عالیه سلطانه د «بلاسينور» د وروستي نواب لور ده. په ۱۹مه ز پېړۍ کې د هند په لوېدیځ کې د ګجرات په ساحلي سیمو کې د جوناګړه او مناودر په شان بلاسینور هم د «بابي» پښتنو یوه نوابي وه.
د ګجرات، کاټهیاواړ د سمندر پر غاړه جوړ د سومنات مندر په ۱۱مه ز پېړۍ کې د سلطان محمود غزنوي په حمله کې وران شو. ښایي هغه وخت ځینې افغانان هلته پاتې شوي وي، خو ګجرات ته د پښتنو باقاعده ورتلل په ۱۴مه ز پېړۍ کې پیل شول. د هند واکمن محمد تغلق د پوځ غړي په جوناګړه، سورت، راجکوټ، بهاونګر او احمد اباد کې ساتل کېدل چې پښتنو بیا هلته خپل کلي اباد کړل. په دوی کې بنګښ، دراني او یوسفزي شامل وو.
د غوریانو په وخت کې د ګجرات بېلابېلې سیمې د افغان سردارانو په لاس کې وې چې د راجپوت جنګیالیو سره به لاس او ګرېوان وو. په دکن کې د عرب او ترکانو د سلطنت په وخت کې جوناګړه د احمد اباد له خوا ټاکل شوي حاکم اداره کاوه. د ګجرات په نورو صوبو کې سلطان د وړو سیمو راجاګان په خپل ځای وساتل.
د سلطان بهادر له مړینې وروسته غوریانو په جوناګړه حکومت کاوه او تش په نوم يې د احمد اباد سلطان ته سر ټیټاوه. دلته د ملک ایاز نه وروسته تاتارخان غوري او د ۱۵۷۰ز کال په وروستیو کلونو کې د ده زوی امین خان خپلواک شول. په ۱۵۸۳ ز کال کې د غوري سلطان مظفر په جنګونو کې غوریانو په خپلو کې هم ډلې ټپلې جوړې کړې. امین خان او د ده زوی دولت خان غوري د مظفرخان سره ملګري شول. کله چې مغل اکبر ګجرات ونیولو، نو «سورت» بیا هم د امین خان په لاس کې و. بیا اکبر بېرته ډيلي ته لاړ او خپل یو پوځي سردار وزیرخان ته يې د سورت د نیولو دنده وسپارله، خو دا کار ناشونی و؛ ځکه د ګجرات سلطنت ړنګ شو، خو پښتانه په وړو سیمو کې بیا هم خپلواکه وو.
له ۱۵۹۱ نه تر ۱۵۹۲ز کلونو پورې جوناګړه د نورنګ خان، سید قاسم او ګوجرخان له خوا کلابنده شوه. په دې محاصره کې دولت خان لومړی ټپي او وروسته بیا مړ شو. د جوناګړه واک رایزاده ته ورسېد. له دې وروسته دا د سورت فوجدار او د احمد اباد یوه صوبه شوه. د جوناګړه لومړی فوجدار نورنګ خان و، ورپسې سیدقاسم. تر ټولو مشهور میرزا عیسی ترخان، قطب الدین خېشګي او سردارخان وو.
د کندهار «بابي» په ۱۶مه ز پېړۍ کې د مغلو په وخت ګجرات ته ورتلل چې په جوناګړه او پالن پور کې د پوځ افسران وو. بابي د یوسفزو د عثمان خېلو قام نه دی. دوی جوناګړه، رادهنپور، بلاسینور، بنتوا مناودر او سردارګړه کې مېشت شول. د ۱۶۳۳ نه تر ۱۶۴۲ ز کلونو پورې ترخان د جوناګړه فوجدار و او د دغه ځای کلا يې پخه کړه. کله چې د مغلو له خوا د ګجرات والي شو، نو خپل زوی عنایت الله يې په جوناګړه کې په خپل ځای کېناوه. قطب الدین لس کاله او سردارخان د ۱۶۶۶ نه تر ۱۶۸۶ ز کلونو پورې په جوناګړه کې ودانۍ جوړې کړې. ده د ځان لپاره مقبره هم جوړه کړه، خو د سند په ټهټه کې مړ شو او هلته خښ دی. وروستی فوجدار محمد شېرخان بابي چې مغل ګورنر ته پتمن و، د ګایکواړ مرهټو له حملې نه وروسته په ۱۷۳۰ ز کال کې خپلواکي اعلان کړه. ورپسې د ده زامنو او لمسیانو د جوناګړه شاوخوا سیمې په زور ونیولې او دلته يې خپلې پښې ټینګې کړې. شېرخان بابي په خپله ځان ته د نواب بهادرخان خطاب وکړ.
په ۱۷۳۳ ز کال کې د سورت نواب سهراب خان، «بنتوا» د شېرخان وروڼو دلېرخان، صلابت محمد خان او زمان خان ته ورکړه. د دوی اولادونه د جوناګړه نواب ته پتمن وو. بابیانو د جوناګړه نه علاوه، رادهنپور، بلاسينور او مناودر هم ونیول او مرهټو ته يې باج ورکاوه.
په ۱۸۰۷ ز کال کې کله چې انګرېزان له مرهټو سره په جنګ وو، بابي نواب له انګرېز څخه ملاتړ وکړ. په نتیجه کې یې اېسټ انډیا کمپنۍ د جوناګړه چارې په لاس کې واخیستې او نواب ته یې د وفادارۍ په بدل کې امتیازات ورکړل. په ۱۸۱۸ ز کې جوناګړه د انګرېز له خوا نور امتیازات واخیستل او هغوی ورته د ۱۳ توپونو د سلامۍ اعزاز ورکړ. د ګجرات او سند ترمنځ په اوښانو تجارت کېدو او پښتانه به په دغه لار ډېر تلل راتلل. د جوناګړه نوابانو د سند او د ملتان له سدوزو سره ودونه کول.
په ۱۹مه ز پېړۍ کې ګجرات ته غلجي هم ډېر ورغلل چې ځایي خلکو به ورته «کابلي» ویل. دوی به له کاټهیاواړ اسونه وپېرل او د هند په نورو سیمو، لکه راجستان او دکن کې به يې پلورل. دغه غلجي اوس په احمد اباد او دکن کې ژوند کوي، په نورو قامونو کې نه دي حل شوي او څه نا څه خپل پښتني دودونه يې ساتلي دي.
یوسفزي پښتانه زیات له پېښوره ورغلي او د نواب په پوځ کې شامل وو. د مغلو د سقوط په وخت د دوی یو مشر «موسی خان» د ګجرات د مسلمانو له سیمو نه د مرهټو په شړلو کې مهمه ونډه لرله. یو ملک د مننې په توګه موسی خان ته خپله لور او د فتح پور کلی ورکړ. د موسی خان اولاد اوس د «سیمې پښتانه» په نوم پېژندل کېږي. دوی په کلیو او بانډو کې پراته دي. د بابیو نه علاوه، دوی په نورو قامونو کې ودونه نه کوي. یو بل ټبر د خانزاده پښتنو دی چې د «بړوده» ضلع په پانډو او ساولي کې مېشت دی. دوی په خپله وایي چې د کابل نه د لومړي مهابت خان دولت خانجي سره راغلي وو. دوی ته د ګجرات سلطان محمود (بېګړه) د پانډو کلی ورکړی و. بیا کله چې د ګجرات «ګایکواړ» برلاسي شول، نو د دوی اغېز ختم او د ځمکه والو په توګه پاتې شول. دوی ګجراتي ژبه وایي، زیات يې په خپلو ځمکو کې تنباکو او نري جوار(شموخه) کري.
بنګښ او ځدراڼ د ګجرات په «پټن» کې تر ټولو پخوا اباد شول. دوی د ګجرات د سلطنت په وختونو کې د پوځي خدمتونو لپاره دلته مېشت وو. ورپسې په پالنپور، رادهن پور او اونجهه کې هم اباد شول. دوی اوس هم ځمکه وال دي او د سیمې په سیاست کې يې مهم رول لوبولو.
په ۱۹۴۰ ز لسیزه کې د سند یو وکیل شاهنواز بهټو(د بي نظیرنیکه) د جوناګړه د وزیرانو په شورا کې شامل شو. په ۱۹۴۷ ز کال کې دی د ریاست «دیوان» (وزیراعظم) شو. د جوناګړه او مناودر نوابان مسلمانان وو، خو هلته اکثریت هندوان مېشت وو. د وېش په وخت ریاستونو له هند یا پاکستان سره د یو ځای کېدو فیصله کوله. بهټو نواب ته مشوره ورکړه چې له پاکستان سره یو ځای شي، خو د نواب قانوني مشاور نواب نبي بخش دا غلط ګڼل. اخر نواب مهابت خانجي د ۱۹۴۷ ز کال د اګېسټ په ۱۵مه له پاکستان سره د یو ځای کېدو فیصله وکړه، په دې دلیل چې دا د سمندر له لارې کراچۍ ته لاره لري، خو د جوناګړه هندوانو د دې خلاف بغاوت وکړ. نواب له وېرې خپل ټبر سره کراچۍ ته کډه وکړه او هلته يې د جوناګړه یو عبوري حکومت جوړ کړ. یوه میاشت وروسته غلام محی الدین خانجي د مناودر ریاست د پاکستان برخه اعلان کړه. د ۱۹۴۷ ز کال د اکټوبر په ۲۲مه د هند پولیس مناودر ته ورننوتل، نواب يې په سونګړه کې نظر بند کړ او یو عبوري حکومت جوړ شو.
د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د ډسمبر په میاشت کې په ټوله جوناګړه کې ټولپوښتنه وشوه، نو اکثریتو یې له هند سره د یو ځای کېدو لپاره رایه ورکړه. د ۱۹۴۸ ز کال د نومبر په ۱۵مه جوناګړه د هند د «سوراشټرا» صوبې برخه شوه.