دا د عمر یو بل مهم دوران دی چې انسان پکې د زړښت پر لور ځي او په پای کې زړېږي. خو که پنځو شیانو ته توجه وکړو، زړښت ځنډولی شو او یا په لوړ عمر کې هم یو ښه روغ ژوند لرلای شو. دا پنځه شیان عبارت دي له :
۱. متوازن خواړه
۲. متوازن خوب
۳. فزیکي فعالیت
۴. له الکولو او سګرېټو لرې والی
۵. د وزن کنټرول
په دې عمر کې متوازن خواړه د دماغ د فعال پاتې کېدو، له ناروغیو او میکروبونو سره د مقابلې، د انرژۍ لاس ته راوړلو، له ناروغیو څخه د ژر ښه کېدو او د مزمنو ناروغیو د مخنیوي لپاره ضرور دي. له خوړو څخه د پرهېز او محرومیت مفکورې چې زیاتره د رژیم تر نامه لاندې توصیه کېږي؛ ناسمې دي. په دې عمر کې باید بهترین، متوازن، تازه، رنګارنګ خواړه له کورنۍ او ملګرو سره یو ځای وخوړل شي. پاکې او طبیعي اوبه هم باید په زیاته اندازه وڅښل شي چې د بولي سیسټم میکروبونه، قبضیت او دماغي اغتشاش وقایه شي. دا چې په دې عمر کې د معدې ګاستریک اسید کمېږي، نو ځکه ویټامین ب ۱۲ پوره نه جذبېږي، له همدې امله پکار ده چې د ویټامین ب ۱۲ ټابلېټ یا کپسول او یا پیچکاري استعمال شي.