د قطر د انرژۍ وزیر سعد شریده الکعبي وايي، هېواد به یې د روان کال په پای کې د تېلو د سترو صادروونکو هېوادونو یا «اوپېک» له سازمان څخه ووځي.
کعبي دغه اعلان تېره ورځ په دوحه کې په یوه خبري غونډه کې وکړ او ویې ویل چې دغه اقدام به د ۲۰۱۹ میلادي کال له جنورۍ وروسته عملي شي.
نوموړی وايي، اوپېک ته یې لا د مخه په دې اړه خبر ورکړی دی.
قطر دغه اعلان وروسته له هغې کوي چې سعودي عربستان او روسیې دوې ورځې مخکې وویل، دوی هغه توافق نوی کړی چې له مخې یې د خپلو تېلو تولید محدودوي.
د اوپېک د غړیو هېوادونو او د تېلو د نورو هغو صادروونکو هېوادونو چې د اوپېک غړي نه دي، تر منځ د تېلو د تولید د کمولو په اړه اوسنی تړون د ۲۰۱۸ میلادي کال په اخر کې پای ته رسېږي.
اوپېک سازمان کې دا مهال ۱۵ هېوادونه غړیتوب لري چې په اټکلي توګه د نړۍ د تېلو د تولید ۴۴ سلنه جوړوي او همدارنګه د نړۍ د تېلو ۸۱ سلنه ثابتې شوې زېرمې هم لري.
قطر له اوپېکه په داسې حال کې وځي چې له سعودي عربستان سره یې روابط کړکېچن دي او دغه دواړه هېوادونه په سیمه کې د نفوذ د پراختیا لپاره له یو بل سر په سیالۍ کې دي.