کرنې وزارت وايي، په پکتیا کې د شاتو مچیو د روزنې وضعیت په بې ساري توګه مخ په ښه کېدو دی.
د یاد وزارت شمېرې ښیي چې په دغه ولایت کې د شاتو مچیو شاوخوا ۴۵۰ واړه او لوی فارمونه شته، چې د شاتو د تولید سږنۍ کچه یې نږدې ۹۰۰ ټنو ته رسېدلې ده.
بلخوا د پکتیا د څارویو روزنې او روغتیایي چارو امر محمد کبیر اسلیمي هم وایي، چې د پکتیا د ولایت په کچه د شاتو مچیو ۴۵۰ فارمونه فعالیت لري، چې له یادو فارمونو څخه سږکال ۹۰۰ مټریک ټنه شات تولید شوي دي.
د اسلمي په خبره، د پکتیا د شاتو په شاوخوا ۴۵۰ فارمونو کې د شاتو له ۹۵ زرو څخه تر ۱۰۰ زره صندوقه مچۍ روزل کېږي. یادې مچۍ ډول ډول شات تولیدوي، چې له دې ډلې خورا مشهور یې شنشوبی، لاچي، سپېرکۍ او سنځله دي، چې په دغه ولایت کې ډېر تولید او مینه وال لري.



































