د انسان بدن اوبو ته ډېره اړتيا لري، خو کله نا کله داسې کېږي چې د ډېر کار او بوختيا له کبله اوبه څښل له سړي هېر شي. په ژمي کې، په ځانګړې توګه دغه چاره ډېره ترسترګو کېږي. دا د انسان روغتيا ته ډېر تاوان رسوي؛ ځکه جسم د فعاليت د سم ترسره کولو لپاره اوبو ته اړتيا لري. اوړی وي که ژمی، د انسان بدن يوې اندازې اوبو ته اړتيا لري. کمی یې بیا انسان له ځينو روغتيايی ستونزو سره مخ کولای شي. د اوبو د کمي پرمهال د انسان په بدن کې ډېرې نښې نښانې لیدل کېږي، چې یو یې هم د سر درد دی. که سر مو هر وخت درد کوي، د دې لامل دا دی چې تاسې په ډي هايډرېشن اخته يی. په دغه وخت کې د سردردۍ د درملو پر ځای، ښه دا ده چې دوه ګيلاسه اوبه وڅښئ او وګورئ چې سردردي مو ښه کېږي او که نه.