ځمکنیو توتانو ته توت زمیني یا توت فرنګي هم وایي. دغه مېوه نسبتاً نوې ده چې نږدې له ۲۵۰ نه تر ۳۰۰ کاله مخکې په ننني شکل نه وه او تر ډیره هغه وخت له دې میوې څخه د طبي درملو په توګه ګټه اخیستل کېده. په ۱۴مه پېړۍ کې په فرانسه کې یاده میوه له ځنګلونو څخه سمې ته راوړل شوه او له همدې وخته څخه وروسته له ځمکني توت څخه د اهلي میوې په څېر ګټه واخیستل شوه.
د ځمکني توت طبي ګټې:
ځمکني توت په لوړه کچه انټي اوکسیدان لري او همدارنګه د ویټامینونو او ګټورو موادو لرونکي دي.دغه مېوه د زړه په ناروغۍ د اخته کیدو، د مغزي سکتې، سرطان او د وینې فشار په مخنیوي کې فوق العاده ونډه لري. د دې ترڅنګ د شکرې ناروغۍ په راکمولو کې هم مهم رول لري. دا چې دغه میوه د پولیک اسید درلودونکې ده، نو د امېدوارو مېرمنو لپاره يې د خوړلو ډیره سپارښتنه کیږي. د دې مېوې کرل اوس په افغانستان کې هم دود شوي چې په ګرمو سیمو کې ښه یې ښه نتیجه ورکړې ده.