چهارشنبه, جولای 29, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بې‌پولې ډاکټران: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي

    یونیسف: وچکالۍ ځپلو کورنیو ته مو د پاکو اوبو سیستم جوړ کړی

    بلخ؛ د ازبکستان د فرغانې د تولیداتو دایمي نندارتون پرانیستل شو

    ای او ایم: په تورخم کې د راستنېدونکو افغان کډوالو د مرستو بهیر ارزول شوی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بې‌پولې ډاکټران: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي

    یونیسف: وچکالۍ ځپلو کورنیو ته مو د پاکو اوبو سیستم جوړ کړی

    بلخ؛ د ازبکستان د فرغانې د تولیداتو دایمي نندارتون پرانیستل شو

    ای او ایم: په تورخم کې د راستنېدونکو افغان کډوالو د مرستو بهیر ارزول شوی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

د ټاکنو ځنډ، موقت حکومت او بل هر ګام د سولې لپاره اخیستل کېدای شي

نوومبر 14, 2018
in دریځ
0 0

 

 

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې هغه رپوټ بحثونه را پورته کړي چې پکې ویل شوي، د امریکا حکومت ښایي په افغانستان کې د سولې خبرو د بریالیتوب لپاره له افغان حکومته وغواړي چې د راتلونکي کال د ولسمشرۍ انتخابات وځنډ‌‌‌‌وي. یادې ورځپاڼې لیکلي، یو شمېر امريکايي چارواکي وېره لري چې د ښاغلي خلیلزاد له لوري پیل شوې د سولې هڅې ممکن له افغان ټاکنو سره د ملو لانجو او اوږدې سیاسي ترينګلتیا له امله شنډې شي. دا چې خلیلزاد تر اوسه دا غوښتنه کړې که نه، ورځپاڼې په دې اړه څه نه دي ویلي. ارګ بیا دغه رپوت ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې خلیلزاد داسې کومه غوښتنه نه ده کړې. د ولسمشر یو سلاکار فضل محمود فضلي ویلي: “دلته د اساسي قانون له مخې واک لېږدول کېږي. موږ ته بل هېڅ هغه وړاندیز د منلو نه دی چې د افغانستان له اساسي قانونو سره ټکر کې وي”.

اوس پوښتنه دا ده چې افغانستان لومړی سولې ته اړتیا لري او که ټاکنو ته؟ دغه راز سوله د ټاکنو له ځنډ سره څه اړیکه لري؟ دا ځنډ باید څومره او څنګه وي؟

امریکايي بنسټونه وايي نیم افغانستان د وسله والو مخالفینو په لاس کې دی او په نیم نور کې هم مخالفین لږ او ډېرې ستونزې پیدا کولی شي، نو په داسې یو حالت کې د رښتینو او قانوني ټاکنو بحث مسخره دی. موږ د ولسي جرګې ټاکنې ولیدلې چې د رسمي شمېرو له مخې شاوخوا څلور میلیونه کسانو پکې برخه اخیستې او له شک پرته چې سم نیم یې جعل دی او په دې ډول یوازې دوه میلیونه کسانو په ټاکنو کې برخ اخیستې ده. په یو داسې هېواد کې چې څه باندې دېرش میلیون کسان پکې اوسیږي او یوازې دوه میلیونه یې په ټاکنو کې برخه اخیستلی شي، ټاکنې بې مانا دي. که حالت همداسې وي، راتلونکی پسرلی به ناامني لا زیاته وي او ټاکنې به تر دې له سترو خنډونو سره مخ وي.

اوس که حکومت په داسې ټاکنو ټینګار کوي، نو دا بیا یوازې د قدرت د دوام لپاره د دوی د جوړ شوي پلان د علمي کېدو غوښتنه ده. موږ  دا نه وایو چې ټاکنې دې پرته له شرطه وځنډول شي. که سوله کیږي، که د سولې یوه بریالۍ پروسه روانه وي او ټاکنې پرې ناوړه اغېز کوي، باید ټاکنې وځنډول شي. زموږ لومړیتوب ټاکنې نه، حتی زموږ لومړیتوب د اساسي قانون عملي کول نه، بلکې زموږ اوسنی لومړیتوب ژوند دی چې سوله یې په خوندي کېدو کې مرسته کوي. د ملي یووالي حکومت خپله د قانون ۹۶ مادې نقض کړې، نو دوی چې د قانون خبره کوي، ځان مسخره کوي.

که سوله کیږي او کومه پټه معامله نه وي، پکار ده چې ټاکنې وځنډول شي، څو وسله وال طالبان هم پکې برخه واخلي. ان که د دې چارې لپاره د لنډمهاله حکومت اړتیا هم وي، باید جوړ شي. موږ  باید سوله وکړو، جګړه ختمه کړو، له هغه وروسته به قانون هم عملي کوو او بیا به قانوني حکومت ولرو. له سولې پرته قانون، د قانون واکمني، ټاکنې او حکومتولي د خلکو د ستونزو له حل کولو سره هېڅ مرسته نه کوي.

 

 

 

 

 

Share7Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

بامیان؛ څلور غرختونکي د شاه فولادي لوړې څوکې ته ختلي دي

جولای 29, 2026

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د افغانستان بهرنۍ سوداګري ۶.۴ سلنه زیاته شوې

جولای 29, 2026

بې‌پولې ډاکټران: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي

جولای 29, 2026

یونیسف: وچکالۍ ځپلو کورنیو ته مو د پاکو اوبو سیستم جوړ کړی

جولای 29, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In