دوشنبه, جون 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

  • نړۍ

    ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    محسن رضایي: امریکا دې زموږ کنګل شوې شتمني آزده کړي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    ډبلیو ایچ او: په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا پېښې زیاتې شوې دي

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

  • نړۍ

    ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    محسن رضایي: امریکا دې زموږ کنګل شوې شتمني آزده کړي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    ډبلیو ایچ او: په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا پېښې زیاتې شوې دي

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

کرونا او د بیو ټيټېدو د انرژۍ بازارونه له بحران سره مخ کړي دي

لیکوال: ډانیل یارجین / ژباړن: جواد تیموري

اپریل 9, 2020
in تحلیل, لیکنې
0 0

— د کرونا ویروس له کبله په نړیوال بازار کې په بې مخینې ډول د نفتو بیې رالوېدلي دي. د نفتو او ګازو د صنعت بیې چې د نړۍ د ټولې انرژۍ نږدې ۶۰ سلنه برخه جوړوي، روان کال دومره راټیټې شوې چې پخوا یې ان لا تصور هم نه کېده. هغه هېوادونه چې د نفتو د تولید په بازار کې لویه ونډه لري، ښایي پر کرونا سربېره له داسې سخت اقتصادي رکود سره مخ شي چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته یې تر اوسه ساری نه لیدل کېږي. د بیو له ټیټېدو سربېره به په بازارونو کې تقاضا هم د پخوا په پرتله څو چنده راټيټه شي.

په نړۍ کې د نفتو قیمتونه د ۲۰۲۰ ز کال له پیل راپه دې خوا ورځ تر بلې د ټيټېدو په حال کې دي چې ښایي دغه بیې به نورې هم راولوېږي. په ورته وخت کې به په هغو سیمو کې چې له نفتو ‎د ګټې اخیستنې اړتیا نه لیدل کېږي، ښایي د هر بېرل نفتو قیمت ان صفر ته راټيټ شي. د نفتو د بازار روان وضعیت به صادروونکو هېوادونو ته نوې ستونزې راپورته کړي او د دغو هېوادونو اقتصادونه به له سخت رکود سره مخ شي.

په دې سره به صادروونکي هېوادونه پر امریکا فشار راوړي چې د روان وضعیت د کابو کولو لپاره لاس پر کار شي او دا به امریکا او د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ لپاره نوی سرخوږی وي. په ورته وخت کې د روان کال په فبروري کې په امریکا کې هم د نفتو تولید د بل هر وخت په پرتله تر ټولې لوړې کچې ته رسېدلی دی. امریکا په دې وروستیو کې په ورځني ډول د خپلو نفتو د تولید کچه میلیونونو بېرلو ته رسولې چې تر سعودي عربستان او روسیې وروسته دا په نړیواله کچه تر ټولو لوړ شمېر دی. امریکا په دې سره هڅه کوي چې په کور دننه د نفتو تولید ډېر کړي او په دې سره په بهرنیو هېوادونو خپله تکیه راکمه کړي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي چې امریکا د نفتو له کبله د نړۍ تر ټولو ستر واردوونکي هېواد له حالت څخه راوباسي. که څه هم ټرمپ د بیو له راټيټېدو هرکلی کړی، خو د دغه وضعیت دوام به امریکا ته هم ناوړه پایلې ولري.

ټرمپ په دې وروستیو کې د روسیې پر ولسمشر ویلادیمیر پوتین هم غږ وکړ چې د روان «ناوړه» وضعیت د کنټرول په اړه ورسره خبرې وکړي. په ورته وخت کې نوموړي د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره تر خبرو وروسته وویل چې د نفتو د تولیدوونکو هېوادونو ترمنځ ناهمغږۍ روان وضعیت رامنځته کړی دی. سعودي بیا هڅه کوي چې د اوپېک سازمان او د نفتو  د نورو لویو تولیدوونکو هېوادونو لکه کاناډا او مکسیکو په مرسته بېرته بیې لوړې کړي، خو په دې اړه د یوې هوکړې او ګډ غږ څرک نه لیدل کېږي.

په ټوله کې روان پاشلي وضعیت او جیوپولیټيکي نښتو د امریکا لپاره نوې ننګونې راپورته کړي چې د امریکا اقتصاد او بهرنی سیاست یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

د نفتو د نوې غوښتنې پای

د صنعت د نورو برخو په څېر، د کرونا ویروس چټکتیا او پراختیا د نفتو پر بازارونو کې هم غوغا رامنځته کړې ده. د نفتو بیې په ۲۰۱۴ ز کال کې د لوړې عرضې له کبله ډېرې راولوېدې چې بیا وروسته په ۲۰۱۶ ز کال د اوپېک سازمان او نړیوالو په مرسته دغه وضعیت کنټرول شو او په دې اړه نوې سپارښتنې وشوې. هغه مهال د اوپېک سازمان ۱۱ غړو او نورو هېوادونو ترمنځ هوکړه وشوه چې د نفتو د تولید کچه به راکموي او په دې سره به د بیلو د رالوېدو مخه نیسي.

اوپېک سازمان چې د عربستان- چین پر محور راڅرخي او د نفتو دغه دواړه ستر تولیدوونکي او رقیب هېوادونه یې له یو بل سره ګډې همکارۍ ته هڅولي، په دې سره روسیې ته دا فرصت هم په لاس ورغلی چې په منځني ختیځ کې د امریکا له تر ټولو لوی متحد سعودي سره خپلې ستراتېژیکې اړیکې پراخې کړي او د سعودي پانګونې هم خپل هېواد ته راجلب کړي. سعودي هم له ایران سره د ستونزو له کبله له دغه وضعیت ګټه پورته کوي او هڅه کوي چې له امریکا او روسیې سره په ګډه د نفتو تولید زیات کړي او په دې سره د ایران اقتصاد کمزوری کړي.

خو د کرونا ویروس د لومړي پړاو په پیل سره دا هر څه ګډوډ شول. چین چې د نفتو د ودې لپاره تر ټولو لوی نړیوال بازار دی، له یولړ محدودیتونو سره مخ شو. ترڅنګ یې په نړۍ کې هم د تقاضا د ډېرېدو پرځای دغه بهیر د ټېټېدو پر لور ولاړ. د شمېرو له مخې، د روان ۲۰۲۰ ز کال په لومړیو دریو میاشتو کې د نفتو د تقاضا کچه په منځني ډول شپږو میلیونو بېرلو ته رالوېدلې چې دا کچه د نفتو د تقاضا په برخه کې د پام وړ کموالی په ډاګه کوي.

د مارچ میاشتې په پیل کې په اوپېک، اوپېک پلس، سعودي او روسیه کې د وضعیت د کنټرول په تړاو ناستې هم وشوې، خو د دغو هېوادونو او سازمانانو نظرونه تر ډېره سره پاشلي او لرې وو او په دې اړه کومې پرېکړه ته ونه رسېدل. سعودي او روسیې په دې تړاو تر ټولو متفاوت نظرونه درلودل، سعودي وړاندیز وکړ چې د نفتو تولید باید تر یوې مودې راټيت شي، خو روسیې بیا برعکس د تولید پر ډېرېدو ټينګارکاوه چې په دې سره نوې هوکړه ونه شوه او غړي هېوادونه پر دې سلا شول چې تر جون پورې به د پخواني تړون پر بنسټ مخکې ځي او په جون کې به وضعیت ته په کتو بیا سره جرګه کېږي.

د تولید پرسر سیالي

سعودي عربستان له دې ناستې وروسته اعلان وکړ چې که د نفتو ټول تولیدوونکي هېوادونه په خپل تولید کې کموالی رانه ولي، دوی به له ټولو لارو چارو کار واخلي. سعودي په همدې موخه په ورځني ډول د خپلو په تولید کې ۲.۵ میلیونه بېرله زیاتوالی راوست چې په دې سره یې په ورځني ډول د ټول تولید کچه ۹.۷ میلیون بېرله نفتو ته ورسوله. د سعودي دې چارې په نړۍ کې د نفتو د بیو په ټیټوالی کې د پام وړ اغېز درلود. په ورته وخت کې د روسیې هم د سعودي دغه اقدام ته په ځواب کې په خپل تولید کې په ورځني ډول د درې لکه بېرلو د زیاتوالي اعلان وکړ چې په دې سره اوسمهال تر ډېره د نفتو لوی تولیدوونکي هېوادونه په خپلو کې پر سیالۍ بوخت دي او له کبله یې د نفتو بازارونه په بې مخینې ډول راولوېدل.

کله چې کرونا ویروس د چین له پولو ووت او نورې نړۍ ته خپور شو، په دې سره یې نوی پړاو ځانته خپل کړ. له همدې کبله په ټوله نړۍ کې د نفتو تقاضا هم په بې ساري ډول راټيټه شوه. د شمېرو له مخې په اپرېل کې د نفتو د تقاضا کچې نږدې ۲۰ سلنه راټيټه شوې ده.

که روان وضعیت په همدې ډول دوام وکړي، دوه امکانه وجود لري؛ یا به تولیدوونکي هېوادونه د تولید کچه ډېره راټيټوي او یا به هم د نفتو ارزښت په نړیوال بازار کې ورځ تر بلې خپل ارزښت له لاسه ورکوي چې دا د ځينو هېوادونو لپاره ښه خبر نه دی.

روسیه او عربستان د نفتو لوړ ظرفیت ته په کتو، په ډېر کم قیمت هم د نفتو تولید وړتیا لري، خو نورو تولیدوونکو هېوادونو ته بیا دغه څه په لوړه اقتصادي بیه تمامېږي، نو له همدې کبله ښایي ډېری شرکتونه له سقوط سره مخ شي چې په دې ډله مې متحده ایالتونه هم راځي. په پایله کې به دې ته اړ شي چې په نړیوال بازار کې خپله ونډه د نورو

په ګټه پرېږدي. د روسیې د روسنېفټ شرکت(چې د روسیې نږدې ۴۰ سلنه نفت تولیدوي) اجرایوي مشر اېګور سیچین وایي، چې تولیدوونکي هېوادونه باید د ۲۰۱۶ ز کال شوي تړون ته ژمن پاتې شي. هغه وایي: «که په بازار کې مو یوځل ونډه له لاسه ووتله، بیا به یې هېڅکه هم ترلاسه نه شی کړای.

د متحده ایالتونو د نفتو تولیدوونکي همدا اوس هم تر ډېر فشار لاندې دي، دوی هره ورځ خپله بودجه کموي چې ښایي بیخي په ټپه ودرول شي. د IHS مارکېټ د توې محاسبې له مخې، د روان کال تر پایه به د امریکا د نفتو تولید درې میلیونه بېرلو ته راولوېږي، چې په بدل کې به یې له سعودي او روسیې د وارداتو په کچه ډېروالی راولي.

ټاکل شوې وه چې امریکا به د نفتو د تولید د کچې په ډېروالي سره ۲.۵ میلیونه نوې دندې هم رامنځته کړي، خو دا هرڅه اوس له لاسه وتونکي برېښي.

پراخ بازار

ایا د نړیوال بازار د ثبات لپاره بله لاره هم پاتې ده؟ په بازار کې د ونډې پر سر د اوسني کشمکش کموالی کولی شي چې د بازار پر روان اغېز وکړي او تر یوې کچې بېرته بیې کنټرول شي. البته دا هغه څه دي چې یوازې به د زیات تولید ستونزه حل کړي، خو نورې ستونزې به پرځای پاتې وي.

خو دغه ثبات ته د رسېدو لارې چارې یوه بله د بحث وړ او پېچلې موضوع ده. خو سعودي د دې پرېکړه لپاره یوه بله لاره هم لري. هغه دا چې د G_20 هېوادونو سرمشریزې د اقتصادي ستونزو د حل په موخه هوکړه کړې ده. که څه هم د ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ ز کال د مالي بحران پرمهال جي- ۲۰ هېوادونو سرمشریزې تر ډېره په سمه توګه خپل رول ادا نه کړ، خو دا ځل یې د ډېرې مرستې او همکارۍ ژمنه کړې ده.

خو د متحده ایالتونو لپاره په کور دننه کې هم ځینې محدودیتونه راپورته شوي دي. د امریکا د کانګرېس هغه غړي چې پر ریاض د وسلو د پلورلو ملاتړي دي، اوس غواړي چې د امریکا او سعودي عربستان ترمنځ ټولې اړیکې باید د نفتو د نړیوال سیاست پر بنسټ وي. د امریکا د کانګرېس ۱۳ جموري غوښتونکو سناتورانو د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ته په استولي لیک کې د نفتو په برخه کې د سعودي له پالیسۍ( د تولید د ظرفیت لوړول او د بیو ټيټوالی) خپله ناخوښي ښودلې ده. د دغو سناتورانو له ډلې یې شپږو تنو چې د کانګرېس د مسلح خدماتو مشر هم پکې دی، په یو پرانیستي لیک کې ویلي، چې د روان وضعیت په دوام کې به د امریکا او سعودي ترمنځ د دفاعي همکاریو پراختیا او ساتل ستونزمن وي.

په ورته وخت کې د متحده ایالتونو دولت په کور دننه ځینې نور محدودیتونه هم لري. واشنګټن د مسکو او ریاض خلاف، خپلو کمپنیو ته ووایي چې څومره نفت باید تولید کړي.

له دې ټولو سره سره به په راتلونکو اونیو کې د نفتو له کبله رامنځته شوی بحران نور هم ناوړه وضعیت پر لور ولاړ شي او په دې سره به د تقاضا کچه ورځ تر بلې په ټيټېدو شي.

ښایي یو علت یې هم د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د کرونا ویروس پراختیا وي، خو یو علت یې د تولیدوونکو هېوادونو پر روان سیاست او د نړیوال ثبات پورې هم اړه لري. خو عمده برخه یې د کرونا له کبله په بازار کې په ټپه درېدلي حالت رامنځته کېدل دي چې په دې سره به د نړیوال اقتصاد له سخت رکود سره مخ شي.

سرچینه: (https://www.foreignaffairs.com/)

Share64Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

جون 8, 2026

شي جين پينګ پينګ يونګ ته ورسېد

جون 8, 2026

کيم جونګ اون د شي جين پينګ لپاره د هرکلي مراسم ترسره کړل

جون 8, 2026
default

بېجینګ په ګوانګ شي کې د سيلابونو او پېښو ضد د مبارزې د څلورمې درجې بېړني اقدامات ترسره کړل

جون 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In