امریکا باید په منځني ختیځ کې د خپل سخت سیال ایران د ځپلو لپاره له ایران او د چابهار بندر له لارې له نورو هېوادونو سره د افغانستان صادراتو، وارداتو او سوداګرۍ ته صدمه ونه رسوي.
ایران چې په سیمه کې د امریکا سرسخت حریف دی او د سوریې په ګډون یې په منځني ختیځ کې د امریکا د پالیسیو د ناکامولو لپاره له روسیې او چین سره یو ځای مبارزه وکړه او هلته یې د امریکا پر ضد ډلې تجهیز کړې؛ د تېرې دوشنبې په ورځ امریکا ورباندې تر ټولو سخت بندیزونه ولګول. امریکا دا ګواښ هم وکړ چې که کوم هېوادونه له ایران سره د بندیزونو خلاف پلور او پېر ترسره کړ، نو د ایران په څېر به له سختو بندیزونو سره مخ شي.
د امریکا او ایران ترمنځ هلته ناندرۍ په زیاتېدو شوې چې د امریکا ولسمشر ټرمپ واک ته په رسېدو، د ایران د اټومي پروګرام له تړون څخه ووت. سپیڼه ماڼۍ وايي، ایران له بندیزونو سره سره له سایبري بریدونو، د بالسټیک توغندیو له ازمایلو او په منځني ختیځ کې د وسله والو ډلو له حمایې کولو لاس نه اخلي او دوی مجبور دي چې د ایران د ځپلو او کمزوري کولو لپاره له هرې ممکنه لارې کار واخلي.
پر ایران د امریکا په تازه بندیزونو کې د ایران د بېړیو صنعت، الوتکې، مالي برخې، بانکونه، انرژي، نفت، ټرانسپورټي شرکتونه او نور له ګواښونو سره مخامخ دي.
کله چې پر ایران دومره سخت بندیزونه لګول کېږي، نو ښکاره خبره ده چې سوداګریزو بندرونو ته هم ګواښ متوجه دی او په وچه کې راګیر ګاونډی هېواد افغانستان به یې هم له اغېز څخه پاتې نه شي. که پر ایران له لګېدلو بندیزونو سره د افغانستان سوداګرۍ ته زیان ورسېږي او خلک د فقر له ګواښ سره مخ شي، نو نه یوازې به افغان دولت ته سرګرداني وي، بلکې امریکا ته به هم یو بل سر خوږی جوړ شي او جبران به یې ګران ورته پرېوځي.
پر ایران د امریکا د بندیزونو له لګېدو وروسته که څه هم ولسمشر اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې سره د چابهار بندر پر موضوع غږېدلی، خو لا هم د یاد بندر درې اړخیزه تړون له ګونګ برخلیک سره مخامخ دی او په خپله د ملي وحدت حکومت هم نه پوهېږي چې څه به پېښ شي؟ کله چې پر ایران د بندیزونو موضوع ګرمه وه، نو افغان حکومت باید هغه مهال په خپلې فعالې ډیپلوماسۍ سره دومره کار کړی وای چې نن یې امریکا قانع او له افغان ولس سره د چابهار بندر په اړه کوم سوال نه وای موجود.
که چېرې د سپینې ماڼۍ په تازه بندیزونو کې د چابهار درې اړخیزه لوی اقتصادي او سوداګریز تړون اغېزمن شي، نو یو ځل به بیا افغان سوداګر د کراچۍ بندر ته مجبور او زموږ د هېواد اقتصاد به د پاکستان تر اغېز لاندې راشي. پاکستان به هم غلی پاتې نه شي، هڅه به وکړي چې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره امریکا د چابهار بندر تړلو ته وهڅوي او که بریالی شو، نو له یوې خوا به یې افغانستان د پخوا په څېر ځان ته مجبور کړی وي او بل به یې خپل تاریخي دښمن هند ته په اقتصادي برخه کې زیان رسولی وي.
د افغان حکومت ډيپلوماتیکې او سیاسي دستګاه ته په کار دي چې د هند له حکومت سره په ګډه د چابهار بندر برخلیک له ګونګ حالت څخه راوباسي او پرې نږدي چې پر ایران د وروستیو بندیزونو له امله اغېزمن شي، خو که چېرې افغان حکومت په دې برخه کې پاتې راشي او امریکا قانع نه کړای شي، نو په بازارونو کې دې د بیو لوړوالي او یو بل اقتصادي بحران ته په تمه اوسي.