د ولسي جرګې ټاکنې په داسې وخت کې ترسره شوې چې د هېواد سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعيت د تېرو ټاکنیزو بهیرونو په پرتله ډېر ترینګلی او د اندېښنې وړ و. خو دا ټاکنې بیا هم په خپل وخت د ټولو هغو اندېښنو او بې باوریو خلاف ترسره شوې چې د دغو ټاکنو پر خپل وخت نه ترسره کېدو په اړه موجود وو.
د ميزان په ۲۸مه میلیونونو افغانانو یو ځل بیا په پوره مېړانې او سرښندنې د سختو امنیتي ګواښونو او ناخوالو سربېره بیا هم په ډېره مینه د هېواد د ښې راتلونکې او پرمختګ په هیله د ولسي جرګې د ټاکنو د رایې اچونې په پړاو کې برخه واخیسته، څو راتلونکې ولسي جرګې ته د خپلې خوښې وړ استازي ور ولېږي. په دې ترینګلو حالاتو کې د رایې اچونې مرکزونو ته په دومره لویه کچه د خلکو ورتګ دا څرګندوي چې افغانان ولسواکۍ ته ژمن دي او د خپل مدني حق څخه په ګټه اخیستنې خپل برخلیک خپله ټاکي.
د افغان امنیتي ځواکونو مېړانه او سرښندنه د ستاینې وړ ده چې په لومړي ځل یې د بهرنیو ځواکونو له مرستې پرته د ټاکنو امنیت او خوندیتوب دروند بار ته اوږه ورکړه او د مخکنیو ټاکنو په پرتله یې د ټاکنو د بهیر امنیت په ښه توګه وساته. د دوی دا وړتیا موږ ته د دې ډاډ راکوي چې زمونږ تکیه پر بهرنیو ځواکونو ورځ تر بلې کمېږي او خپل مېړني ځواکونه مو د دې وړتیا لري چې هېوادوالو ته په ملي پروسو کې د ګډون لپاره د امن فضا رامنځته کړي.
د لومړي ځل لپاره په هېواد کې په ټاکنو کې د رایه ورکوونکو له لېستونو او بایومېټریک سیسټم څخه ګټه واخستل شوه، که څه هم په دې برخو کې یو څه ستونزې وې، خو بیا هم که د راتلونکو ټاکنو لپاره پکې اصلاحات راشي او نیمګړتیاوې یې له منځه ولاړې شي، نو د پاکو او رڼو ټاکنو په ترسره کولو کې به ډېره مرسته وکړي او تر ډېره به د درغلیو او ناپاکو رايو مخه ونیسي.
خو پر دې ټولو ښېګڼو سربېره د ټاکنو بهیر ګڼې نیمګړتیاوې هم درلودې، لکه:
په ډېرو سیمو کې د رایې اچونې مرکزونه د ژمنه شوي وخت (سهار۷ بجو) پرځای ناوخته او په ځینو سیمو کې ان غرمه مهال پرانیستل شول او په ځینو ځایو کې خو په دویمه ورځ ټاکنې وشوې.
د بایو مېټریک سیسټم په ډېرو مرکزونو کې یا خراب و او یا یې د ټاکنو کارمندان په سمه کارونه نه پوهېدل او یا هم په لوی لاس ځينو مامورينو د مشخصو نوماندانو په ګټې خراب کړی و، چې دا ستونزې د رایه ورکونې د ځنډ او زیات وخت نیولو سبب شوې او حتی په ځینو مرکزونو کې پرته له بایومېټریک رایه اچونه وشوه چې له درغلیو خالي نه وې او په ټاکنو يې د خلکو شکونه را پیدا کړل.
د رایه ورکونې په یو شمېر مرکزونو کې د ثبت شویو رایه ورکوونکو د نوملیکنې کتابچې ورکې وې چې دا ستونزه له مرکزه نيولې ان په ولايتونو کې هم وه.
ځینو زورواکو د رايې اچونې په مرکزونو کې ګډوډۍ جوړولې او د ټاکنو کمېسیون کارکوونکي يې ګواښل او خلک یې د زور او یا پیسو له لارې مجبورول چې دوی ته رایه ورکړي. د دې خبرې ثبوت او کره والی د رسنیو په راپورونو کې هم موجود دی.
د دې ستونزو او نیمګړتیاوو ترټولو ډېر مسوولیت د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ورګرځي، ځکه خلک د ټولو ګواښونو او ستونزو سربېره په ډېره مینه له کورونو راووتل او د ټاکنو مرکزونو ته ولاړل، خو د ټاکنو کمېسیون د خپل کمزوري مدیریت له امله د خلکو له احساساتو سره لوبې وکړې او دوی ونه شو کړای چې د ټاکنو د رایې اچونې پړاو سم مدیریت کړي او په ټاکنو د خلکو له منځه تللی باور یو ځل بیا را ژوندی کړي.
اوس که د ټاکنو د رايې اچونې پر بهیر باندې شوي شکایتونه په سمه او شفافه توګه ونه څېړل شي او پایلې یې له ولس سره شریکې نه شي، نو خدای مه کړه په هېواد کې به یوه نوي کړکېچ ته لاره جوړه شي او مسوولیت به یې د ټاکنیزو کمېسینونو پر غاړه وي.
نو هیله دا ده چې ټاکنیز کمېسیونونه تر خپلې وسې د څارونکو او نوماندانو له خوا د رایې اچونې په پړاو کې د ثبت شویو شکایتونو په هکله دقیقه څېړنه وکړي او پایلی یې له ولس سره شریکې کړي او پاکې او ناپاکې رایې سره جلا کړي، څو راتلونکې ولسې جرګې ته مستحق او وړ استازي د خلکو د پاکو رایو په پایله کې لار پیدا کړي.
ټاکنیزو کمېسیونونو ته پکار ده څو له دې ټاکنو درس واخلي او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره سر له اوسه تیاری ونیسي او هغه نیمګړتیاوې چې په دې ټاکنو کې رامنځته شوې، له منځه یوسي.
زمو خلک له نږدې ۴۰ کلونو راهیسې وژل کېږي. دا وژنې عموماً د واک د ترلاسه کولو په سیالیو کې روانې دي. دې خونړیو سیالیو وطن لولپه کړ او خلک یې تباه کړل. ولس له همدې حالت څخه د وتلو هیله لري. دا هیله ورته د زور په ځای په مدني لارو د واک ترلاسه کولو پروسه ښکاري او دا پروسه ټاکنې دي.
خلک ملامت نه دي. خلک د همدې پاک ارمان لپاره رایه ورکوي او په دې تمه وي چې له ارمانونو سره به یې خیانت نه کېږي او نماینده ګان به یې د وضعیت د بهبود لپاره له خپلې قانوني مجرا کار اخلي. پر حکومت به فشار راوړي او د خلکو د ژوند بهبود ته به لومړیتوب ورکوي.
موږ په تېرو نږدې دوو لسیزو کې د ولسمشرۍ لپاره درې ځلې ټاکنې تجربه کړې. په لومړي او دویم ځل کې حامد کرزي واک ترلاسه کړ او درېیم ځل محمد اشرف غني.
دغه شان موږ له ۱۳۸۴ لمریز کال راهیسې تر اوسه څو ځلې د ولسي جرګې او ولایتي شورا انتخابات تجربه کړل او ولس په کې د سر په قېمت رایه ورکړه. که څه هم ولس خپلو ارمانونو ته نه دی رسېدلی او په کوم نیت یې چې رایه کارولې وه، هغه نه دی پوره شوی؛ خو بیا هم د یو ستر ارمان لپاره ګواښونو ته غاړه ورکوي او بېشکه دا ارمان د یوې قانونمندې او سوکاله ټولنې جوړول دي.
بریالي کاندیدان (ولسمشرۍ، ولسي جرګې او ولایتي شورا) د ولس له قربانیو خبر دي؛ خو ځینو ته یې ولس یوازې د کمپاین په ورځو کې مهم وي او بس. دوی ونه شوای کولای چې د هغوی ارمانونه پوره کړي او یا یې د پوره کولو لپاره هلې ځلې وکړي.
تر دې لویه مسخره به بله چېرته وي چې د ولس د استازو کور اوس د رهنمای معاملاتو په نوم یادېږي! ځکه په همدې کور کې د ولس په رایو معاملې کېږي، د شخصي ګټو لپاره، د تنظیمي او قومي ګټو لپاره. د جرګې ګڼ غړي یوازې په دې فکر کې دي چې څنګه ان د خپل راتلونکي شلم نسل ژوند هم جوړ کړي او راحت ژوند ورته له اوسه نقشه کشي کړي.
ځینې خلک ناهیلي شوي او حق یې هم دی. د همدې ناهیلیو له کبله وايي چې نور رایه نه ورکوي؛ خو له دې ناخبره دي چې دا تصمیم به یې د اوسني ناوړه وضعیت عمر لا هم اوږد کړي. هغه کسان چې دوی یې ناهیلي کړي، هغوی به هماغه شان په موقف کې پاتې شي او خپلې سوداګرۍ ته به ادامه ورکړي.
ښه خبره دا ده چې خلک د قوم، ژبې، ګوند او نورو شخصي ملحوظاتو لومې وشلوي، تجربه شوي ناکامان بیا تجربه نه کړي. هغوی ته رایه ورکړي چې د خیر تمه ترې کېږي او چې بریالي شول بیا ترې وخت په وخت د خپلو رایو پوښتنه وکړي. خو ولس برعکس لګیا دی بیا يې هم هغه کسانو ته رايې ورکړې، کومو چې د ولس له ګټو څخه خپلو شخصي ګټو ته ډیر اولويت او ترجېح ورکوله. دوی بیا هم ولس ته دوکه ورکړه او د ولس په سترګو يې بیا د پنځو کلونو لپاره پټۍ راکش کړه.