د کرونا ویروس (COVID-19) په نوم ساري ناروغۍ چې د ۲۰۱۹ز کال د ډسمبر په لومړیو کې د چین د اوبي ولایت په اووهان ښار کې ولیدل شوه چې تر دې دمه (۲۶/۱/۱۳۹۹) د نړۍ ۲۰۰ هیوادونو ته خپره شوې او شاوخوا ( ۲ ملیونه) کسان پرې اخته او تر ۱۲۰ زرو زیات یې وژلي چې په راتلونکې کې به دغه ارقام په کراتو لوړ شي.
د چین هیواد د کرونا وبا په لومړي سر کې سخت وځاپه، خو دغه هیواد وتوانید چې دغه ناروغي د ډیرو زیانونو له ګاللو وروسته کنټرول کړي. امریکا چې د اوسني نړیوال نظم مشري کوي او د دغه نظم بنسټ ایښودونکې ده، د کرونا ویروس سره لاس او ګریوان ده او تر شدید ځاني، مالي، اکمالاتي او اجتماعي فشار لاندې ده. د سي ان ان (CNN) تلویزون وایي چې تر اوسه په امریکا کې 24,000 کسان مړه او تر 583,000 زیات کسان پرې اخته شوي دي او ګراف یې په تېزۍ سره مخ په لوړېدو ده. د امریکا دولت نه یوازې دا چې په کور دننه له کرونا ناروغۍ سره په مبارزه کې پاتې راغی، بلکې د نړۍ د رهبري کوونکي هیواد په توګه، د خپل جهاني مسؤولیت په تر سره کولو کې هم ناکام دی او له بل هیڅ هیواد سره یې مرسته و نه شوای کړلی.
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د امریکایی سیاست ستر مفکر هنري کسنجر په یوه لکینه کې چې په والسټریټ ژورنال کې خپره شوه، وایي چې د کرونا وایروس نه وروسته نړۍ به د نن په شان نه وي او امریکا باید دغه ټکي ته جدي پام وکړي. په همدې وخت کې د فرانسې ولسمشر امانیول مکرون په یوه خبري غونډه کې و ویل چې د کرونا وایروس اروپایي ټولنه داسې وځپله چې د بیا رغونې او په پښو درولو لپاره یې، له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د مارشال پلان ته ورته پلان او اقداماتو ته اړتیا لري.
د ډیرو طبي ماهرینو او ساینس پوهانو په باور، د کرونا وایروس له ځاني او مالي زیانونو ډکه څپه به له یوه تر دوه کلونو دوام وکړي او د دوه کلو په درشل کې، ممکن چې د دغې ناروغۍ واکسین جوړ کړل شي. خو دا لا تر اوسه معلومه نه ده چې دغه واکسین به وکولی شي چې د دغې وبا مخه ونیسي او په دقیقه توګه اغیز پرې وکړي او کنه؟
بله ستره ستونزه چې امریکا ور سره مخامخ ده، په کور دننه د ایالتونو ترمنځ سیالي او کشمکش ده. د نیویارک ایالت والي انډریو کومو په ۶/۴/۲۰۲۰ نیټه په یوه خبري غونډه کې و ویل چې د کرونا سره په مبارزه کې زموږ د ناکامۍ یو عامل د ایالتونو ترمنځ د طبي درملو او وسایلو په پېرلو کې سیالي ده. د امریکا ایالتونه یو له بل سره مرسته نه کوي، بلکې شدید رقابت کوي. کله چې د نړۍ رهبر دولت و نه شي کولی چې په بحراني حالت کې خپله ستونزه حل کړي، نو هغه به څنګه د نورو هیوادونو ستونزه حل کړي؟
د امریکایي دولت د زوال نښې له ۲۰۰۸ز کال نه را په دېخوا را ښکاره شوې. خو داسې پیښه چې دغه چاره ګړندی کړي، د کرونا ناروغی په شان نه وه رامنځ ته شوې. اوس چې کرونا تر ټولو امریکایي ولس ډير وځاپه او لا دوام لري، نو د امریکا متحده ایالاتو واقعي ځواک او وړتیا یې نندارې ته وړاندې کړه. خو د امریکا برعکس، د چین دولت و کولی شول چې د کرونا مرګونې او ساري ناروغی تر خپل کنټرول لاندې راولي او حتی نورو هیوادونو سره هم په دې برخه کې مرسته وکړي.
د کرونا وایروس له خپریدا مخکې، د امریکا او یو شمیر نورو ځواکمنو هیوادونو په اړه د نړیوالو په ذهن کې ناسم معلومات او برداشت پروت وو. ګمان دا وو چې امریکایي دولت ډير پیاوړی او نه ماتېدونکی دی. خو د کرونا وایروس په یوه څپېړه، نړیوالو ته افشا کړ او د امریکا د ضعف او زوال لاسوندونه یې بربنډ کړل. کله چې په سخته ورځ د نړۍ رهبري کوونکی دولت د نورو هیوادونو به درد و نه خوري، نو په عادي حالاتو کې خو د چا په کار هم نه وي. د کرونا ناروغی د امریکا ضعف او دا چې امریکا د زوال خواته روانه ده او نور د نړۍ رهبري نه شي کولی، دا جرئت نورو هیوادونو لکه چین او روسیې ته ورکړ چې د امریکا مشري و ننګوي او خپله د نړۍ مشری ته ځان چمتو کړي.
خو اوس هم چین یا کوم بل هیواد، په پوره معنی دې ته چمتو نه ده چې د امریکا له سقوط وروسته، د نړیوالې رهبرۍ تشه په آسانۍ سره ډکه کړي. اما، که د کرونا وایروس ځپل په امریکا کې په همدغه شدت سره روان وي او له شپږ میاشتو نه تر یو کال پورې دوام وکړي، نو د امریکایي دولت د سقوط ادعا له ګمان څخه یقین باندې بدلیږي، یا ممکن په کور دننه له تجزې سره مخ شي. که دغه کار وشي او د چین دولت د اوس په شان، د کرونا ناروغي کنټرول او په چارو مسلط وي، نو کیدی شي چې د چین دولت د راتلونکي نظم مسئول او مشري کوونکی دولت وي.
خو د تأسف او مایوسۍ خبره دا ده، چې په اسلامي خاورو حاکم دولتونه او چارواکي د غفلت په خوب ویده دي او اصلاً په دې اړه فکر نه کوي چې د نړۍ مشري په خپل لاس کې واخلي او د اسلامي ایډیالوژی په اساس، نړیوال نظم تنظیم او رهبري کړي. دوی ګام په ګام د غربي دولتونو تقلید کوي او د هغوی واکمنی ته صادقانه تسلیم دي.