پنجشنبه, جولای 23, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ای او ایم: د نورستان سېلاب‌ځپلې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    افغانستان او مالیزیا د عامه کتابتونونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

    د افغان او ترکي لوري ترمنځ د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

    ډبلیو اېچ او: په نورستان کې سېلابونو د اوبو شبکې زیانمنې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ای او ایم: د نورستان سېلاب‌ځپلې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    افغانستان او مالیزیا د عامه کتابتونونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

    د افغان او ترکي لوري ترمنځ د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

    ډبلیو اېچ او: په نورستان کې سېلابونو د اوبو شبکې زیانمنې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

بیان د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

حمیدالله حمیدي

جون 21, 2020
in پوهنتون
0 0

بیان د لوړو زده کړو خصوصي موسسې په ۱۳۹۳ لمریز کال کې په علمي او فرهنګي برخه کې پر فعالیت پیل وکړ. په ۱۳۹۴ لمریز کال کې یې د دوو پوهنځیو (حقوق او اقتصاد) په درلودلو سره د لومړي ځل لپاره محصلین جذب کړل. د لوړو زده کړو دغه موسسه اوسمهال هم یاد دوه پوهنځي لري چې له دواړو پوهنځیو یې دوې دوې دورې محصلین د لېسانس په کچه فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. د بیان د لوړو زده کړو خصوصي موسسې اداري مرستیال عزیزالله الکوزی وایي، چې دواړه فعال پوهنځي یې دوه دوه ډېپارټمنټونه لري چې په اقتصاد پوهنځي کې (مالي مدیریت او د بشري سرچینو مدیرت) او په حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې بیا  د (د ډیپلوماسۍ علوم او قضا او څارنوالي) ډېپارټمنټونه فعال دي.

د بیان د لوړو زده کړو خصوصي موسسې اداري مرستیال وایي، په مخکنیو کلونو کې یې د ښځینه محصلینو شمېر یو څه کم و، خو په تېرو دوو کلونو کې یې دا شمېر د پام وړ ډېر شوی. ښاغلی الکوزی وایي چې په ټوله کې اوسمهال د ۸۰۰ په شاوخوا کې ښځینه او نارینه محصلین لري. د لوړو زده کړو له دې موسسې څخه تر اوسه پورې دوې دورې محصلین فارغ شوي، چې ډېری یې په مرکز او ولایتونو کې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې پر کار بوخت دي.

عزیزالله الکوزی وایي چې د دوی موسسه د زرو نویو محصلینو د جذب وړتیا لري، خو دا چې په ټوله کې د افغانستان د خلکو اقتصادي وضعیت دومره ښه نه دی، نو دغه څه د دوی پر کاروبار هم اغېز کوي. دی وایي، له همدې کبله دوی هر کال یوازې د ۲۰۰ په شاوخوا کې نوي محصلین جذبوي. نوموړی زیاتوي چې که په هېواد کې امنیتي او اقتصادي وضعیت ښه شي، نو د دوی د محصلینو شمېر به هم ور سره زیات شي.

بیان د لوړو زده کړو  موسسه د محصلینو لپاره د تخفیف بېلابېلې کټه‌ګورۍ لري. ښاغلی عزیزالله الکوزی وایي، د محصلینو اقتصادي وضعیت ته په کتو دوی ته په کافي اندازه تخفیف ورکوي. دی وایي چې داسې محصلین لري چې په تېرو دوو کلونو کې یې ورته شپېته او ان اویا سلنه تخفیف ورکړی دی. الکوزی وایي، په ټولو خصوصي پوهنتونونو کې د ورځې دوه وخته تدریس کېږي، خو د دې لپاره چې د محصلینو ستونزې یې په پام کې نیولې وي، دوی ورته د ورځې درې وخته تدریس کوي.

بیان د لوړو زده کړو موسسه د محصلینو او استادانو لپاره دوه مجهز کتابتونونه لري چې په یوه کې یې په هارډ او په بل کې یې بیا په سافټ ډول کتابونه موجود دي. الکوزی وایي، په کتابتون کې په څلورو برخو کې د دوو زرو په شاوخوا کې بېلابېل علمي او تخصصي کتابونه لري، چې محصلین یې کولای شي وخت ناوخت له دې کتابتون څخه ګټه واخلي او مطالعه پکې وکړي. د الکوزي په خبره، د کتابتون تر څنګ یې محصلینو ته د انټرنېټ او کمپیوټر لب اسانتیا هم برابره کړې ده. دی وایي، محصلین یې کولای شي په کمپیوټر لب چې په انټرنېټ سمبال دی، په بېلابېلو برخو کې معلومات وپلټي او خپلې ستونزې حل کړي.

د لوړو زده کړو دغه موسسه په کور د ننه له ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو له موسسو سره ښې علمي اړیکې لري او وخت ناوخت له دغو پوهنتونونو سره په اړیکه کې وي، تجربې ورسره شریکوي او له تجربو یې ګټه خلي، خو له هېواده بهر تر اوسه پورې له کوم پوهنتون سره د علمي اړیکو هوکړه نه لري. د لوړو زده کړو د دې موسسې اداري مرستیال وایي چې له ځینو بهرنیو پوهنتونونو څخه ورته غوښتنلیکونه رسېدلي او دوی هم په دې برخه کې هڅې پیل کړې دي، نو کېدای شي د روان کال تر پای پورې ورسره ځینې هوکړې لاسلیک کړي.

په بیان د لوړو زده کړو موسسه کې د تدریس چارې د ۵۱ تجربه لرونکو استادانو له خوا مخ ته وړل کېږي چې اته یې ښځینه استادانې دي. ښاغلی عزیزالله الکوزی وایي، استادان یې د دوکتورا او ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري او د تدریس په برخه کې ښه تجربه لرونکي او د خپل مسلک متخصصین دي. نوموړی وایي چې استادان یې هڅه کوي چې پر کار پوه او مسلکي کسان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي، څو هم ټولنې او هم خپل ځان او کورنۍ ته ګټور ثابت شي.

عزیزالله الکوزی وایي، لومړۍ دوره محصلین چې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې یې فارغ کړي دي او هغه چې خپل مونوګرافونه یې دفاع کړي، ټولو ته یې په وخت د لوړو زده کړو وزارت له لوري تایید شوي اسنادونه سپارلي او هغه کسان چې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې فارغ شوي، ځینو ته یې تر اوسه پورې تحصیلي اسنادونه نه دي سپارل شوي. نوموړی وایي چې دوی فارغ شویو محصلینو ته په وخت تحصیلي اسنادونه سپاري، څو محصل وکولای شي له اسنادونو څخه د نورو زده کړو او دندې پیدا کولو لپاره ګټه واخلي. الکوزی زیاتوي چې د نظري زده کړو تر څنګ د محصلینو لپاره وخت ناوخت سمینارونه، ورکشاپونه او نور پروګرامونه هم لري، څو یې د محصلینو وړتیاوې لوړې شي او تجربې تر لاسه کړي. د دې موسسې اداري مرستیال وایي چې په دې برخه کې ځینې نور پروګرامونه هم په نطر کې لري چې دغه پروګرامونه به هم د محصلینو د وړتیا لوړولو په برخه کې ګټور ثابت شي.

د بیان د لوړو زده کړو موسسې اداره وایي، چې د موسسې د پرمختګ او لاړ غوړېدو لپاره ډېر پلانونه لري چې یو په بل پسې به یې عملي کړي. د پوهنځیو زیاتول، له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع کول، د اکاډمیکې ساحې پراخول او دې ته ورته نور مسایل د بیان د لوړو زده کړو موسسې له راتلونکو پلانونو څخه دي. ښاغلی عزیزالله الکوزی وایي، دا چې اوسمهال د لوړو زده کړو وزارت له لوري د نویو پوهنځیو تاسیس ځنډېدلی دی، نو که دویم ځلي اجازه ورکړل شي دوی به هم ځینې نور نوې پوهنځۍ تاسیس کړي.

د دې موسسې اداره وایي چې لوړو زده کړو وزارت په ځانګړې توګه د خصوصي پوهنتونونو ریاست د دې پر ځای چې له ستونزو څخه د وتلو لار ورته روښانه کړي، یوازې نیوکې کوي. دوی وایي چې لوړو زده کړو وزارت باید په هر اړخیزه توګه له خصوصي پوهنتونونو سره د ظرفیتونو په لوړولو کې مرسته وکړي. ښاغلی الکوزی وایي، لوړو زده کړو وزارت د دې پر ځای چې دوی ته د لا ډېر پرمختګ زمینه برابره کړي، د دوی د پرمختګ مخه نیسي، د نویو پوهنځیو، نویو څانګو، ماسټرۍ پروګرام پیلولو او د دوی د نورو پرمختګونو مخه یې نیولې. دی وایي، په نوره نړۍ کې د لوړو زده کړو اړوند ادارې له خصوصي پوهنتونونو سره مرسته کوي، څو پر خپلو پښو ودرېږي او له دوی سره څنګ په څنګ د هېواد د ابادۍ لپاره لاس پکار شي، خو دلته نه یوازې دا چې د پرمختګ زمینه نه ورته برابرېږي، بلکې لا یې د پرمختګ مخه نیول کېږي. دوی د لوړو زده کړو وزارت له لوري د څار او کیفیت د تضمین پروګرام ستاینه کوي، خو په څنګ کې یې د هر اړخیزې مرستې په تمه دي. نوموړی وایي، دا چې خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو  موسسې د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي، نو لازمه مرسته هم باید ورسره وشي.

Share9Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ای او ایم: د نورستان سېلاب‌ځپلې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

جولای 23, 2026

افغانستان او مالیزیا د عامه کتابتونونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

جولای 23, 2026

د افغان او ترکي لوري ترمنځ د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

جولای 23, 2026

ډبلیو اېچ او: په نورستان کې سېلابونو د اوبو شبکې زیانمنې کړې

جولای 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In