ایران وايي، د امریکا له اعتراضونو سره سره به د منځني واټن ویشتونکو بالسټیک توغندیو ازموینو ته دوام ورکړي.
د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو ویاند ویلي، ایران د توغندیو ازموینې د ځان د دفاع لپاره کوي او دې ازموینو ته به دوام ورکړي.
د ایران نیمه دولتي خبري اژانس تسنیم د برید جنرال ابوالفضل شکارچي له قوله ویلي، ایران به د متحده ایالتونو له غندنو او خبرداريو سره سره د بالسټیک توغندیو جوړولو او ازموینو ته دوام ورکړي.
د شکارچي په وینا، دغه فعالیتونه د ایران د اټومي پروګرام په اړه د خبرو اترو په چوکاټ کې نه دي شامل او د ملي امنیت یوه برخه یې ده، نو ځکه له هېڅ هېواده د اجازې اخیستلو ته اړ نه دي.
شکارچي دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ایران د منځني واټن ویشتونکو بالسټیک توغندیو په ازموینه تورن کړ او ویې ویل چې دا توغندي د سروکو بېلابېل ډولونه وړلای شي.
پامپیو دغه ازموینه د ایران له اټومي موافقې څخه سرغړونه وبلله او ویې غندله.
هغه وویل، د ایران بالسټیک توغندي دا وړتیا لري چې د اروپا ځینې برخې او په منځني ختیځ کې هرځای په نښه کړي.
پامپیو همدا راز زیاته کړه چې له ایرانه د توغندیو د خپراوي موارد په زیاتېدو دي او پر دغه هېواد یې غږ وکړ چې دا فعالیتونه بند کړي.
بلخوا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار د شنبې په ورځ پر ټوېټر په یوه پیغام کې وویل، ایران د هغه بالسټیک توغندي ازموینه وکړه چې اسرائیل او اروپا په نښه کولای شي.
هغه په خپل پیغام کې خبرداری ورکړ چې دا چلند نور د زغملو وړ نه دی.