمان اوسني کارونه بې مانا دي، هغه وایي، یاد سازمان له ځينو هېوادونو سره د طبي پرسونل د ډېرېدو او د روغتیایي سامانونو پرځای یواې د نغدي مرستو اعلان کوي. د هغه په خبره: «هغه مهال چې ټولې لارې او الوتنې بندې شي، بیا نو کولای شو چې په پیسو د خلکو درملنه وکړو؟ او ایا پیسې د طبي تجهیراتو او پرسونل ځای نیولی شي؟!».
خو په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان مسوولین بیا وایي چې دوی د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره په دې برخه کې له نږدې کار کوي. د دوی په خبره چې د اړتیا په صورت کې به له افغانستان څخه خپلې هېڅ ډول هڅې ونه شپموي.
په ورته وخت کې د روغتیا د برخې ځینې پوهان بیا په افغانستان کې د کرونا اصلي پېښې د ثبت شویو هغو څو برابره بولي. دوی وایي چې ډېری کسان همدا اوس په دې ناروغۍ اخته دي، خو روغتون ته د تګ لپاره یا زړه نه ښه کوي او یا هم پر دې نه پوهېږي چې په دې ناروغۍ دې اخته وي.
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز د مارچ په ۲۵ مه اعلان وکړ چې ښايي د افغانستان ۸۰ سلنه وګړي چې نږدې ۲۵ میلیونو ته رسېږي، به پر کرونا ویروس اخته شي او په زرګونو کسان به له دې کبله مړه شي.