په جینوا کې د افغانستان په تړاو غونډه پرون پیل شوه. په دې غونډه کې د افغانستان پر پرمختګونو خبرې شوې دي او افغان حکومت د بروکسل په غونډه کې د خپلو کړو ژمنو د عملي کېدو په تړاو معلومات ورکوي. په دې غونډه کې ولسمشر ویلي چې حکومت یې د زیربناوو په برخه کې خپلې ژمنې ښې عملي کړې او د یوه منظم پلان له مخې یې د برېښنا شبکه له نیمو ډېرو ولایتونو سره نښلولې او تر راتلونکو دوو کلونو پورې به د ټولو ولایتونو مرکزونه د برېښنا له شبکې سره وصل شي. ولسمشر د هوايي دهلیزونو له لارې د صادراتو د کچې لوړول د خپل حکومت بله ستره لاسته راوړنه وبلله.
د جینوا کنفرانس ته افغان حکومت په داسې حال کې ورځي چې د بروکسل د غونډې ډېرې ژمنې یې نه دي عملي کړې. خپله حکومت مني چې پنځوس سلنه ژمنې یې نه دي عملي کړې، خو رښتیا دا ده چې تر دې یې هم کمې ژمنې عملي کړې دي. نا امني پراخه شوه او د سیګار په وینا چې وسله والو ۱۲ سلنه نوره خاوره هم لاندې کړې ده. د قانون واکمنۍ په برخه کې حکومت لا زیات ناکام شوی. د حقوقپوهانو د شبکې د یوې څېړنې پر اساس د اساسي قانون ۹۶ مادې نقض شوې دي. دغه راز د رڼو ټاکنو لپاره د حکومت ژمنه هم مسخره شوې ده. له بله اړخه له فساد سره مبارزه هم یوازې په خبرو کې پاتې ده او حکومت داسې څه نه دي کړي چې د لاسته راوړنې په توګه یې وړاندې کړي.
د حکومت دغه ناکامۍ د دې سبب کېږي چې نړۍ افغانستان ته نورې مرستې ور نه کړي او یا هم مرستې کمې کړي. له همدې امله هغوی پر افغانستان غږ کوي چې لګښتونه کم کړي او پر ځان بسیا شي. له بله اړخه د افغانستان په اړه د امریکا تګلاره بدلېږي او د سیاسي دلایلو له مخې نور له افغانستان سره پخوانۍ مرسته نه کوي، خو د حکومت ناکامي او بې کفایتي مرستندویانو ته د مرستې کمولو پلمه په لاس ورکوي. اوس به حکومت پر ځان د بسیا خبره کوي. دا ښه شعار دی، ښه خبره ده او باید افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي، خو له بده مرغه د دې لپاره هېڅ هم نه دي شوي. کله چې موږ هېڅ نه وي کړي او پر ځان د بسیا خبره کوو، نو طبیعي ده چې دا یو تش شعار دی. ولسمشر د برېښنا خبره کوي او وايي چې د ولایتونو مرکزونه له برېښنا سره وصل شوي. دا نه وايي چې نه د برېښنا کوم بند جوړ شوی او نه هم نوره برېښنا وارده شوې، یوازې د کابل برېښنا په څو نورو ولایتونو وېشل شوې ده.
اوس چې ولسمشر د جینوا له کنفرانس څخه را ګرځي، نو د خودکفایۍ شعار به زمزمه کوي. دا شعار ښکلی دی، ښه دی او باید موږ پر خپلو پښو ودرېږو، خو له بده مرغه د ملي یووالي حکومت نه یوازې دا چې په دې برخه کې یې کوم کار نه دی کړی، بلکې زموږ پښې یې لا زیاتې کمزورې کړې دي. د حکومت بې کفایتي که له یوه اړخه په کور دننه ستونزې زیاتوي، له بله اړخه د نړیوالو د مرستو د کمېدو لامل هم ګرځېدلې ده. که افغانستان منزوي کېږي او که ورسره مرسته کمېږي، د دې ټولو لامل د ملي یووالي بې کاره او ناکاره حکومت دی.