جمعه, اپریل 24, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي

بريالي اشخاص له پیسو سره دا تېروتنې نه کوي!

ژباړه: نوراحمد فضلي

اکتوبر 30, 2018
in معلوماتي
0 0
Two road business for your select choice success or failure with your career and target.

Two road business for your select choice success or failure with your career and target.

هغوی چې نن د بریا لوړو  پوړیو  ته رسېدلي  دي، دې ځای ته د رسېدو لپاره له کړاوونو او ګړنګونو تېر شوي دي. اوس پوښتنه دا ده چې بریالي کسان په خپلو پیسو کوم کارونه کوي؟

په بریالیتوب کي د پیسو اغېزناک مدیریت له مهمو مهارتونو څخه دی. ډېری بریالي کسان د خپل ژوند له لومړیو کلونو تصمیم نیسي، څو د پیسو د ګټې او خرڅ په اړه اغېزناک و اوسي.

ستاسې د عوایدو پر بنسټ ژوند کول د مالي مدیریت یو مهارت دی. د نړۍ ډېرو بریالیو کسانو په خپل توان سره له دې اصله کار اخیستی دی. د بېلګي په ډول، سرجان تمپلتون یو افسانوي پانګوال چې ميليونر و، هغه چې له محدودو لارو تېر شو، خپل ۵۰ سلنه عواید یې سپما کړل. موږ که ۵۰ سلنه نه شو سپما کولای، کولای شو چې له ۱۰-۱۵سلنه عوایدو په سپما کولو سره مالي بریالیتوب حاصل کړو.

په دې تړاو ځينې مهم ټکي په لاندې ډول دي:

۱-د سپما لارې چارې ولټوئ!

بریاليو کسانو ته د توکو بیه مهمه ده. هغه نرخ چې د ډوډۍ، یوه جوړه کالیو یا پانګونې لپاره یې ورکوی، یوازې د کیسې یوه برخه ده. بریالي کسان د یادو توکو نرخ ته هم حساب کوي. په پانګونو کې د هماغې پانګونې ودې ته په راتلونکي کې حساب کوي.

د شخصي مواردو لپاره، باکیفیته توکي اخلي چې ډېر وخت او عمر ولري. د بېلګي په ډول، شونې ده یو ډول تجارتي بوټ چې بیه یې ۲۰۰ ډالره یا تر دې ډېره وي، اخلي. که له دې بوټو په صحیح توګه ساتنه وشي، کلونه به ترې استفاده وشي.

۲- لوړ کیفیت لرونکي توکي وپېرئ چې د ډېر وخت له پاره دوام وکړي

بریالي کسان پوهېږي چې څنګه خپل ضمانتونه مدیریت کړي، باید د خپلو قسطونو لپاره په میاشت کې یو حد کېږدئ. د CNN په حواله، د امریکايي کورنیو سامان الاتو متوسط نرخ له ۱۵ زره ډالره زیات قسط په ځان پسې لري. همدارنګه بریالي کسان همېشه خپلو  بانکي تنخواګانو ته هم یو نظر کوي، دا چې څومره اندازه له ATM کارډه د استفادې او نورو پېښو لپاره ورکوي. کله چې مو د سیسټم د کار  د ډول لاره بیا موندله، له دې تنخواګانو څخه د خلاصون لار  اسانه ده.

۳- یوازې  په هره میاشت کې له ۱۰-۱۵ دقیقو خپل مالي حساب ته بیاکتنه، هغه ټول وخت دی چې د دې تنخواګانو د درک او په هغو کې د سپما لپاره لازم دی.

بریالي کسان په ژوند کې تر ژورو تحولاتو وروسته خپله شتمني له هغه سره هماهنګ کوي.

ایا تازه مو واده کړی دی؟ ایا ستاسې خاوند ستاسو له هیلو او ارزوګانو خبر دی؟ دا هغه ټکي دي چې بریالي کسان یې په خپلو مالي چارو کې په خورا اغېزناک ډول ترسره کوي. خپل ژوند او خپلو مالي طرحو ته  په کال کې یو وار بیاکتنه کول، دا د مهمو حالاتو او شرایطو لاندي راتلو پر مهال خورا عالي او بهترین اسلوب دی.

بریالي کسان پر ولاړو او سوکه عوایدو قانع نه دي، هغوی د خپلو عوایدو د لوړولو لپاره د لارو په پیداکېدو پسې دي.

ځینې کسان د ډېرو  پیسو غوښتنه نه لري یا یوازې د لږو پیسو په ترلاسه کولو سره قانع کېږي. متاسفانه ستاسې د عوایدو هغه اندازه چې تاسې یې د لاسته راوړلو لپاره ځای پر ځای ولاړ یاست، له تاسې څخه د پېر قدرت اخلي.  بلخوا، بریالي کسان د لا ډېرو عوایدو  په ترلاسه کېدو پسې دي. ډېر عواید، تاسې ته د خپلو شخصي علایقو لپاره انتخاب او یو ډول د خوندیتوب احساس درکوي.

بریالي کسان هره ورځ د خپلو عوایدو د لوړېدو لپاره کار کوي. د بېلګې په ډول، په زده کړییزو دورو کې د خپلو مهارتونو د زیاتېدو لپاره ګډون کوي یا د خپل شرکت لپاره د نوښت او خلاقیت زیاتېدو په نظریاتو کې همکاري کوي. هغوی پوهېږي چې څرنګه د زیاتو  پیسو لپاره اقدام وکړي.

۴- له ځانو سره لطف وکړئ او داسې مهارتونه زده کړئ چې د لوړ عاید درلودونکي وي

بریالي کسان په هره میاشت کې د خپلو مالي چارو د بیاکتنې لپاره د اخطاریو دوره وار  زنګ لري.

مالي بریالیتوب ته رسېدل د ځینو ارامو او مستمرو عادتونو ایجادول غواړي. په دې کې کېدای شي ستاسې د بېلانس د کنټرول عادت هم شامل شي. بریالي کسان په هره میاشت کې له ۳۰-۶۰ دقیقو د خپلو مالي چارو بیاکتنې ته ورکوي. پانګونې، بانکي حسابونه، د اعتبار کادرونه او کله چې تېروتنه ويني، سملاسي اقدام کوي.

بریالي کسان د خپلو پیسو په باره کې احمقانه رېسک نه اخلي.

د وارن بافت (Warren Buffett) له قوله چې ويلي یې دي: «د پیسو لپاره دوه قانونه دي: لومړی قانون دا دی چې هېڅکله پیسې له لاسه مه ورکوئ. دویم قانون: لومړي قانون ته پاملرنه وکړئ.» هر ډول پانګونه له یو لړ خطرونو سره تړلې ده او پر دې اساس د پیسو له لاسه ورکولو پوتنشیل هم په ځان پسې لري. ویل شوي دي چې بریالي کسان له ماتې او ضرر څخه د پرهېز په موخه له دوو قوي وسایلو استفاده کوي. هغوی د خطر  د کنټرول لپاره د عاید ګټونکې شتمنۍ ایجاد او د بېمې ارزښت درک کوي. لکه، کور  او د عمر بېمه.

بریالي کسان متخصصو کسانو ته مسوولیت نه سپاري.

بریالي کسان د متخصصو کسانو سپارښتنې تعقیبوي او سره له دې هېڅکله بل چا ته مسوولیت نه سپاري. د بېلګي په ډول، دا ډېره ښه ده چې د خپلو مالي چارو د پلانولو لپاره  له مالیاتي حسابدار څخه سپارښتنې طلب کړئ، مګر بریالي کسان د پوښتلو لپاره وخت ورکوي او له هغه کس څخه د سپارښتنو اخیستلو د مخه یوار  هغه ارزیابي کوي.

بریالي کسان پوهېږي چې مالي بریالیتوب یوازې د بریالي ژوند یو اړخ دی.

په مالي بریالیتوب پسې تلل یو ارزښتمن هدف دی. مهمې مالي منابع تاسې ته زیات انتخابونه درکوي، څو هغو دلایلو ته په کتو سره چې تاسې پرې باور لری؛ وخت او انرژي ځانګړې کړی. همدارنګه کېدلای شي چې دا ټکنالوژۍ، روغتیا او فراغت ته د لاسرسي په معنا وي، مګر بریالي کسان پوهېږي چې مالي بریالیتوب یوازې د ژوند یوه برخه ده. د بېلګي په ډول، د پیسو ضایع کېدو له وجې روغتیا ته پام نه کول، یو ډېره کمزورې ستراتېژي شمېرل کېږي.

Share14Tweet9Share4

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Columbus, United States
جمعه, اپریل 24, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In