د تازه څېړنو له مخې، هره ورځ د مېوې خوړل، د مغزي سکتې خطر ۴۰ سلنه کموي. د انګلستان اکسفورډ پوهنتون د اوو کلونو په موده کې په یوه څېړنه کې ثابته کړه چې هره ورځ په لږه اندازه مېوه خوړل، د دماغي سکتې مخه نیسي. په دې څېړنه کې نیږدې پنځو زرو چينايانو برخه اخيستې وه. ياده څېړنه دغه راز ښيي، هغه کسان چې هره ورځ د اړتیا په اندازه مېوه خوري، دوی ډېر لږ د زړه، د وينې رګونو او د دماغي سکتې پر ناروغیو اخته کېږي. د مېوو خوړل نه یوازې دا چې په وینه کې د ګلوکوزو اندازه کنټرولوي، بلکې د هغو درملو د جانبي اغېزو مخه هم نیسي چې د شکرې ناروغۍ د درملنې لپاره کارول کېږي. څېړونکي وايي، هغه څوک چې د ډوډۍ خوړو پرمهال مېوه خوري، د زړه او د وينې رګونو ناروغي خطر يې ۲۷ سلنه وي کمېږي. دې پايلو ته په کتو، ډاکټران سپارښتنه کوي چې هره ورځ لږ تر لږه ۱۵۰ ګرامه تازه مېوه باید وخوړل شي.