د کوويډـ۱۹ ويروس ساري ناروغي د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د خپرېدو په حال کې ده او پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له دوو مليونو او اوو لکو څخه اوښتی دی.
زما په اند د کويډـ۱۹ ويروس د ساري ناروغۍ د خپرېدو پر وړاندې مختلف هېوادونه بايد له چین څخه د تجربو زده کړه وکړي او ددې ويروس د مخنيوي لپاره دې ګډې همکارۍ وکړي. دغه ويروس د نړۍ د زياتو هېوادونو د خلکو خونديتوب او روغتيا ګواښلې ده. په تېره بيا پر هغو هېوادونو يې ډېره منفي اغيزه کړې، چې طبي شرايط پکې کمزوري او وروسته پاتې دي.
ددغو هيوادونو په ډله کې افغانسان هم شامل دی او څلور لسیزې کيږي، چې د جګړې په اور کې سوځي. دغې جګړې افغانستان ته په هره برخه کې زياتې ستونزې پيدا کړي او د اقتصادي، امنيتي، سياسي، ټولنيزو چارو په شمول ډېرو برخو کې يې پرمختګ نه دی کړی او پر نړيوالو مرستو تکيه دی. په اوسنيو شرایطو کې چې د نړۍ پر زياتو هيوادونو د کرونا ويروس خپور دی، په دغه هيواد کې د دولت سیاسي ګوندونو او عامو خلکو په ګډون يوه قوي مبارزه نه ده شوې، د ياد ويروس مخنيوی او کنټرول ډېر ستونزمن کار دی، نو ځکه افغانستان د نورو هېوادونو مرستو ته اړ شوی دی.
چين په اسيايي سيمه کې قدرتمند دی، زمونږ نیک ګاونډی هېواد هم دی او له نورو اسيايي هيوادونو سره ښې متقابلې اړيکې لري او نورهيوادونه هم ورته درناوی لري. په دغه هيواد کې قوي سیاسي نظام موجود دی، نو کله چې د چين په ووهان ښار کې کوويډـ۱۹ ويروس خپورشو، نو حکومت يې ډېر ژر دغه ښار تر کلک قرنطین لاندې ونيو او د ناروغانو په درملنه کې يې اړين اقدامات وکړل. د دې ترڅنګ چينايانو هم پر خپل دولت او حکومت دا باور درلود، چې د ويروس مخنيوی کولی شي. دغه راز د دولت او عامو وګړو ترمنځ ګډه همکاري موجوده ده او د خلکو ترمنځ عامه پوهاوی ډیرزیات دی.
د دې ويروس د خپرېدو پر وړاندې د ووهان ښاريان ارام پاتې شول او کومې روانې ستونزې ورته پیدا نشوې، نو چين وکولی شول چې په خپلو اقتصادي، سیاسي او تخنيکي لارو چارو د خپلو هلو ځلو له لارې ياد ويروس کنټرول کړي او په دې برخه کې پړاوييزې لاسته راوړنې لري، نو ځکه د افغانستان په شمول وروسته پاتې هيوادونه د چين مرستو او تجربو ته ډیره اړتيا لري څو افغانان د دوی له مرستو او تجربو څخه ګټه واخلي.
له کوويد ۱۹ ويروس سره په ګډه مبارزه کې پرمختللي هېوادونه بايد له ګډې همکارۍ څخه کارواخلي، نه يوازې د درملنې په برخه کې بلکې ددې ويروس د مخنيوي او کنټرول او د ويروس پرضد د واکسین په برخه کې دې کار وکړي او نوي پرمختګونه دې رامنځ ته کړي، سربېره پردې بايد په ګډه سره د نړۍ په کچه د مرستو صندقونه جوړ کړي او له بې وزلو هيوادونو سره دې مرستې وکړي څو نړۍ د ويروس په کنټرول او لمنځه وړلو کي بريالۍ شي.
په دې وروستيو څو ورځو کې امريکا او نورو لويديځو هېوادونو پر چين تورونه لګولي دي. زما په اند اوس د دې خبرو وخت نه دی او ټول هېوادونه بايد په اوسني وخت کې د ويروس د مخنيوي او کنټرول په برخه کې يو له بل سره همکارۍ وکړي او د چين له تجربوڅخه دې عظيمه ګټه واخلي. دغه تور يوازې د ځينو سياستوالو د سياسي بقاء په خاطر د خلکو په منځ کې دغه ډول مسايئل مطرح کوي تر څو دوی په ټولټاکنو کې لازیاتې رايې تر لاسه کړي او بريالي شي، نو دغه هيوادونه بايد له دغو ناوړه کړنو څخه لاس واخلي او د کوويد ۱۹ ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره دې د چین له تجربو څخه په استفادې سره ګډې همکارۍ وکړي تر څو ټول انسانان بلاخره په دې مبارزه کې بريا ومومي.
که څه هم اوس مونږ په کورونو کې قرنطين شوي یوو، خو په دې پوهیږو، چې هر يو هېواد بايد د دې ویروس پر وړاندې مبارزه وکړي او باید د ګډې همکارۍ له لارې له اوسني بحران څخه ووځو. د انسانانو ټولنه د ګډ برخليک ټولنه ده او د انسانانو ترمنځ اړيکې ډيرې مهمې دي. که يو هېواد وروسته پاتې او يا پرمختللی وي، بايد له دې ويروس سره د مقابلې لپاره ډېرې هڅې وکړي. مختلف هېوادونه بايد د کوويډ ـ۱۹ ويروس د ساري ناروغۍ د مخنیوي لپاره لاسونه يو کړي او ګډې همکارۍ دې وکړي.
د هغې ورځې په هيله ده چې خلک د پخوا په څېر خپلو دندو اوچارو ته په منظم ډول لاړشي او ټول فعالیتونه په عادي توګه روان شي.