د افغانستان لوی ملي ائتلاف چې د هېواد تر ټولو بدنام غله، داړه ماران او جنایتکاران پکې را ټول شوي دي، اعلان کړی دی چې ډېر ژر به د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو لپاره د یوه کاندید پر ځای د اتو مقامونو لپاره خپل کاندیدان اعلان کړي. د دغه ائتلاف یوه مشر احمد ضیا مسعود چې په افغانستان کې له یوه سیال څخه هم په غلا، رشوت، او اداري فساد کې وروسته پاتې نه دی، اعلان کړی چې دوی به د جمهور رییس، د هغه د دریو مرستیالانو، صدراعظم او د هغه د دریو مرستیالانو کاندیدي اعلان کړي. ده په خپل اعلان کې دا هم ویلي چې د جمهوري ریاست څوکۍ به یوه پښتانه ته چې حتماً باید په غلا او جنایتونو کې د ائتلاف د نورو مشرانو سره برابر او یا بدتر وي، ورکړي او باقي پاتې څوکۍ به د نورو قومونو ترمنځ ووېشي. ضمناً به د جمهور رییس صلاحیتونه کم کړي او په عوض کې به د صدراعظم او د هغه د دریو مرستیالانو صلاحیتونه زیات کړي.
دا چې دا اعلان د چا له خولې راوتلی او د چا استازیتوب کوي، د ټول اختصار سره سره یې د شرارت او فساد ټول تفصیل څرګند دی. هغه خبره دې یوې خواته پاته وي؛ ځکه زه یقین لرم چې دغه ائتلاف به په خپلو شومو اغراضو کې ځکه بریالی نه شي چي لومړی خو به یې نور کسان بري ته پرې نه ږدي او دویم به په انتخاباتو کې له برخې اخیستلو څخه مخکې د بل هر ځل په څېر د ګټو د وېشلو پر سر د لېوانو په څېر سره بې اتفاقه شي او یوه بل ته به خولې واچوي. خبره په دې کې ده چې دغه اوسنی نظام خو د ائتلاف د همدغو مشرانو په مرسته منځته راغلی او دغه مشران د همدغه نظام له برکته اوس د سوونو او حتی زرګونو میلیونو ډالرو څښتنان شوي دي. د جمهوري ریاست، پارلمان، لويې جرګې او ولایتي جرګو د انتخاباتو قوانین او اساسي قانون او نور فرعي قوانین خو د دوی په مشرۍ منځته راغلي دي. دوی اوس څرنګه د خپل تصویب کړي اساسي قانون په مقابل کې درېږي.
خبره بېرته هغه پخواني ځای ته رسېږي چې «ورانه ده، خو له خانه ده». که اشرف غني یوازې او یوازې د جمهور رییس کېدو او د قدرت په نشه د مستېدلو او زړه سړولو په منظور د امریکا د خارجه وزیر جان کري امر ته غاړه نه وای اېښې او د هېواد د اساسي قانون د ټولو موازینو په خلاف یې د اجرائیه ریاست ایجادول نه وای منلي او په لوی لاس یې دوه سری حکومت منځته نه وای راوړی؛ نن به د لوی ملي ائتلاف غلو مشرانو د اساسي قانون پر خلاف د دومره لويې سرغړونې جرئت نه وای کړی. د ائتلاف داړه مارانو ولیدل چې که پرون سرغړونه کېدلای شوای او د اجرائیه رییس او د هغه د دوو مرستیالانو او له هغوی سره د سل هاوو نورو مامورینو پوسټونه ایجادېدلای شوای، نو د اتو تنو کاندیدانو پېشنهادول او په انتخاباتي مبارزه کې برخه اخیستل څه تاوان لري؟
په افغانستان کې په وروستیو څه کم سلو کلونو کې له اساسي قانون او نورو ملي موازینو او نوامیسو سره دومره لوبي شوې چې ښايي په سیمه او حتی نړۍ کې ساری ونه لري.
افغانستان د امیر عبدالرحمن خان تر زمانې پورې لیکلی عصري قانون نه درلود او ټول اجراات زیاتره د دیني علماوو د فتواوو سره سم کېدل. امیر عبدالرحمن خان د حکومتي اجرااتو لپاره د « قانون کارګذاري در معاملات حکومت و تعین جرایم و سیاست» په نوم په ۶۱ مادو کې یو قانون خپور کړ. که څه هم چې دغه قانون په خپل ذات کې ډېر ظالمانه و؛ ځکه چې په نهه پنځوسمه ماده کې وايي چې که چېرې قاتل د مقتول ورثې او حکومت ته دیت او جریمه نه شوای پوره کولای، نو د هغه له مور، پلار، خور، ورور، کاکا، عمه، خاله، د کاکا له زوی، د عمه له زوی او د خاله له زوی څخه دې دیت واخیستل شي. ګواکې له مجرم سره د هغه بې ګناه نږدې او لرې خپلوان هسې په ناحقه په جرم کې شریک ګڼل کېدل، خو په هر صورت، تر نه قانون همدا ظالمانه قانون هم ځکه بهتر و چې په وروستیو کې د نورو بهترو قوانینو لپاره یوه مقدمه وه.
امیرعبدالرحمن خان دغه راز د « اساس القضات » په نوم یو بل قانون په ۱۳۶ مادو کې منظور او خپور کړ او دا قانون لکه له نوم څخه چې یې ښکارېږي، خاص او یوازې د قاضیانو د اجرااتو لپاره و. په زړه پورې خبره دا ده چې امیر دغه دواړه قوانین ماده په ماده تر نظر تېر کړي او د هرې مادې په پای کې یې لیکلي دي چې صحیح است فقط.
له امیرعبدالرحمن څخه وروسته، اعلیحضرت امان الله خان د هېواد لپاره لومړنی اساسي قانون تصویب او خپور کړ. په دغه قانون کې د پاچا او رعایا پر حقوقو باندې په څو مادو کې بحث شوی دی. دغه راز یې بې شمېره نظامنامې تصویب او خپرې کړې. د هغه په زمانه کې د قوانینو مسئلې ته تر بلې هرې اجتماعي چارې زیاته توجه وشوه. له اعلیحضرت امان الله خان او په تېره بیا اعلیحضرت محمدظاهرشاه څخه وروسته هر مشر او واکمن د خپلې خوښې سره سم اساسي قانون جوړ کړی او له ځان څخه وروسته واکمن ته یې د بشپړ تغیر لپاره په میراث پرې اېښی دی.
بیرغ همداسې در واخلی. د افغانستان په معاصر تاریخ کې یعنې له احمدشاه بابا څخه تر اوسه پورې بیرغ پنځه ویشت ځله تغیر شوی دی. یوازې اعلیحضرت امان الله خان په خپله لس کلنه دوره کې څلور ځله تغیر پکې راوست. پر افغانستان باندې د امریکا او ناټو د یرغل راهیسې بیا تر ۲۰۱۳ ز کال پورې څلور ځله تغیرات پکې راغلي دي.
په بانکنوټونو کې چې د بیرغ په څېر د یوه هېواد د هویت شکل لري او یو هېواد ورباندې پېژندل کېږي، خو لکه د لوبو سامان هر نظام او هر واکمن جلا جلا او له خپلې خوښې سره تغیر راوستلی دی. ملي سرود هم د بیرغ په څېر پاتې نه دی او هر واکمن د خپلي خوښې سره سم انتخاب کړی او رواج کړی دی. په زړه پورې خبره خو لا دا ده چې اوسنی ملي سرود چې د منظورېدو او خپرېدلو یې څه باندې دوولس کاله کېږي، ډېر زیات حکومتي مقامات او لوی سفارتونه په رسمیت نه پېژني. دا خبره مو باید په یاد وي چې د افغانستان نوم هم یو وخت افغانستان بیا مملکت خداداد افغانستان، د افغانستان شاهي دولت، د افغانستان جمهوریت، د افغانستان ډیموکراټیک جمهوریت، دولت اسلامي افغانستان، د افغانستان اسلامي امارت او د افغانستان اسلامي جمهوریت ته تغیر کړی دی.
داسې ښکاري چې موږ له بده مرغه یوازې په اداري فساد او د مخدره موادو په تولید کې په نړۍ کې لومړی مقام نه دی ګټلی، بلکې په ډېرو نورو بدیو او کمزوریو کې هم له سیالانو څخه وړاندې یو. کله چې د یوه هېواد واکمنان او د واک نیولو لپاره کاندیدان خپل هغه اساسي قانون چې دوی په خپله تصویب او توشېح کړی دی، نه رعایتوي نو سړی نه پوهېږي چې دا واکمنان به نورو کسانو ته په کومو سترګو او کوم جرئت له قانون څخه د سرغړونو له امله سزا ورکوي.
زه یقین لرم د ډېرو زیاتو کسانو، په تېره بیا منورینو به خوا راته بده شي. زموږ په ګاوڼد کې پاکستان پروت دی چې زموږ منورین یې مصنوعي او بې تاریخه هېواد بولي او نور یې په داسې نومونو یادوي چې په مضمون کې د لیکلو نه دي، خو که حقیقت ته ځير شو، د ۱۹۴۷ ز کال راهیسې چې پاکستان له برېټانیې څخه خپلواکي اخیستې او له هند څخه بېل شوی دی، پاکستان نومېږي. یو ملي سرود لري، یو بیرغ لري، یو بانکنوټ لري او یو اساسي قانون لري چې تعدیلات د نړۍ د هر هېواد په قوانینو کې راغلي او دا یو طبیعي کار ګڼل شوی دی. له پنجابي لیاقت علي خان څخه نیولې تر پښتانه مارشال ایوب خانه تر سیندهی ذوالفقار علي بهټو، تر بلوڅ اصف علي زرداري، بیا تر پنجابي نوازشریف او پښتنو ته منسوب یا پښتون عمران خان پورې چې هر یو قدرت ته رسېدلی دی، ټول پاکستانیان دي او هر یو د خپل پاکستان تر ګټو سرونه قربانوي. په مقابل کې زموږ سیاستمداران او قومي مشران د افغانستان له نامه سره مخالف دي. هغوی دا نوم په خراسان بدلول غواړي او په تذکره کې د افغان پر نامه باندې اعتراض لري. داسې ښکاري چې موږ له بده مرغه د ملت کېدلو او ملي یووالي په اساس د هېواد له جوړولو څخه اوس هم ډېر لرې یو. که څه هم چې د افغانستان د شمال لوی ائتلاف یا د غلو او داړه مارانو غدۍ په هېڅ صورت د افغانستان د عظیم هېواد استازيتوب نه کوي، خو د خطر د یوه زنګ په توګه باید په نظر کې ونیول شي.