پنجشنبه, مارچ 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

د کرونا بحران؛ لویديځ د څارنې سیستم په برابرولو کې پاتې راغلی

لیکوال: نېکولاس رایټ/ر ژباړن: جواد تیموري

اپریل 11, 2020
in تحلیل, لیکنې
0 0

د کرونا ویروس چټکې پراختیا په ډېر کم وخت کې په نړۍ لسګونه زره انسانان ووژل، نړیوال اقتصاد یې له پښو وغورځاوه، د پرمختګ مخه یې ډپ کړه او دغه راز یې د نړۍ د راتلونکې رهبرۍ په اړه هم په ټولنو کې بېلابېلې فرضیې رامنځته کړې دي.

نړۍ په دغه ډول بحراني شرایطو د نظارت ځانګړي او پرمختللي سیستم ته اړتیا لري، چې اوسنی حاکم نړیوال نظام په دې برخه کې ناکام دی. د عامې روغتیا په برخه کې هر ډول اقدامات تل څارنې او نظارت ته اړتیا لري او دغه څه بیا په ځانګړې توګه د کرونا ویروس پر وړاندې د دولتونو له مبارزې په ښه ډول څرګندېږي. چین په ووهان ښار کې د کرونا ویروس له کنټرول وروسته له پرمختللو وسایلو په استفادې اوس په نړیواله کچه د دغه ویروس نظارت او څارنه کوي. دغه هېواد له بېلابېلو لارو چارو څخه په ګټنې د هغو کسانو څارنه کوي چې زیانمنو شویو ځایونو ته تګ راتګ کوي.

په ورته وخت کې د ختيځې اسیا ډېری هېوادونو هم له کووېډ- ۱۹ ناروغۍ سره د مبارزې په پار له خپل ټول نظارتي ځواک څخه ګټه واخیسته. جنوبي کوریا له تړلي مدار ټلویزیون(CCTV( او خلکو ته د ځانګړو کارتونو د ورکړې له لارې او دغه راز ټایوان بیا له پرمختللې او نوې ټکنالوژۍ څخه په استفادې د خپلو خلکو، روغتونونو، درملتونو او روغتیایي مرکزونو څارنه کوي ترڅو پر دغه ویروس د اخته کسانو له حال څخه هره شېبه خبر ترلاسه کړي.

خو لوېدیځ او لېبرال ډیموکراټیک هېوادونه بیا د دغه ویروس د مهارولو لپاره د چین پر وسایلو او د کرونا ویروس په کنټرول کې د دغه هېواد پر بریالیو لارو چارو فکر کوي چې څه ډول باید دوی هم ترې ګټه پورته کړي.

چین داسې مهال په کور دننه د بهرنۍ نړۍ د نظارت په هڅه کې دی، چې دغه هېواد له نږدې یوې لسیزې راهیسې له امریکا سره د نړیوال سټېج پر سر په سخته سیالۍ بوخت دی. چین هڅه کوي چې د نړۍ لپاره د سټنډرډونو په ټاکلو او کلیدي پرېکړو کې باید مهمه ونډه ولري.

چین اوسمهال د 5G ټکنالوژۍ او Orwellian سیستم په صادرولو په نړۍ کې د ځان لپاره ځانګړی ځای خپل کړی. کرونا ویروس او د چین چټکه ټکنالوژیکي وده به په راتلونکي کې نړۍ په پوره ډول بدله کړي.

د خیتځې اسیا هېوادونو له وروستیو اقداماتو ښکاري چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په پار نړۍ د څارنې او نظارت لپاره یوه پیاوړي سیستم ته اړتیا لري. غربي ډيموکراسۍ باید په دې برخه کې د خلکو د خوندیتوب په موخه خپلې لارې چارې واضېح کړي. دوی باید دا واضېح کړي چې د لېبرال ارزښتونو له قربانۍ پرته د خپلو وګړو د خوندیتوب لپاره کوم ډول موډلونه لري؟

د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته د ډیموکراسۍ او په ځانګړې توګه د امریکا د خصوصي او دولتي نظارتي سیستم په تړاو خلکو ته ګڼې پوښتنې راولاړې شوې دي. دوی غواړي پر دې پوه شي چې نظامونه یې د نظارت او څارنې په پار کوم ځانګړی سیستم لري او کنه؟  دې ته ورته، د کووېډ-۱۹ ناروغۍ یو اوږدمهاله اغېز به په ټوله نړۍ کې د نظارت د ډیجیټلي سیستم بدلون وي. اوسمهال د خلکو د څارنې پرمختللی سیستم د نړۍ له مهمو روغتیایي اړتیاوو ګڼل کېږي، چې لاهم په ځينو برخو کې دې مورد ته پام نه دی شوی.

نړۍ اوسمهال له لوړ ګواښ سره مخ ده، که ډيموکراسي د نړۍ لپاره د څارنې او نظارت په پار پرمختللی سیستم رامنځته نه کړي، اقتدار غوښتونکي سیال هېوادونه یې تیار دي چې نړۍ ته په دې برخه کې نوي موډلونه وړاندې کړي.

د جان سنو تجربه او وژونکې ناروغۍ

له نړیوالو وباوو سره د مبارزې په پار له ډېرې مودې راهیسې نړۍ د انسانانو د کنټرول او نظارت سیستم ته اړتیا لري، ترڅو له دې لارې پر یادو ویروسونو، وباوو او وژونکو بریالۍ شي.

ډاکتر جان سنو د اپیډیميولوژي له بنسټ اېښودونکو څخه دی، چې د وبایي او وژونکو ویروسونو د کنټرول او مخنیوي په پار د نطارت سیستم ډېر اړین او ګټور بولي.

کولرا چې خطرناکه او وژونکې وبا ده، د لومړي ځل لپاره په ۱۸۳۱ ز کال کې انګلیستان ته ورسېده، دې وژونکې ناروغۍ په نړۍ کې په سلګونو زره انسانان ووژل، دغه راز یې په انګلیستان کې هم کابو لس زرو کسان له منځه یووړل.

د ۱۸۵۴ ز کال په اګسټ او سپټمبر کې په لندن کې د سوهو په نوم سیمه له یوې وژونکې ناروغۍ سره مخ شوه. دې ناروغۍ په درې ورځو کې د دې سیمې ۱۲۷ کسان ووژل. سنو دې سیمې ته نږدې ژوند کاوه. د سیمې له خلکو سره نږدې اړیکو هغه ته دا فرصت ورکړ چې یاده ناروغي ژر کنټرول کړي. هغه لومړی سیمه په نښه کړه او د قربانیانو له کورنیو سره یې خبرې وکړې. هغه د سیمې تر لنډنظارت او څارنې وروسته ډېر ژر د یادې ناروغۍ اصلي سرچینه پیدا کړه، له سیمه ییزو مشرانو یې وغوښتل چې باید د اصلي سرچینې په له منځه وړلو کې ورسره مرسته وکړي. سنو د کولرا د له منځه وړلو په پار په ډېر غور سره د نظارت او څارنې له لارې لومړی ډاکترانو او سیمه ییزو چارواکو ته قناعت ورکړ او له دې وروسته یې په ګډه په نږدې لس ورځو کې د دې وبا بشپړ مخنیوی وکړ.

د سنو له دې بریالۍ تجربې وروسته د انګلستان په هر ایالت کې ځینې بنسټونه جوړ شول چې د عامې روغتیا په برخه کې د نوموړي له تجربو ګټه اخلي. دغه راز د عامې روغتیا په برخه کې نویو لارو چارو د میلیونونو انسانانو ژوند خوندي کړی دی او د سنو له تجربې وروسته هر نسل د عمومي ګټو د خوندیتوب په پار د نظارت او څارنې له پیاوړي ځواک ګټه اخیستې ده.

په ټوله کې ویلی شو چې په تېرو دوو پېړیو کې د نړۍ په ټولنیز او اقتصادي پرمختګ کې د نظارت او څارنې ځواک ارزښت د پام وړ مهم و. په نولسمه پېړۍ کې په انګلستان کې د کلیدي پرمختګونه تر ډېره د څارنې او نظارت د ځواک پرمټ شوي دي.

د انګلستان پورتني اقدامات دا په ډاګه کوي چې د نظارت په برخه کې پرمختګ او نوي ګامونه اوچتول ډيموکراسي نه شي کمزورې کولی. کله چې د انګلستان دولت د څارنې او نظارت په برخه کې نوي واکونه تصویب کړل، پارلماني سیستم نور هم د ډیموکراټیک کېدو پر لور ګامونه واخیستل. دغه راز هرکله چې ډیموکراټیکو هېوادونو د خپلو وګړو د خوندیتوب په پار د نظارت ځواک پیاوړی کړی، په هماغه کچه یې په اقتصادي او سیاسي برخه کې پرمختګونه هم کړي دي.

البته دلته یوه استثنا شته چې په ټولو مواردو کې د دولت له لوري څارنه او نظارت ګټور نه دی تمام شوی. د شلمې پېړۍ په اوږدو کې هغو هېوادونو چې ځانونه یې په ښکاره ډول ډیموکراټیک بلل، د خپلو سیاسي سیالانو او مخالفینو د ځپلو لپاره د نظارت او څارنې له ځواک څخه ناوړه استفاده وکړه او دوی یې په دې ډول په بې رحمانه ډول وځپل.

د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته امریکا د څارنې او نظارت ځواک ډېر پیاوړی کړ او د ملي امنیت د خوندیتوب په بهانه یې له ډيجیټلي وسایلو په استفادې د تروریزم سره د مبارزې په نوم ډېری سیستمونه تر نظارت او څارنې لاندې ونیول چې تر ډېره په دې برخه کې د نورو خصوصي حریم ونه ساتل شو او ناوړه ګټې ترې پورته شوې.

متحده ایالتونو د دې پرځای چې د خلکو د له خصوصي او سوداګریز حریم ساتنه وکړي، برعکس یې د ګوګل او فیسبوک په څېر د نورو ټولنیزو رسنیو له لارې د خلکو محرمو اطلاعاتو ته لاسرسی پیدا کړ او په ناقانونه توګه یې د دوی شخصي اطلاعات له ګواښ سره مخ کړل.

پوښښ او کنټرول

لکه څرنګه چې د سپټمبر له یوولسمې وروسته امریکا له نویو لارو چارو په ګټنې د خلکو د نظارت او څارنې لپاره لاس پر کار شوه، په همدې ډول به د نړۍ ډېری هېوادونه د کرونا ویروس د څارنې په موخه له بېلابېلو لارو چارو ګټه پورته کړي. له همدې کبله اغېزمن شوي او زیانمن هېوادونه ټول په دې هڅه کې دي چې خپل خلک د نظارت او کنټرول له لارې خوندي کړي. اوسمهال هر هېواد له کووېډ- ۱۹ ناروغۍ سره د مبارزې په پار خپله ځانګړې روغتیایي تګلاره لري چې هڅه کوي له دې لارې له یوې خوا د خپلو خلکو څارنه وکړي او له بلې خوا عامه ذهنیت هم مثبت وساتي، خو له بده مرغه چې په متحده ایالتونو او اروپا کې په دې تړاو هېڅ اقدام نه دی شوی. بلخوا په ختیځه اسیا کې په دې اړه پراخ کار روان دی او ډېر اغېزمن تمام شوی دی.که څه هم لوېدیځ په دې برخه کې د پرمختګ ژمنې کړي، خو داسې ښکاري چې دا ژمنې به ډېرې کارنده نه وي.

د ختیځې اسیا د پنځو هېوادونو ستراتېژۍ ته که پام وکړو، دا راته ښه په ډاګه کېږي چې لوېدیځ او په ځانګړې توګه متحده ایالتونه په دې برخه کې څومره ناکام دي. د جنوبي کوریا او ټایوان له ډيموکراسیو نیولې بیا تر اقدار غوښتونکي چین پورې ټول د نظارت او څارنې په برخه کې ځانګړې تګلارې لري. جنوبي کوریا د کووېډ-۱۹ د خپرېدو د مخنیوي په پار د عامې روغتیا په برخه کې له کلاسیکو لارو چارو په ګټې اخیستنې سره بریالۍ شوه او کرونا یې کنټرول کړه. دغه هېواد له ځانګړو لارو چارو څخه په استفادې خپل ټول خلک څاري او له دې لارې له یوې خوا په کور دننه  د قرنطین څارنه کوي او له بلې خوا د ګرځنده ټلیفون په مرستې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په ډېرې اسانۍ تشخیصولی شي.

په همدې ډول ټایوان هم دغه هېواد ته د ورتلونکو کسانو په دقیقې څارنې سره د دغه ویروس د پرمختګ مخه ډپ کړې ده. ټایوان د څارنې او نظارت په برخه کې یوه ډېره کارنده او پرمختللې ستراتېژي رامنځته کړې چې ډېره بریالۍ ثابته شوې ده. د بېلګې په ډول، دغه هېواد په فبروروي میاشت کې اعلان وکړ چې  ټول روغتونونه او روغتیایي مرکزونه د نوي سیستم له لارې د خپلو مراجعینو د سفر تاریخچه کتلی شي، خو په انګلستان او امریکا کې بیا په دې برخه کې هېڅ نه دي شوي او ان په دې اړه څه ویل کېږي هم نه.

ټایوان د جنوبي کوریا په څېر د ګرځنده ټلیفونو په مرستې د خپلو هېوادوالو څارنه کوي او هره شېبه کولی شي چې په دغه هېواد کې رامنځته کېدونکې مثبت پېښه تشخیص کړي.

هانکانګ له یو ډول الکترونیکي وسایلو په ګټنې هره شېبه په دغه هېواد د قرنطین څارنه کوي. سېنګاپور بیا پولیسو ته CCTV سیستم په واک کې ورکړی او په ډېرې اسانۍ سره په دغه هېواد کې د کرونا د پراختیا مخنیوی شوی دی.

له دې ټولو ور هاخوا د کرونا ویروس په اصلي سرچینې (چین) کې د نظارت له پیاوړي ځواک په استفادې دغه هېواد ډېر ژر یاد ویروس په خپل واک او کنټرول کې راوست. چین له (شبکه یي مدیریت) څخه په ګټنې لوړی دغه هېواد په کوچنیو برخو ووېشو او وروسته یې د یوه پرمختتلي سیستم په رامنځته کولو په یوه وار له یومیلیون څخه د زیاتو کسانو څارل، تشخیصول او د دوی د بدن د تودوخې د درجې معلومول ممکن کړل.

دغه راز چین په دې برخه کې له نورو ډیجیټلي وسایلو هم ګټه پورته کړه. چین د اوسپنې پټلۍ د دولتي شرکتونو، د هوایي چلن لویو خصوصي شرکتونو او کمپنیو په مرسته د ځانګړي نظارتي سیستم له لارې په مهمو ځایونو کې د خلکو د تګ راتګ څارنه او نظارت جدي کړ او له دې لارې يې په اسانۍ سره دغه ویروس په خپل کنټرول کې راوست. بیجینګ د خپلو خلکو لپاره په ګرځنده ټلیفونونو کې داسې سیستم رامنځته کړ چې دوی په ډېرې اسانۍ سره تر تهدید لاندې او امن سیمې تشخصیولی شي.

د ډيموکراتیکو هېوادونو د څارنې او نظارت پر لور

که څه هم د ختیځي اسیا ډېری هېوادونو کرونا ویروس کنټرول کړی، خو په اروپا، امریکا او لوېديځو هېوادونو کې دغه ویروس له کنټرول وتلی او یادو هېوادونو ته یې جدي ګواښونه پېښ کړي چې ان د دوی د راتلونکي پړاو جدي اندېښنې موجودې دي.

دا چې د عامې روغتیا په برخه کې هره ستراتېژي د  خلکو د کنټرول او نظارت پر سیستم پورې تړلې ده، خو لوېديځ هېوادونه له یوې خوا اوسمهال د نظارت لپاره هېڅ ډول کارنده سیستم نه لري او که په راتلونکي کې هم د دغه سیستم د رامنځته کېدو هڅه کوي، ډېر به ورته ستونزمن وي.

په بېړنیو روغتیايي حالتونو لکه کرونا ویروس پرمهال، د اقتدارغوښتونکو هېوادونو لکه چین د څارنې او نظارت ستراتېژي ډېره بریالۍ ثابته شوې. دغه راز د بحراني شرایطو په مدیریت کې د دغو هېوادونو رول نور هم پر ډېرېدو دی. لېبرال ډیموکراسۍ هم باید د خپلو وګړو حریم ته په احترام باید داسې لارې چارې رامنځته کړي چې په راتلونکي کې د پورتنیو هېوادونو په څېر د بحراني شرایطو په کنټرول کې ګټورې تمامې شي. که دوی په برخه کې په همدې ډول نور هم غلي پاتې کېږي، نو چین دې تیار دې چې په ډېرې اسانۍ د لېبرال ډيموکراسۍ لپاره نړۍ ته په دې برخه کې بدیل وړاندې کړي.

چین د ډیجیټلي ټکنالوژۍ او په دې برخه کې د پانګونې له لارې له لویدیځ سره په سختې سیالۍ بوخت دی چې تر تر ډېره د دغه ډګر ګټونکی هم پاتې شوی دی.

لېبرال غربي ډیموکراسۍ د نظارت او څارنې په برخه کې هېڅ ډول کارنده تګلاره نه لري، له همدې کبله دې چارې دوی ډېر نهیلي کړي دي. لویدېځ که په راتلونکي کې د نړۍ لپاره د څارنې او نظارت په برخه کې بدیل وړاندې نه کړي، د چین په څېر هېوادونه دې تیار دي چې دا تشه ډکه کړي او په دې سره به نړۍ بیخي بدله او بل لور ته ولاړه شي.

Share21Tweet10Share4

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

مارچ 12, 2026

پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

مارچ 12, 2026

سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

مارچ 12, 2026

ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

مارچ 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In