ارواپوهنې په دې وروستیو کې ډېر پرمختګ کړی دی، له خپل پرمختګ سره یې جوخت هغو ټولنو ته هم د پرمختګ واګې په لاس ورکړې چې ارواپوهنه مطالعه کوي او ارواپوهنې ته د ارزښت په سترګه ګوري، خو په هر حال ارواپوهنه هغه علم و چې د انسان نه لیدونکي قدرتونه یې ولیدل.
انسان ته یې پر ځان باور، پاکي، مینه، محبت، کورنی ژوند، د اولاد روزل او ډېر نور داسې مهارتونه ور وښودل چې تر ننه انسان هغه نه وو عملي کړي. ژوند هغو وکړ چې ژوند یې زده کړ، هغوی یوازې راغلل او ولاړل چې ژوند ته یې په خلاصو سترګو ونه کتل او د خپل وجود شته وړتیاوې یې ونه ليدې، هغه یې ونه کارولې او دا وړتیاوې یې همداسې ویدې له ځان سره یووړې، کېدای شي ډېر داسې کسان به وو چې ډېرې وړتیاوې یې لرلې؛ خو دوی ورته ځير شوي نه دي.
ژوند زده کول غواړي، له ژوند خوند هم هغه کسان اخلي چې دوی ژوند زده کړی وي، موږ کلونه کلونه د جګړو قرباني شوي یو، د ژوند په اړه له ډېرو رازونو بې خبره یو. موږ ژوند کوو؛ خو د ژوند کولو په چل نه پوهېږو. ډېری خلک له خپل ژوند، هیلو، موخو، دندې، مېرمنې، اولاد یا په لسګونو نورو ستونزو شکایت کوي؛ دوی داسې فکر کوي چې دا ټولې ستونزې نورو د دوی په ژوند کې پیدا کړې دي. څوک خبر دي کېدای شي د ستونزو لامل موږ پخپله وو؟
یو وخت مې یوه جمله لوستلې وه، ښايي ډېره مې لوستې وي (ځان و پېژنه چې خدای وپېژنې). دا خبره زرینه کرښه ده، هغوی چې ځان وپېژانده، خدای هم پېژني، زه هغه وخت د دې جملې په مانا هومره نه پوهېدم، تر ډېره به سوال هم راته پيدا شو چې دا جمله څه مانا؟ زه خو ځان پيژنم نور نو څه وکړم؟
خو خبره داسې نه وه، اوس پوه شوم چې د انسان په وجود کې څومره وړتیاوې دي چې پېژندلو ته اړتیا لري، انسان د خدای د بې مثاله قدرت یوه وړه نښانه ده، په واړه وجود کې هومره رازونه پټ دي چې ډېر ورته ګوته په غاښ شي. رښتیا هم چې د ځان پېژندل د خدای پېژندل دي. ښايي ډېرو به ژوند کړی وي، عمر به یې تېر شوی وي، د ژوند خوږې ترخې به یې لیدلې وي، خو ښايي د عمر تر پایه یې د خپل وجود وړتیاوې نه وي پېژندلې، دوی یوازې خوړلي، څښلي او ځان یې تقدیر ته سپارلی دی. خو هغو چې ځان پېژندلی، په نړۍ کې یې ستر بدلونونه راوستلي دي، هغوی په دې پوه شوي چې نړۍ د انسان لپاره پيدا شوې ده، انسان د مرګ لپاره نه دی پيدا، مرګ د انسان لپاره پیدا دی، انسان د ژوند لپاره پيدا دی، څو په نړۍ کې د انسانیت او انساني ژوند ستر سمبول شي. انسان ته ښايي چې د ځمکې پر سر خپل رسالت تر سره کړي، هغه رسالت د ښه، با وقار او دینداره ژوند تېرول دي. (د ژوند ۱۳ رازونه چې باید زده یې کړئ) هغه کتاب دی چې په ډېره ساده او خوږه ژبه تاسو ته د ښه او بریالي ژوند کول در زده کوي. په دې کتاب کې د ژوند دیارلس رازونه راوړل شوي، چې په هره یوه راز کې بیا د یوه لوی کتاب په کچه مفاهم او معلومات نغښتي دي. ډاډه اوسئ چې که یاد کتاب په غور، دقت او بیا بیا ولولئ، نو په ځان کې به ښکاره مثبت بدلونونه ووینی. د کتاب لیکوال نایجریایی ځوان لیوینګسټون دی او پښتو ژباړه یې حمیدالله حمیدي کړې ده، چې جهان اسلام خپرندویې ټولنې چاپ کړی دی.
مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار په نورو لویو کتابپلورنځیو کې هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.