خدای پاک په خپل کتاب کې په واضحه توګه بیان کړي چې شپه مې ستاسو د راحت، ارام او سکون لپاره پیدا کړې او ورځ مو بیا د کار لپاره. که یو انسان د ورځې هر څومره ستړی وي، خو که د شپې سم خوب وکړي، نو ستړیا یې له منځه ځي. ځینې خلک د شپې وختي ويده کېږي، خو ځينې نور بیا ناوخته. که تاسو د شپې وختي ويده شی، نو له ښې روغتیا به هم برخمن وی.
۱- هغه کسان چې د شپې وختي ویده کېږي، د نورو په پرتله یې پوستکی تازه وي. تاسو چې کله د شپې وختي ویده کېږی، نو ارو مرو سهار وختي پاڅېږی. هغه کسان چې په کافي اندازه خوب کوي، بدن یې په پوره ډول حجرې تولیدوي او دا یې د پوستکي د تازه کېدو لامل کېږي.
۲- هغه کسان چې د شپې وختي ویده کېږي، د ورځې په اوږدو کې په پوره انرژۍ کار کولی شي او لږ ستړي کېږي.
۳- وختي ويده کېدل د مناسب وزن لپاره ګټوره چاره ده، خو په دې شرط چې سهار وختي پورته شی.
۴- هغه کسان چې په کافي اندازه خوب کوي، ډېر لږ د وېښتانو د تویېدو په ناروغۍ اخته کېږي. مانا دا چې کافي خوب د انسان وېښتان هم قوي کوي.
۵- د شپې وختي ویده کېدل او سهار وختي پاڅېدل، د زړه، دماغ او ټول بدن د روغتیا لامل کېږي.