دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

په حکومت کې د عقدو پالل د سولې پر وړاندې یو بل خنډ

رفیع الله زیار

نوومبر 6, 2018
in تحلیل
0 0

په ملي وحدت حکومت کې ځينې لوړپوړي چارواکي د ملي ګټو د خوندي کولو، د اوسني بد حالت د بهبود لپاره د ګډو هڅو او د سولې د بریالي کېدو په برخه کې د یوه همغږي حرکت د رامنځته کولو پر ځای دننه په حکومت کې خپلې شخصي عقدې پالي او په ډېرو وړو مسایلو باندې بوخت دي چې دا ډول کړنې نه یوازې د هېواد په زیان دي، بلکې د سولې پر وړاندې خنډ او یو بل بحران ته لار هواروي.

له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې په هېواد کې د نورو په اشاره او د پردیو ګټو د خوندي کولو لپاره یوه اوږده جګړه روانه ده چې د سون توکي یې افغان زلمي، ښځې، ماشومان، بوډاګان او نور دي، خو ګټه یې یوازې هغه چاته رسېږي چې ددې جګړې د غځېدو اصلي لوبغاړي دي او دلته خپلې شومې او ناوړه برنامې تطبیقوي.

سره له دې چې د همدې جګړو او یرغلونو له لاسه ګڼ افغانان مهاجر شول، زموږ خویندې او میندې لوڅ سرونه سوال ته مجبورې شوې او د نورو په ښارونو کې یې پردیو ته د سوال لمنې وغوړولې، زموږ افغاني غرور او ارزښتونه تر پښو لاندې شول، بنسټونه مو ونړېدل، بشري قوه مو پایمال شوه، علما مو بې عزته شول، د نوم خلک مو د دوو پیسو شول او داسې نورې ډېرې نادودې چې باید نه وای شوې، وشوې، خو بیا هم زموږ سیاسیون او چارواکي له دې څخه پند نه شي اخیستلی او لا ددې ظرفیت نه لري تر څو هېواد له اوسني بد حالت څخه را بهر کړي او د جګړې لمن ورټوله کړي.

اوسنی نظام له تېرو اوولسو کلونو راهیسې زموږ د هغو زلمیو په وینو پایېږي چې د امنيتي ځواکونو په لیکو کې جنګیږي او په دې ډول سره د افغانستان له ننګ، ناموس او غرور څخه دفاع کوي، خو ددې دفاع او د هېواد د بقا لپاره قوي مدیریت، د بنسټونو تقویه کولو، د سیمه ییزې او نړیوالې دیپلوماسۍ او سیاست لا غني کولو، قوي اقتصاد او دننه په هېواد د هر ډول توطیو د شنډولو لپاره یوه غښتلي او یو موټي حرکت ته هم اړتیا ده او ددې لپاره باید کار وشي.

دلته زموږ د بحث موضوع دا نه ده چې په هېواد کې کومې کړۍ له وسله والو طالبانو سره د سولې خنډ دي؟ طالبان د سولې په تړاو څه دریځ لري؟ نړیوال او سیمه ییز قدرتونه په دې برخه کې څومره رښتیني دي؟، بلکې هغه چارواکي مو هدف دي چې د حریف د کمزوري کولو لپاره د عقدوي چلند پر اساس د سولې پروسه ټکنۍ کوي او پر وړاندې یې یو عالم ستونزې ایجادوي.

که چېرې موږ او زموږ سیاسیون غواړي چې په هېواد کې د جنګ کرغېړنه څېره ورکه شي او پر ځای یې سوله حاکمه شي، همدا راز هېواد د چټکې ترقۍ پر لور قدمونه واخلي، نو په کار ده چې خپل منځي واړه اختلافات یوې خواته کړي او د ګډو ګټو د خوندي کولو لپاره یو او بل حمایه کړي تر څو زموږ راتلونکي نسل ته د هوسا ژوند کولو زمینه برابره شي. بیا هم یادونه کوم، که چېرې یو شمېر چارواکي له خپلو مقامونو او دولتي امکاناتو څخه په عقدو پاللو کې ګټه پورته کوي، نو دا لویه تېروتنه ده او دغه تېروتنه به ده ته هم یو ورځ بلا ګرځي او په هغه برخلیک به اخته کېږي چې عام افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي.

Share21Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

سپتمبر 7, 2026

خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

سپتمبر 7, 2026
BANDAR ABBAS, IRAN - AUGUST 10: Ships are anchored in the Strait of Hormuz on August 10, 2026 off the coast of Bandar Abbas, Iran. In a recent statement, Iran's Supreme National Security Council said the vital waterway would not reopen until the United States "corrects its behavior," demanding that the U.S. end its war on Iran and compensate the country for war damage, among other conditions. Iran has largely halted vessel traffic through the strait with the threat of strikes; meanwhile, the U.S. has imposed a blockade on Iranian ports. (Photo by Ali Saeedi/Getty Images)

ایران له هرمز تنګي څخه د باندې ممنوعه سیمه جوړوي

سپتمبر 7, 2026

زيلينسکي: د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي او ورسره پلاوي سره مې لیدنه له خورا عملي او اساسي پایلو ډکه وه

سپتمبر 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In