پرون په کابل کې سلګونو کسانو لاریون وکړ او د غزني د جاغوري او مالستان ولسوالیو د امنیت غوښتنه یې وکړه. لاریون کوونکو سهار وختي لاریون پیل کړ او تر ارګه پورې ولاړل. دوی ویل چې حکومت د مالستان او جاغوري په اړه بې پروايي کوي او حکومتي کړۍ یې په دې ناامنۍ کې په لاس لرلو تورنې کړې. لاریون کوونکو د کابل دولتي پوهنتونونو دروازې هم تړلې وې او محصلین یې پرې نښودل چې درسي ټولګیو ته ولاړ شي. دوی غوښتنه کوله چې مالستان او جاغوري ته دې نوي ځواکونه واستول شي او دغو ولسوالیو د لارو امنیت دې ټینګ شي. لاریون کوونکو دغه راز په هزاره میشتو سیمو کې د قول اردو د جوړېدو، د طالبانو پرضد د هوایي عملیاتو او جګړه ځپلو خلکو ته د مرستې رسولو غوښتنه وکړه.
د افغانستان ټول خلک په امن او ثبات کې د ژوند کولو حق لري او حکومت باید ورته دا زمینه برابره کړي. اوس نږدې نیمايي افغانستان د وسله والو په ولکه کې دی او په نیم نور کې هم ناامنۍ دي. خپله په غزني کې وسله وال واکمن دي، ډېرې ولسوالۍ یې په ولکه کې دي او آن یو ځل یې ښار هم لاندې کړ. اوس په داسې حالت کې شونې ده چې یوه یا دوې ولسوالۍ دې امن وي!؟ د لاریون کوونکو، د هغوی د مشرانو او ملاتړو تېروتنه دا ده چې دوی په ناامن افغانستان کې امن جاغوري او مالستان غواړي. که په ټول هېواد کې اور او جګړه وي، نو دا ناشونې ده چې جاغوري او مالستان دې امن پاتې شي. له همدې امله ددې پر ځای چې د مالستان او جاغوري د امنیت لپاره لاریون او هڅې وشي، پکار ده چې د غزني او ټول افغانستان د امنیت لپاره هڅې وشي.
دا سمه ده چې وسله والو طالبانو په بې ساري ډول په غزني کې په هزاره میشتو ولسوالیو بریدونه کړي او هلته له دولت سره په جګړه بوخت دي. که څه هم له وړاندې طالبانو یوازې پښتون میشتې ولسوالۍ لاندې کړې وې او ویل کېدل چې له هزاره مشرانو سره د ایران په منځګړیتوب طالبان پټ تړونونه لري، خو اوس ښکاري چې دا تړونونه نشته. وسله والو طالبانو ویلي چې د حکومت پر ضد جګړه کوي او په دې کې ورته هېڅ قوم، ژبه او سیمه مهمه نه ده. اوس ښکاري چې سیاسي او پټې معاملې هم دوامداره نه پاتې کیږي او نور به حالت بدلیږي.
که څوک رښتیا د خپل ځان، خپلې کورنۍ، خپل قوم، خپلې ولسوالۍ او خپل ولایت د امنیت غوښتنه کوي، نو پکار ده چې د افغانستان د امن او ثبات لپاره کار وکړي. دا شونې نه ده چې افغانستان دې ناامن وي، خو یوه ولسوالۍ یا ولایت دې امن پاتې شي. له همدې امله د قومي او مذهبي حرکتونو پر ځای دې د امن او ثبات لپاره ملي او سراسري خوځښتونه او هڅې وشي. ځیني سیمې چې پخوا لنډمهالو پټو تړونونو ساتلې وې، ښايي د ولسمشرۍ د کمپاین لپاره حکومت هم ورته خاص پام وکړي، خو دا به بیا هم لنډمهاله وي. له همدې امله د لنډمهاله امنیت او ثبات پر ځای، پکار ده چې په ملي کچه د دوامداره امن او ثبات لپاره هلې ځلې وشي.