پنجشنبه, مارچ 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

د افغانستان په اړه د چین ستراتیژیکه ارزونه

لیکوال: یون سون؛ د ستیمسون په څېړنیز مرکز کې د چین د برخې مشر او د ختیځې اسیا د پروګرام مرستیال / ژباړن: مرسلین ارسلا - د نړیوالو اړیکو څېړونکی

اپریل 12, 2020
in تحلیل, لیکنې
0 0

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو په درشل کې د دغه هېواد راتلونکی د هر بل وخت په پرتله نا مالوم ښکاري.

چين د یوه داسې ګاونډي هېواد په توګه چې په افغانستان کې یې مهمې ګټې مطرح دي، نو د دې هېواد په باب يې لید لوری او راتلونکي ته یې تیاری څه دی؟

 د سپټمر له ۱۱مې پېښې وروسته په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور د چین لپاره په یوه معما بدل شوی. له یوه پلوه بېجینګ په خپل ګاونډ کې د امریکايي ځواکونو حضور د ځان لپاره جدي او ستراتيژیک ګواښ بولي، په ورته وخت کې پر دې هم باوري دی، هغه امنیتی چاپیریال چې امریکا په افغانستان کې رامنځته کړی بېجینګ هم ترې ګټه پورته کړې ده. په ځانګړې توګه د چین ضد ترهګرو ډلو د ودې او خورېدو د مخنیوي په برخه کې.

د دغې معما یوه مانا دا ده چې چین له امریکا غواړي څو له افغانستان ووځي. خو د امريکا دغه وتل باید مسوولانه وي او په افغانستان کې د قدرت داسې بې نظمه تشه تر شا پرې نه‌ږدي چې د سیمې بې ثباتۍ لامل شي.

خو حقیقت دا دی چې د افغانستان په تړاو د امریکا پرېکړې په واشنګټن کې کېږی، نه په بېجینګ کې او چین یوازې د هغه څه پر وړاندې غبرګون ښیي چې امریکا یې په افغانستان کې ترسره کوي.

امریکا متحده ایالاتو او وسله‌والو طالبانو د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه په دوحه کې د افغانستان سولې په اړه هوکړه لاسلیک کړه. دغه هوکړه په امریکا متحده ایالاتو کې له خوشبینۍ سره مل وه خو چین بیا په دې اړه ډېر نه بلکې څه ناڅه خوشال دی.

چین د بین الافغاني پروسې په باب ډېر باوري نه دی بلکی تمه لري چې د امریکا په لاس د افغانستان سولې په اړه شوې هوکړه به د بې ثباتۍ لامل شي او په پایله کې به یی سیمه دې ته مجبوره شي چې د ملګرو ملتونو د سوله ساتنې ماموریت په ګډون، د څو اړخیز بدیل په لټه کې شي. څو افغانستان د بې ثباتۍ دې کندې ته له لوېدو وژغوري.

د افغانستان په تړاو د چین تاریخي لیدلوری

په افغانستان کې د چین اساسي ګټې د دغه هېواد په ثبات پورې تړلي دي. د بېجینګ له نظره په افغانستان کې بې نظمي د اسلامي بنسټپالنې د راپاریدو لامل کېږي او دا چاره بیا د چین او په ځانګړې توګه د سینکیانګ داخلي امنیت ګواښي.

په ټوله‌ييز ډول دغه هېواد په افغانستان کې قدرت ته د رسېدو په لټه کې نه دی. که د ټاکنو مسئله شي، نو چین دا ښه ګڼي چې د افغانستان داخلی ثبات او کارنده حکومت ولري څو ټولو خواوو ته د منلو وړ، خو د سترو قدرتونو ترمنځ بې پرې وي. چین چې د افغانستان په ګرداب کې د بریټانیې، شوروي اتحاد او امریکا متحده ایالاتو د ښکېلتيا شاهد دی، تل يې پر دې اعتراف کړی چې افغانستان د “امپراتوریو هدیره” ده.

بېجینګ په دودیزه توګه پر دې باور دی چې په هر قيمت وي، ځان به د افغانستان په کورنیو چارو کې له هر اړخیزې ښکېلتيا ساتي.

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د حضور په تړاو د چین لېدلوری په ټوله کې له ضد او نقیضو فکتورونو (عناصرو) سره مل دی. که له منفي نظره وکتل شي نو چین پر افغانستان د امریکا یرغل ته په داسې سترګه ګوري چې ګني امریکا غواړي د ایرو- اسیا قارې په زړه کې ځان ته د پښې ځای پيدا کړي او وروسته بیا چین هم په کې راونغاړي. بېجینګ له وسله‌والو طالبانو سره روانې جګړې ته د افغانستان “غیر مسوولانه” بې ثباته کولو او د سیمې د ځپلو په سترګه ګوري.

د چین له نظره د سپټمبر ۱۱مې پېښه او تر هغې وروسته په افغانستان کې د جګړې پیل د دې لامل شو چې د سیمې مسلمانان بنسټپال شي او دا بنسټپالنه بیا د چین په شمال لوېدیځ بيلتون غوښتونکي سینیکیانګ کې د نا ارامۍ لامل شوه.

خو که له مثبت نظره ورته وګورو نو چین د سپټمبر له پېښې وروسته د امریکا جګړو ته په داسې سترګه کتلي چې ګڼي له سړې جګړې را وروسته یې دې ته تر ټولو ښه خدای فرصت په لاس ورکړی، د “ستراتیژیکو فرصتونو” داسې ور یی ورته پرانېست چې  بېجینګ ته یې یوه لسیزه فرصت ورکړ څو خپل قدرت لا پسې زیات کړي. حال دا چې واشنګټن د افغانستان او عراق د جګړو په ګرداب کې ښکېل و او په ټریلیونونو ډالر یې مصرف کړل. په داسې حال کې چې امریکا متحده ایالاتو له ترهګرۍ سره په جګړه کې د چین څه نا څه ملاتړ ته اړتیا درلوده، خو چین په سینکیانګ کې ګواښونه پلمه کړل او د ترهګرۍ پر ضد د نړۍ په کچه د جګړې په توجیه کولو سره یې د اېغوريانو په سیمه کې خپله پالیسي تطبیق کړه.

افغانستان هېڅکله د چین لپاره یو اقتصادي لومړیتوب نه و. حتا د چین له لوري “بهر ته د پښې غځولو ستراتیژي” (Going Out) پر مهال (د یوه کمربند او لارې پخواني نوښت ژوندي کول چې چینایي کمپنۍ یې دې ته وهڅولې څو نړیوالو مارکیټونو ته لار پيدا کړي) ډېرو کمو چینایي کمپنیو دې ته لیوالتیا وښوده چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

په ۲۰۰۸م کال کې د عینکو د مسو کان او په ۲۰۱۱م کال کې د امو سيند د نفتو څاګانی یې بېلګې او استثناوې دي.

په افغانستان کې هر راز ګټوره پانګونه د امنیتی وضعیت له خرابېدو سره په اوبو لاهو شوې او د دې لامل شوې چې د ټولو ترلاس لاندې لويو پروژو کارونه بند شي. له دې رسمي روایت او کیسې سره سره چې افغانستان د يو کمربند او لارې د نوښت لپاره تر ټولو مهم ټکی دی، په افغانستان کې د چین پانګونې کچه ډېره کمه ده. دغه پانګونه په ۲۰۱۶م کال کې ۲.۲ میلیونه ډالر وه او د ۲۰۱۷م په وروستیو کې ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته ورسېده. خو د پاکستان په باب بیا د چين کیسه بل ډول ده.

د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸مو کلونو ترمنځ په پاکستان کې د چین پانګونی کچه ۱.۵۸ میلیارد ډالرو ته رسېده او د ۲۰۱۷م کال په وروستیو کې دغلته د چين پانګونې ټولييزه کچه ۵.۷ میلیارده ډالرو ته ورسېده.

د بېجینګ او کابل ترمنځ د اقتصادي اړیکو ولاړ حالت اصلي لامل امنیتي اندېښنې دي. له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو دغه حالت لا پسې له نامالوم برخلیک سره مخ کړ. له هغه وخت څخه چې د افغانستان سولې پروسه پیل شوې، چینایان دغه بهیر څاري او په افغانستان کې د امنیتي تشې له رامنځته کېدو او د تاوتریخوالي له زیاتېدو اندېښمن دي. هغه څه چې چین یې اټکل او په اړه يې وړاندوینه نه شي کولی، هغه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل دي او په افغانستان کې د پانګونې په اړه د دغه هېواد پلان جوړونه هم پر همدې پورې تړلې ده.

که امریکا په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووځي نو بېجینګ به پراختیایي، مرستندویه، ډیپلوماټیک، ظرفیت جوړونې، نظامي مرستو او په افغانستان کې د خپلې مداخلې پروګرامونه جوړ کړي او په دې صورت کې چین باید د افغانستان د با ثباته کولو لپاره خپلې هڅې چټکې کړي. خو د افغانستان مهم جیوپلوټیک موقعیت او په کې له ۲۰۰۱م کال راهيسې د امریکا متحده ایالاتو لورې د لوړې بيې پرې کولو ته په کتو، چین اصلا باور نه لري چې امریکا دې په افغانستان کې له حضور او نفوذ لرلو لاس په سر شي. په افغانستان کې محدود پوځي حضور به له امریکا سره مرسته وکړي چې له ۱۹ کلنې اوږدې جګړې وروسته په خپلو لګښتونو کې خورا کموالی راولي.

د سولې پروسې راتلونکي په اړه نا خوشبیني

د افغانستان په تړاو د چین پالیسي د امریکا او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د افغانستان سولې په اړه د دواړو لوریو هوکړه‌لیک د امنیتي پایلو پر ارزونې ولاړه ده. د بېجینګ له نظره وضعیت مثبت نه برېښي. د وسله‌والو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د کورنۍ پخلاینې پروسه به د واشنګټن او وسله‌والو طالبانو ترمنځ تر مذاکراتو ډېر ستونزمن وي. د کابل او دې ډلې ترمنځ د خبرو اترو لړۍ به له تمې زیاته اوږده شي. د فبروري له ۲۹مې را په دېخوا لېدل شوې نښې نښانې هم همدا نظر تائیدوي.

د وسله‌والو طالبان اړوند بندیانو د خوشی کولو پر مسئله د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د توافق نشتوالی مخ په ډېرېدو دی او وسله‌وال طالبان هم د افغان ځواکونو پر وړاندې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي. که څه هم دا مسئله د امریکا او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د سولې په اړه له شوې معاملې سرغړونه نه بلل کېږي.

د افغانستان ولسمشريزو ټاکنو پر سر رامنځته شویو جنجالونو هم د وضعیت له خرابېدو سره مرسته کړې. په کابل کې د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ رامنځته شوی سیاسی بن بست (ولاړ حالت) هم له وسله‌والو طالبانو سره د حکومت د مذاکراتو ستراتیژي ناکاره کړې ده. چین رسما د لسمشر غني بریا تائید کړې خو پر دې باوري نه دی چې عبدالله دې وکړی شي د مذاکراتو لړۍ ګډه وډه کړی. حال دا چې چین نه د عبدالله له لوري د چلنج شوي غني سیاسي ګټه لیدلې او نه هم د روان بن بست چې مرکزي حکومت یې له بې ثباتۍ سره مخ کړی دی. یعنی دا چې ممکن غبرګ سیاستونه په کابل کې دوام پیدا کړي.

چین وېره لري او داسې وړاندوینه کوي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره به دغلته د قدرت پر سر دا حساس وضعیت لا پسې سخت شي. په دې صورت کې به وسله‌وال طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرې رد کړي. که یوه تر ټولو بده سناریو انځور کړو، نو په داسې یو وضعيت کې د وسله‌والو طالبانو او مرکزي افغان حکومت د پاتې شونو ترمنځ د کورنۍ جګړې پیل شونی کېږي.

په افغانستان کې د متحده ایالاتو له پالیسیو څخه د چین نا رضایتي

د چین له نظره متحده ایالاتو له افغانستان څخه د وتلو لپاره یوه نا مسوولانه لار غوره کړې ده. د چین په اند متحده ایالات به د افغانانو او سیمې هېوادونو لپاره یوه تشه پر ځای پرېږدي. په ځانګړې توګه دا خطر هغه وخت رامنځته کېدای شي که واشنګټن خپل کړې ګواښونه عملي کړي او له افغانستان سره خپلې مرستې تر پام وړ کچې کمې کړي.

د چین رسمي رسنۍ د امریکا او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د افغانستان سولې په اړه شوې معامله په ۱۹۷۰مو کلونو کې له ویتنام څخه د امریکا “له شرمه ډک” وتلو سره پرتله کوي. ظاهرا امریکا له افغانستان څخه وتل ځنډولي دي. دا کار يې د دې لپاره نه دی کړی چې دغه هېواد به له داخلي ستونزو سره مخ شي، بلکی د دې لپاره يې کړی چې د يادو ستونزو له امله به د امريکا باور زيانمن شي.

د چین له نظره د سولې کوم توافق ته چې امریکا له وسله‌والو طالبانو سره رسېدلې، یوازې د امریکا لپاره دی، نه د افغانستان او سیمی لپاره. متحده ایالات پلان لري چې د ۲ ټریلیونو ډالرو په لګښت او ۲۴۰۰ سرتېرو په د لاسه ورکولو سره له افغانستان څخه ووځي. حال دا چې طالبان له سیاسي پلوه د یوه قدرت په توګه ظاهر شوي او د افغانستان امنیت له خطر سره مخ دی.

چین تمه درلوده چې ولسمشرۍ ته د رسېدو په موخه د دویم ځل ټاکل کېدو کمپاین به ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته دا انګیزه ورکړي وي چې له طالبانو سره د سولي او له افغانستان څخه د وتلو لپاره جدي هڅې وکړي، خو د چین له وېرې سره مله اندېښنه دا ده چې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو غیر مسوولانه وتل به یوې باثباتی سولې ته د رسېدو په لار کې خنډ شي چې په پایله کې به یې چین او د سیمې نور ګڼ هېوادونه کلونه کلونه د رامنځته شوې شخړې له پراخيدونکو اغېزو متاثره وي.

د چین دا طنز ته ورته دریځ داسې دی چې په ۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان د امریکا یرغل او د چین ګاونډ ته د امریکایي ځواکونو استول یې د سیمې د بې‌ثباته کولو لامل باله، خو نن بیا هماغه شان له افغانستان څخه د امریکا له وتلو هم شکایت کوي.

په ورته مهال ډېری چینايي شنونکي شک لري چې متحده ایالات دې په بشپړه توګه له افغانستان څخه خپل  سرتېري وباسي. چین پر دې بې باوره دی چې متحده ایالات به دې ته لیواله وي چې د ایرو – ایشیا د مرکز په توګه په دې جیوستراتیژیک موقعیت کې خپل حضور ته شا کړي. ټرمپ چې پر یوه بې ثباته او د نه وړاندوینې وړ شخص مشهور دی، که چېرې یې د ګټو تقاضا وي نو کېدای شي په ناڅاپي توګه د افغانستان په باب له خپلې پرېکړې په شا شي.

د کابل او طالبانو ترمنځ راګیر

د افغانستان په اړه د چین لومړۍ اندېښنه د دغه هېواد امنیتي وضعیت دی چې د بې ثباتۍ او بنسټپالنې د راپارېدو لامل کېږي او دا دواړه بیا چین ته ور خورېږي. دغو ستونزو ته رسیده‌ګی چین اړ باسي څو هم له کابل او هم له وسله‌والو طالبانو سره ګډ کار وکړي. له همدې امله چین تل له پراخ بنسټه سیاست او د دواړو لوريو ترمنځ له پخلاینې ملاتړ کړی دی. د طالبانو پر ضد له شمالي ټلوالې څخه د چین پخواني ملاتړ سره سره د دې ډلې په تړاو د دغه هېواد دریځ د وخت په تیریدو سره کرښې بېلې کړې دي. یو هغه ډله طالبان چې د متحده ایالاتو ضد دي او بل هغه چې د اسلامی بنسټپالنې د پراختیا په هڅه کې دي.

سر بېره پر دې د وسله‌والو طالبانو له لوري د اېغور اورپکو پټنځایونو له لمنځه وړو په برخه کې د چین اړتیا او چین ته د طالبانو دا اړتیا چې د دوی په پلوی دې رول ولوبوي، د دوی ترمنځ د معاملی پر بنسټ د ولاړو اړیکو رامنځټه کیدو لامل شوی. دغه هڅې په ۲۰۱۴م کال کې هغه مهال پیل شوې چې د وسله‌والو طالبانو پلاوي په ښکاره او منظمه توګه چین ته د سفرونو لړۍ پیل کړه او دا سفرونه د دې لامل شول چې چین په ارومچي ښار کې د کابل او دې ډلې ترمنځ پټو خبرو ته زمینه برابره کړه.

د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې چین له کابل سره د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو ډېرې نږدې اړیکې ساتلي چې په ترڅ کې یی هغه ډلې په نښه شوي چې د ختیځ ترکستان له اسلامي غورځنګ او اسلامي دولت ډلې سره يې اړیکې درلودې.

د پوځي مرستو په برخه کې چین له کابل سره مرسته وکړه څو په بدخشان کې د چین او افغانستان ترمنځ د واخان پر دهلېز غرني پوځي قطعات جوړ کړي او اصلي هدف یی هم دا وو څو چین ته د تلونکو اسلامي دولت ډلې د اورپکو مخه ونیسي. د افغان څېړونکو د څېړنو له مخې، چین د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ کال ترمنځ له افغانستان سره په پوځي برخه کې ۷۰ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.

له کابل او وسله‌والو طالبانو سره د چین هم‌مهاله اړیکو د دوی ترمنځ د مذاکراتو په پروسه کې دې هېواد ته ځانګړی رول ور په برخه کړی دی. چین په دې برخه کې پر خپل بې پرې رول ویاړي او په افتخار سره دا وایي چې د افغانستان د یو زیات شمېر ګاونډیانو او متحده ایالاتو خلاف يې هېڅکله پر افغانستان یرغل نه دی کړی. چین په دوامداره توګه طالب استازو ته ویزې ورکړې څو د لېدو کتو لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي او دې کار چین ته دا فرصت هم ورکړی چې د کابل او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د خبرو اسان‌چاري په توګه رول ولوبوي.

په راتلونکي کې په افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو مشروعیت، رول او د نفوذ پراختیا د ډېرېدو وړاندوینی ته په پام سره چین به له دې ډلی سره خپلی اړیکی وساتي. چین له پخوا له خپلو هغو اصولو پښه غځولو چې پر اساس یی د افغانستان په مسئله کې مداخله نه کوله، دغه مداخله د منځګړيتوب په نامه او په دغه هېواد کې د خپلو ګټو د ساتلو په پلمه تر سره شوه. په داسې حال کې چې چین د ولسمشر غنی د حکومت ملاتړ ته دوام ورکوي، خو د وسله‌والو طالبانو په پلوۍ د چینایي شنونکو فکري تمایلات هم مخ په ډېرېدو دي. د منځني ختیځ او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې وتلی چینایي شنونکی پانګ ګوانګ پر دې باور دی چې وسله‌وال طالبان د بې‌وزلې طبقې چې د افغانستان نیمایي وګړي جوړوي، له ملاتړ څخه برخمن دي. خو د نوموړي په باور په مقابل لوري کې افغان حکومت د امریکایانو ملاتړ له ځان سره لري. نو د دغه راز شنونکو په اند د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې معاملې د طالبانو مشروعیت زیات کړ. دې ډلې ته یې د دې وړتیا ورکړه چې له نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه له پاکستان او چین سره خپلې اړیکې پراخې کړي. که څه هم چین په افغانستان کې د خلافت ملاتړ نه کوي او نه یې هم کولی شي، ځکه دا به په خپله پر مسلمانو وګړو د چین کنټرول وننګوي. خو چین داسې نښې نښانې ویني چې د وسله‌ولو طالبانو سیاسي ایډیالوژۍ کې منځلاري رامنځته شوې ده.

د چین لیدلوری: د یو اړخیز پر ځای څو اړخیزتوب

حتا د وسله‌والو طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ د افغانستان سولې له معاملې وروسته هم چین د افغانستان مسئلې په باب بدبینه دی. د چین لپاره تر ټولو لویه ننګونه به دا وي چې بین‌الافغاني مذاکرات ناکام شي او د افغانستان امنیتي وضعیت لا پسې خراب شي. لومړۍ به چین د افغانستان مسئلی حل لپاره د یو اړخیزې کړنلارې پر ځای څو اړخیزو هغو ته لومړیتوب ورکړي. که د افغانستان کورنی امنیت خراب شي نو چینایي ستراتیژیستانو د سیمې د یوه هېواد د یو اړخیزې مداخلې پر ځای، د چینایی ځواکونو په شمول د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ماموریت د پیل غوښتنه کړې. په دې مرحله کې چین په هېڅ صورت د یو اړخیزې مداخلې په باب فکر نه دی کړی. چین د افغانستان د داخلی شخړې یو اړخ او علت نه دی. د امپراتوریو پر هدیره د افغانستان شهرت تل چین په دغه هېواد کې له مستقیمې مداخلې راګرځولی دی. خو له کابل او وسله‌والو طالبانو سره د چین اوسنۍ راشه درشه به دغه پوله ونړوي. په بین‌الافغانی مذاکراتو کې د سیمی هېوادونو ونډې او ښکېلتیا ته په کتو، د افغانستان مسئلی یو اړخیز حل په باب پوښتنې حل دي.

دویم: که چېرې د ملګرو ملتونو د مداخلی لیدلوری ستونزمن او یا نا ممکن شي، نو چین بل انتخاب ازمایي او وړاندیز کوي چې د شانګهای د همکاریو سازمان دې د تېرې لسیزې خلاف د افغانستان په مسئله کې رول لوبولو ته را ودانګي. د شانګهای همکاریو سازمان یو سیمه‌ییز سازمان دی چې په ۲۰۰۱ کال کې د چین، روسیی، قزاقستان، قرغیزسستان، ازبکستان او تاجکستان له لوري یې بنسټ کېښودل شو او امنیتي مسایلو ته مامور کړی شو. هند او پاکستان یې په ۲۰۱۷ کال کې رسمی غړی شول. په دې ډلبندۍ کې به د سیمې ټول اړخونه شامل وي او وبه کولی شي چې په افغانستان کې د قدرت هغې تشې ډکولو لپاره چې د امریکایي ځواکونو د وتلو په صورت کې رامنځته کېږې، یو سیاسې مشروعیت او سیمه‌ییز حل را وباسي. که څه هم د شانګهای همکاریو سازمان مشخص پوځي او ملکي وړتیاوې نه لري، خو دا سازمان توانېدلی چې د سیمې امنیت او ثبات په برخه کې ګټور ثابت شي. بېجینګ له ترهګرۍ او نشه‌یی توکو سره د مبارزې په برخه کې د شانګهای همکاریو سازمان وړتیا ازمویيلې ده خو د بهرنیو ماموریتونو ترسره کولو لپاره ودې ته اړتیا لري. که بالاخره افغانستان ثبات ته ورسېږي نو چین به له دغه هېواد سره همکاري وکړي څو د شانګهای سازمان له امنیتي میکانېزم او چوکاټ سره یو ځای شي.

درېیم: چین په افغانستان کې د خپلو اقتصادی هڅو د ودی لپاره څو اړخیز امنیتی تیاری یو شرط بولي. چینایي متخصصین په تېرو دوو لسیزو کې د دوو لویو بنسټیزو پروژو، د عینکو د مسو کان او د امو سيند د نفتو څاګانو پروژو ناکامېدل د دغه هېواد په ناوړه امنیتي وضعیت پورې تړي. که څه هم د افغانستان اقتصادي اړتیا یوازې د چین په لاس نه شي پوره کېدای خو که سیمه‌ییز ضمانتونه او څو اړخیز ملاتړ رامنځته شي نو چین به په افغانستان کې له یوه لوی اقتصادي رول لوبولو اوږه خالي نه کړي.

د سیمه‌ییزو ضمانتونو د موجودیت په باب کندهار ته د پاکستان – چین د اقتصادي دالان غځولو په څېر پروژو په اړه چین له طالبانو یو لړ تکتیکی ضمانتونه ترلاسه کړي چې دوی به یې په راتلونکي کې امنیت نیسي، خو جزیات یې لا نه دي په ډاګه شوي.

څلورم: چین په دې اړه شک لري چې افغانستان به د متحده ایالاتو او چین ترمنځ د همکاریو د ټکي په توګه پاتې شي، خو دا تمه لري. په تېره لسیزه کې متحده ایالاتو او چین په افغانستان کې د پولیسو روزنې او د ماین پاکۍ په ګډون، د ظرفیت جوړونې پروګرامونو په برخه کې سره همکاري کړې. چین په لومړیو کې په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور او د چین اقتصادي ښکېلتیا ته د بشپړوونکو او یا دوو همکارو فکتورونو په سترګه کتل. دا د همکارۍ هغه اډانه ده چې امریکا به په راتلونکي کې ورته ژمن پاتې شي.

وروستی ټکی دا چې له وسله‌والو طالبانو سره د متحده ایالاتو معامله د پاکستان په ګټه خو د هند په زیان ده چې کېدای شي د نوي ډهلي او واشنګټن ترمنځ اړیکې خړې پړې کړي. په افغانستان کې د هند هدف دا دی څو په دغه هېواد کې د پاکستان ستراتژیک نفوذ راکم کړي او ونه کړای شي له دغه هېواد څخه د هند ضد ترهګرو ډلو، د هغو ډلو په شمول چې د هند پر ډیپلومات‎ټیکو مرکزونو یې بریدونه وکړل، د پټنځای په توګه استفاده وکړی. په نتیجه کې هند د طالبانو مخالفت کوي او هغوی ته په افغانستان کې د پاکستان نیابتي ډلې په سترګه ګوري.

هند دا هڅه هم کړې چې د افغانستان سرحد ته نږدې په ایران کې د چابهار پر بندر د پانګونې په ګډون، افغانستان منځنۍ اسیا ته د رسیدو لپاره د دهلیز په توګه وکاروي، څو د پاکستان رول وننګوي. خو له دې سره سره هند ته د افغانستان ستراتیژیک ارزښت په دغه هېواد کې د امریکایي ځواکونو حضور پورې تړلی دی. داسې ښکاري چې د امریکایي ځواکونو له ورو وتلو سره د هند ستراتیژیکه پانګونه هم د ډوبیدو له خطر سره مخ ده.

چین ته د هند ناکامه کېدل د پاکستان د بریا په مانا ده. د امریکا له وتلو سره باور دا دی چې د افغانستان پر اړوند پېښو د پاکستان اغیز په پراخه کچه مخ په ډېرېدو دی او پاکستان په اغیزناکه توګه له شمال څخه د افغانستان او سوېل د خپل دښمن هېواد هند له لوري پر ځان ستراتیژیک زیان راکموي. په افغانستان کې د پاکستان د رول ترلاسه کول به نه یوازې د دغه هېواد په مسئله کې د چین د نفوذ کولو لامل شي، بلکې له واشنګټن سره په خبرو کې به د بېجینګ او اسلام اباد دریځ هم لا پسې پیاوړی کړي.

که څه هم چين د امریکا او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د افغانستان سولې په اړه تر معاملې وروسته د افغانستان داخلي سولې او ثبات په تړاو منفي او بدبینه نظر لري، خو په سیمه‌ییز جيوپولټیک کې ځیني اغیزناک بدلونونه تر سترګو کېږی.

پايله

له افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو سره د دوو لسیزو مخ پر ودې اړیکو وروسته چین د افغانستان سولې په پروسه کې د یوه ځانګړي تسهیل‌وونکي په رول کې ظاهرېږي. چین له افغانستانه څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پلان په لېدو خوشال دی خو په دې کې شک لري چې واشنګټن به له دغه پلان سره سم مخ ته لاړ شي. په ورته مهال بېجینګ د سولۍ پروسی او د قدرت هغې تشې په تړاو ژوره بدبیني لري چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته به رامنځته شي او دغو ستونزو ته د رسیده‌ګی په هدف څو اړخیزو لارو چارو ته تیاری نیسي.

چین د سولی تر معاملې وروسته په افغانستان کې خپل رول ته په احتیاطي سترګه او انعطاف وړ دریځ ګوري. چین په دغه شان وضعیت کې د افغانستان په امنیت کې ځان ته درې لارې ټاکی: د حاشیوي لوبغاړي په توګه، ځکه بېجینګ د افغانستان شخړې برخه نه دی. د یوه اړین لوبغاړي په توګه، هغه ځکه چې چین یو ستر قدرت او د افغانستان هغه ګاونډی دی چې له پامه نه شي غورځیدای. او اساسي لوبغاړی، ځکه له جګړې وروسته افغانستان د بیا رغاونې او اقتصادي ودې په برخه کې د چین پانګونه د دغه هېواد راتلونکي ته اړینه ده.

د افغانستان سولې پروسه لا هم اوږده لار په مخ کې لري او چین به له دې پروسې محروم او څنډې ته نه شي.

Share128Tweet35Share14

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

مارچ 12, 2026

پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

مارچ 12, 2026

سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

مارچ 12, 2026

ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

مارچ 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In