جمعه, اپریل 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

شېرزی افغان د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

حمیدالله حمیدي

جون 28, 2020
in پوهنتون
0 0

شېرزی افغان د لوړو زده کړو خصوصي موسسه په ۱۳۹۳ لمریز کال کې له لوړو زده کړو وزرات سره ثبت شوه، خو رسمي چارې یې په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د دوو پوهنځیو (ستوماتولوژي او ښوونې او روزنې) په درلودلو سره پیل کړې. د شېرزي افغان لوړو زده کړو موسسې مؤسس او رییس ډاکټر غلام علي شېرزی وایي، چې د ښوونې او روزنې پوهنځی یې د (کېمیا، بیولوژي، ریاضي، فزیک، پښتو او انګلیسي) ډېپارټمنټونه لري او عملاً محصلین پکې پر لوړو زده کړو بوخت دي. ښاغلی شېرزی وایي چې اوس هم همدغه دوه پوهنځي لري.

شېرزی افغان د لوړو زده کړو په موسسه کې اوسمهال د ۱۴۰۰ په شاوخوا کې محصلین پر زده کړو بوخت دي چې له دې ډلې ۳۶۰ یې په ستوماتولوژي او پاتې نور یې د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلین دي. ډاکټر غلام علي شېرزی وایي چې د محصلینو له ډلې یې ۳۵۰ ښځینه او پاتې نارینه محصلین دي. د لوړو زده کړو د دې موسسې له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه تر اوسه پورې د زرو کسانو په شاوخوا کې محصلین په شپږو دورو کې د لېسانس په کچه فارغ شوي او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شوي دي. خو له ستوماتولوژي پوهنځي څخه یې  یوه میاشت وړاندې لومړۍ دوره محصلین فارغ شوي، چې شمېر یې ۸۹ کسانو ته رسېدو. ښاغلی شېرزی وایي چې په فارغ شویو ۸۹ کسانو کې ۳۳ تنه یې ښځینه او پاتې یې نارینه محصلین وو. د نوموړي په خبره، له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه یې فارغ شوي محصلین خپله په کندوز ولایت او د هېواد په نورو ولایتونو کې د ښوونکو په توګه په دندو ګومارل شوي دي.

په شېرزي افغان لوړو زده کړو موسسه کې د تدریس چارې د ۹۵ استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي، چې له دې ډلې ۲۹ ډاکټران په ستوماتولوژي پوهنځي کې د تدریس چارې مخ ته وړي او ۶۶ یې د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې تدریس کوي او ۱۵ نور کسان بیا اداري او خداماتي کارونه مخ ته وړي. یانې په ټوله کې ۱۱۰ تنه د لوړو زده کړو په دې موسسه کې پر کار بوخت دي. ډاکټر غلام علي شېرزی وایي چې د استادانو په ډله کې یې لس سلنه ښځینه او پاتې نوي سلنه نارینه دي. دی وایي، استادان یې تر ډېره د ماسټرۍ او لېسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې لري. د یادولو ده چې په شیرزي افغان لوړو زده کړو موسسه کې د ورځې دوه وخته تدریس کېږي.

د لوړو زده کړو دغه موسسه په کندوز کې له دولتي پوهنتون او په بلخ کې له رهنورد خصوصي پوهنتون سره د علمي اړیکې هوکړې لري. ښاغلی شېرزی وایي چې په تاجکستان کې له ملي پوهنتون  سره هم د علمي اړیکو یوه هوکړه لري، چې له مخې یې هغه کسان چې دلته د لېسان په کچه فارغېږي، د ماسټرۍ لپاره دغه پوهنتون ته ور معرفي کوي. دی وایي، هڅه یې دا ده چې په کور د ننه او بهر دواړو کې له لا ډېرو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره د علمي اړیکو هوکړې ولري، تجربې ور سره شریکې کړي، د دوی له تجربو هم ګټه واخلي او په ټوله کې علمي اړیکې ور سره وپالي.

ډاکټر غلامي علي شېرزی د پوهنتون لپاره کتابتون خوار اړین بولي او وایي  چې کتابتون د یوه علمي بنسټ د ملا د تیر حیثیت لري. دی وایي، د منځنۍ  کچې یو کتابتون لري چې د ۱۲۰۰ په شاوخوا کې بېلابېل کتابتونه پکې موجود دي، خو هڅه کوي چې کتابتون یې ورځ تر بلې غني شي او د محصلینو او استادانو د اړتیا وړ ټول کتابونه پکې ځای پر ځای کړي. دی وایي چې د کتابتون تر څنګ کمپیوټر لب هم لري او په کتابتون کې یې هم ځینې کمپیوټرونه ځای پر ځای کړي او په انټرنېټ سمبال دي. ښاغلی شېرزی وایي، محصلین کولای شي د دوی له انټرنېټ څخه د مطالعې او نورو اړوند مطالبو د پلټلو لپاره ګټه واخلي.

د کتابتون او کمپیوټر لب تر څنګ شېرزی د لوړو زده کړو موسسه د محصلینو د سویې لوړولو او عملي کار لپاره له څلورو کلینیکونو چې درې یې خصوصي او یو یې دولتي دی، هوکړې لري چې له مخې یې د ستوماتولوژي پوهنځي محصلین ور استوي او عملي کار پکې کوي. ډاکټر غلام علي شېرزی چې د دې موسسې مؤسس او مشر دی، خپله خصوصي روغتون لري چې د ستوماتولوژي پوهنځي محصلینو ته یې په دې روغتون کې هم د عملي زده کړو زمینه برابره کړې ده. ښاغلی شېرزی وایي چې په کندوز کې یې له معارف ریاست سره یوه هوکړه لاسلیک کړې ده. دا چې په کندوز کې ډېر ښوونځي موجود دي، نو د ښوونې او روزنې پوهنځي د بېلابېلو ډېپارټمنټونو محصلین د هوکړې له مخې ښوونځي ته ور استوي او د تدریس عملي چارې زده کوي. شېرزی د لوړو زده کړو موسسه د ورزش لپاره هم پراخه ساحه لري.

شېرزی افغان د لوړو زده کړو خصوصي موسسه په ټوله کې له لومړي سمیسټر نیولې تر وروستي هغه پورې د ښووني او روزنې او ستوماتولوژي پوهنځي د محصلینو لپاره ۵۰ سلنه تخفیف ورکوي. ډاکټر غلام علي شېرزی وایي، چې د کندوز په کچه ان ویلای شي چې د افغانستان په کچه د دوی موسسه یوازینۍ هغه ده چې په ټولو پوهنځیو کې په دې اندازه تخفیف ورکوي. د دې تر څنګ د شهیدانو او معلولینو د کورنیو د ورثه‌وو لپاره او د هغو کسانو لپاره چې له نورو ولایتونو او لرې پرتو ولسوالیو څخه راځي او دلته زده کړې کوي، له دې هم ډېر تخفیف ورکوي چې ځینې یې ان په وړیا ډول دلته زده کړې کوي.

ښاغلی شېرزی وایي چې د پوهنتون د فعالیت یې دومره موده نه کېږي، نو د لومړۍ دورې د فارغانو لپاره یې ډیپلومونه وېشلي دي. نوموړی وایي، د اسنادو د ورکړې په برخه کې هېڅ ستونزه نه لري، کله چې محصل خپل مونوګراف دفاع کړي، نو پر وخت ورته تحصیلي اسناد سپاري. د نورو خصوصي پوهنتونونو د مسوولینو په څېر ښاغلی شېرزی هم وایي، چې د خصوصي پوهنتونونو شمېر زیات او په لوړو زده کړو وزارت کې د خصوصي پوهنتونونو د ریاست د کار کوونکو تشکیل لږ دی، نو معلومه خبره ده چې د اسنادونو تاییدي یو څه وخت نیسي.

ډاکټر شېرزی د دولتي او خصوصي پوهنتونونو تر منځ کوم توپیر نه ویني، خو له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې خصوصي پوهنتونونو او په تېره بیا د دې پوهنتونونو محصلینو ته یو څه امتیاز له دې کبله ورکړي، چې دوی په خپل شخصي لګښت زده کړې کوي. نو لازمه ده چې په دندو پیدا کولو کې ور سره مرسته وشي او  یا هغو بورسونو کې ونډه ورکړل شي چې افغان ځوانانو لپاره راځي او یوازې اوس د دولتي پوهنتونونو محصلینو ته ور کول کېږي. نوموړی دغه راز وایي چې عامې روغتیا وزارت ورسره په دولتي روغتونونو کې د محصلینو د عملي زده کړو په برخه کې هم چندان همکاري نه کوي، نو په دې برخه کې د لوړو زده کړو وزارت پاملرنه غواړي.

ښاغلی شېرزی وایي، دا چې کندوز د بغلان، بدخشان او تخار ولایت په اصطلاح مرکز بلل کېږي او د دوی موسسې د لوړو زده کړو وزارت ټول ټاکل شوي معیارونه پوري کړي، نو په ځلونو یې له لوړو زده کړو وزارت څخه غوښتي چې د معالجوي طب پوهنځی ورته منظور کړي او دغه راز په ښوونه او روزنه کې د شپږو نورو ډېپارټمنټونو اجازه ورکړي، خو تر اوسه یې چا غږ نه دی اورېدلی. دی وایي، لوړو زده کړو وزارت ورته وایي چې د ولسمشر په امر تر امر ثاني پورې په خصوصي پوهنتونونو کې هر ډول نوي اقدامات او منظورۍ منع دي. دی وایي، زه ویلای شم چې د ولسمشر په دې امر یوازې په کندوز ولایت کې ډېر ځوانان له لوړو زده کړو بې برخې کېږي.

د امنیت نشتون په کندوز ولایت کې د محصلینو لپاره تر ټولو لویه ستونزه ده. د شېرزي افغان د لوړو زده کړو موسسې مشر وایي، چې د امنیتي ستونزو له کبله یې محصلین پر وخت زده کړو ته رسیدګي نه شي کولای. شېرزی د دې تر څنګ له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې خصوصي پوهنتونونو ته اجازه ورکړي څو نوي پوهنځي تاسیس او پرمختګ وکړي. دی د لوړو زده کړو وزارت وروستي اقدامات ستایي، خو غوښتنه لري چې دغه وزارت دې پوهنتونونه ارزیابي کړي؛ هغه خصوصي پوهنتونونه چې وړتیا لري، معیارونه یې پورې کړي دي، اجازه دې ورکړي چې نوي پوهنځي تاسیس کړي، له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع وکړي او د ماسټرۍ پروګرامونه پیل کړي.

Share5Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In