د برېټانیا دفاع وزیر ګوین ویلیامسون له خپلو خلکو غوښتي چې د دغه هېواد پوځي سیمو ته نږدې له مشکوکو فعالیتونو چارواکي خبر کړي.
نوموړي دا غوښتنه وروسته له هغه مطرح کړه چې د روسیې د یوه دولتي ټلوېزیون کارکوونکی په دې وروستیو کې د برېټانیا یوه ډېر مهم پوځي مرکز ته نږدې لیدل شوی دی.
د خپرو شویو راپورونو پر اساس د برېټانیا دفاع وزیر ګوین ویلیامسون وروسته له هغه خبرداری ورکړی چې د روسیې د «یو» دولتي ټلوېزیون کارکوونکي تیمور سیراژیف د بارکشر په ښار کې د برېټانیا ۷۷ پوځي فرقې له څنګه راپور ورکاوه. دا هغه سیمه ده چې شاوخوا یې اغزن سیمونه لګېدلي او د خلکو ورتګ منعه دی.
تیمور سیراژیف دا ادعا رد کړې چې ګواکې هڅه یې کړې څو دې سیمې ته ننوځي.
د برېټانیا دغه پوځي مرکز له الکټرونیکي او سایکولوژیکي جنګونو سره سروکار لري.
په برېټانیا کې دا خبره داسې وخت راپورته شوې چې د لوېدیځو هېوادونو او روسیې اړیکې وار له مخه په بېلابېلو دلایلو ترینګلې شوې دي.
په اوکراین کې د روسیې لاسوهنې، د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو او په ځینو اروپايي ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنو په اړه ادعاوې، پراخې سایبري حملې او په برېټانیا کې د پخواني روسي جاسوس سرګي سکریپال او د هغه د لور مسمومول هغه مسایل دي چې له کبله یې له روسیې سره د لوېدیځ اړیکې سړې شوې دي.
د برېټانیا په بارکشر کې د ۷۷ پوځي فرقې شاوخوا امنیتي کمرې ښيي چې د روسیې د یو دولتي ټلوېزیون د لبنان د بېرو مشر تیمور سیراژیف د نومبر په ۲۱مه څو واره هڅه کړې چې دغه پوځي فرقې ته له یوه کمره مین سره چې له موټره عکسونه اخلي او په اشاره غږېږي، ننوځي.
د برېټانیا ډې مېل ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هېواد استخباراتي مشران په دې اړه څېړنې پیل کړي او د برېټانیا د ټولو پوځي سیمو قوماندانانو ته خبرداری ورکړي چې بیداره اوسي.
د برېټانیا د دفاع وزیر ګوین ویلیامسون له قوله ویل شوي: «موږ خپلې امنیتي اډې او نظامي پرسونل ته جدي پام کوو او که خلک په دې سیمو کې مشکوک فعالیتونه وګوري، باید یې راپور چارواکو ته ورکړي».
سیراژیف وروسته د روسیې «ار. ای. اې» نویستي رسنۍ ته ویلي چې دی او همکاران یې په یوه معمولي ځای کې په راپور ورکولو بوخت وو او کوم پوځي مرکز ته یې د ننوتلو هڅه نه ده کړې.
د برېټانیا دفاع وزیر دغه راز په اکټوبر کې روسیه تورنه کړه چې د یوه منفور دولت په توګه عمل کوي او په خپلو اعمالو به ځان منزوي کړي.