کافي هغه څښونکې ماده ده چې ډېرې روغتیايي ګټې لري او څېړونکي یې اوس هم د نورو ګټو د موندلو پر څېړنه بوخت دي.
دغه راز کافي د ځانګړو ځانګړتیاوو له امله کولی شي د ډېرو ناروغیو مخنیوی وکړي او انسان روغ وساتي. دلته مو د کافي له لسو حیرانوونکو ګټو سره اشنا کوو:
۱- د پوستکي او سینې د سرطان خطر کموي.
۲- د ذهن په ارامولو سره انسان له ذهني فشار څخه ژغوري.
۳- د پړسوب ضد خاصیت لري.
۴- ۵۰ سلنه د شکرې ناروغۍ خطر کموي.
۵- بدن ته د اړتیا وړ فایبر نومي مواد ورکوي.
۶- د الزایمر د ناروغۍ خطر له منځه وړي.
۷- د ویښتانو په بیا راختو کې مرسته کوي.
۸- د تېزابیت مخه نیسي او د بدن د پوستکي په روغتیا کې مرسته کوي.
۹- د پارکېنسن (Parkinson) ناروغۍ چې د فلج یو خطرناک ډول دی، خطر کموي.
۱۰- په بدن کې د ځیګر د سیروز (Cirrhosis of the Liver) پر وړاندې مقاومت زیاتوي.