یو څه په یاد ولرئ چې تل موخو ته د رسېدو لپاره نورې لارې هم شتون لري. که تاسو فکر کوی چې د یوه کار ترسره کولو لپاره همدا یوه لاره ده، نو تېروتنه به مو کړې وي. فکر وکړئ د خپل شرکت لپاره مو یو با استعداد او په لوړه تنخوا مشاور استخدام کړی، څو شرکت مو لا پراختیا وکړي، مشاور له تاسو څخه ځینې پوښتنې کوي. هغه له تاسو څخه پوښتي چې اوسمهال کوم کارونه او په څه ډول ترسره کوی؟ ایا موخې ته د رسېدو لپاره پرته له دې لارې کومه بله لاره هم شته؟ هغه له تاسو څخه پوښتي چې هغه موخې مو روښانه کړئ چې د ټول شرکت او یا هم د کمپنۍ د ځینو برخو لپاره مو ټاکلې دي؛ ځکه دغه ډول پوښتنې کولی شي ستاسو د کمپنۍ د لار پراختیا لپاره مهمې وي. هڅه وکړئ د ځان لپاره خپله مشاور شی، له ځان څخه خپلې پوښتنې په سړه سینه وکړئ، له هغه وروسته ورته د حل مناسبې لارې ولټوئ.