روغتیایي څېړونکي وایي، هغه عمر خوړلي کسان چې له فیبر لرونکو مېوو ګټه اخلي، ډېر لږ د اوریو پر ناروغۍ اخته کېږي او غاښونه یې روغ وي.
دوی پر ډېرو هغو کسانو څېړنه کړې ده، چې په ورځني ډول یې په هره غذایي وعده کې فیبر لرونکي خواړه او مېوې کارولي دي. د څېړنو پایلو ښودلې چې دغه چارې په عمر خوړلو کسانو کې ۳۰ سلنه د غاښونو دې له منځه تلو او د اوریو د ناروغۍ مخه نیولې ده.
څېړونکی پلاوی وایي، د غاښونو دې له منځه تلو لپاره تر ټولو غوره مېوې مڼې، الو او کېلې دي. دوی وایي، د دې لپاره چې عمر خوړلي کسان روغ غاښونه ولري، باید په هره غذایي وعده کې لږ تر لږه ۲،۵ ګرامه فیبر واخلي. پر مېوو سربېره، ځیني سابه او حبوبات هم کولی شي د غاښونو د روغتیا لپاره ګټور تمام شي.
څېړونکي وایي، ډېرې لږ مېوې او سابه دي چې د غاښونو د روغتیا لپاره ګټور دي، چې له دې جملې پورته ذکر شوې مېوې ۱۴ سلنه او سابه پنځه سلنه کولی شي د غاښونو د خرابېدو مخه ونیسي.
د شمېرو پر اساس، په سلو کې لس امریکایي سپین ږیري د اوریو د وینې کېدو پر ناروغۍ اخته دي. دغه شمېرې بیا په عمر خوړلو کسانو کې چې عمرونه یې له ۷۵ کلونو پورته دي، شل سلنې ته رسېږي.