کتابتونونو ته د ماشومانو بېول مو له کتابتون سره د ماشومانو مینه زیاتوي. خپلو ماشومانو ته یوازې د هغوی د خوښې کتاب راوړی او د ذوق احترام یې وکړئ، ډاډه اوسئ، هغه څه چې دوی یې د ځان لپاره خپله ټاکي، د دې سبب ګرځي چې له کتاب لوستلو سره مینه پیدا کړي، خو یوڅه ته مو باید پام وي، دوی ته داسې کتاب راوړی چې اړوند توکي پکې د دوی له سن سره برابر، ګټور او داسې څه پکې نه وي چې پر دوی بد اغېز وکړي.که یې بیا هم غوښتنه وه، دغه چاره داسې مديریت کړئ چې ماشوم مو د کتاب له لوستلو زړه توری نه شي او په پایله کې د بل کتاب د اخیستو غوښتنه وکړي. ډېری وخت ماشومان غواړي چې یو کتاب یې په خپل نوم وي او دا احساس کړي چې ګواکې دغه کتاب د ده خپل مال دی.