د افغانستان د ملي امنیت شورا امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې په بېلابېلو ولایتونو کې پر وسله والو مخالفینو یرغلیز بریدونه زیات کړي. په ظاهره د دې ګام موخه د ولس خوندیتوب او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژل کېدو کچې را ټیټول ښوول شوي، خو ځینې نور مسایل هم شته چې ښايي د دې ګام تر شا پټ وي.
لومړی بحث دا دی چې افغان امنیتي ځواکونه تر اوسه په څه حالت کې وو؟ که دوی پر وسله والو مخالفینو بریدونه نه کول، یا یې نه غوښتل چې بریدونه وکړي او مرګ ژوبله ور واړوي، نو دا امر چا ورته کړی و، ولې یې کړی و او څه ګټه یې لرله؟ که دوی په یرغلیز حالت کې وو، نو نوی یرغلیز حالت به څه وي او څه ګټه به ولري؟ که دغو پوښتنو ته ځواب وویل شي، نو بیا معلومېدلی شي چې د نوي اعلان تر شا څه دي.
که امنیتي ځواکونه په یرغلیز حالت کې نه وو، نو په دې تړاو پوښتنو ته باید چارواکي ځواب ووايي. رښتیا دا ده چې افغان امنیتي ځواکونه د خپل توان سره سم په یرغلیز حالت کې وو او دي. دوی پر وسله والو مخالفینو مرګوني بریدونه کړي دي، بمونه یې پرې غورځولي، هره شپه چاپې او هوايي بریدونه وي او په ډېرو سیمو کې درنه مرګ ژوبله هم اړوي. د امنیتي ادارو د ناسمې رهبرۍ او فساد سره سره امنیتي ځواکونه په یرغلیز حالت کې وو. اوس چې د ملي امنیت شورا امنیتي ځواکونو ته د یرغلیز حالت امر کوي، د دې تر شا نور دلایل ښکاري. لومړی دا چې په دې وروستیو کې دفاع وزیر د خپلې بې وسۍ خبرې کړې دي او ویلي یې دي چې دوی پوره تجهیزات نه لري. له دې سره دا بحثونه را پورته شوي چې ښايي امنیتي ځواکونه ناتوانه وي. اوس چې امنیت شورا دا خبره کوي، دا ښايي د روانې جګړې برخه وي، څو وښيي چې دوی توان لري او دښمن ماتولی شي.
ملي امنیت شورا دا ګام په داسې حال کې اخلي چې د سولې خبرې روانې دي. د امریکايي استازي او طالبانو ترمنځ ګرمې خبرې روانې دي او خلیلزاد هیله ښيي چې دا خبرې به پایلې ته ورسېږي. دغه راز خپله ولسمشر هم وايي چې له طالبانو سره خبرې روانې دي او ژر به دواړه اړخونه یو جوړجاړي ته ورسېږي. کله چې د سولې خبرې روانې وي، نو په داسې حالت کې د جګړې د شدت، د بریدونو د زیاتوالي او د یرغلیز حالت امر د سولې هڅې له ستونزو سره مخ کولی شي. ان داسې وېر ده چې ښايي د امنیت شورا دا ګام په قصدي ډول اخیستی وي، ځکه چې ویل کېږي د طالبانو او خلیلزاد د خبرو په تړاو ولسمشر ته معلومات نه ورکول کېږي. که دا ګام د سولې د تخریب په موخه نه وي اخیستل شوی، بیا هم سوله تخریبوي. موږ دا نه وایو چې یوازې حکومت ناسم ګام اخلي، که په داسې حالت کې طالبان ناسم ګام اخلي او جګړه سختوي، دا هم د سولې د تخریب هڅې ګڼل کېږي او پکار ده چې ونه شي.
د سولې د خبرو وخت دی، دواړو اړخونو ته پکار ده چې د حسن نیت د ښکاره کولو لپاره که اوربند نه کوي، لږ تر لږه د جګړې شدت دې را کم کړي. دا د جګړې د شدت او جګړه ییزو خبرو وخت نه دی، بلکې د حسن نیت، نرمۍ او د ښه چلند وخت دی چې پکار ده دواړه اړخونه پکې یو له بل سره سیالي وکړي.